ریال مدرید د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټله / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ غویي، ۱۳۹۷ل): د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه کې د ریال مدرید لوبډلې لیورپول لوبډلې ته په ۳-۱ ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د لیورپول لوبډلې مشهور مسلمان ستوری محمد صلاح چې د لوبې په پېل کې يې پر مخالف لوبډله فشار لوړ کړی و د ریالد مدرید لوبډلې مشر  سرجیو راموس په ۲۴مه دقیقه کې په قصدي ډول ټپي کړ، چې وروسته یې له سخت ټپه ونشو کړای لوبې ته دوام ورکړي، چې اخر یې پر ځای بل لوبغاړی لوبې ته داخل شو.

په دغه سیالۍ کې لومړی ګول په دوهم نیمایي کې د لیورپول ګول ساتونکي په غلطۍ د ریال مدرید مسلمان لوبغاړي کریم بینزیما په ۵۰مه دقیقه کې وواهه.

ددغې ګول په ځواب کې د لیور پول لوبډلې مسلمان لوبغاړي سعدیو مانع په ۵۴مه دقیقه کې په زړه پورې ګول وواهه چې سیالۍ یې یو-یو مساوي کړه.

د ریال مدرید مشر روزونکي زین الدین زیدان په تخنیکي مشرۍ ګیرات بیل په ۶۰مه دقیقه کې د بل لوبغاړي پر ځای لوبې ته راغی، چې نوموړي سمدلاسه په ۶۳مه دقیقه کې په زړه پورې ګول وواهه او ریال مدرید ته یې په ۲-۱ سبقت ورکړ.

همدا ډول د لیور پول لوبډلې لخوا څو زورورې حملې وشوې خو د ریال مدرید ګول ساتونکي ټولې حملې ناکامې کړې، چې په ۸۲مه دقیقه کې ګیرات بیل له ۲۵ میتره فاصلې نه خپل دویم ګول وواهه چې د لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

د ریال مدرید لخوا په اروپا اتلانو لیګ کې دا درېیمه پرلپسې اتلولي وه، چې په ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷م کې يې هم اتلولي خپله کړې وه، او په ټولیزه ډول یې ۱۳ ځل ددغې سیالیو اتلولي پخپل نوم کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د