fbpx

ستاسو رایه، ستاسو قسمت پولۍ

لیکوال

لیکنه: زین الله زرین

نن په ټول هېواد کې راتلونکي پارلمان، او ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پیلیږي، چې تر ډېره به پکې دوه ډلې کسان تر راتلونکو ۱۸ ورځو پورې خپل نومونه ثبت کړي. دا دوه ډلې کسان یو هغه دي، چې ځانته یې مخکې له مخکې سیمه داسې ګلزار کړې لکه په سپینه او نرمه حلوا کې چې شګې راوخیژي. دوهمه بیا هغه دې چې ولس پرې پوره باور لري، چې دده بریا به دوی ته یو څه د ارام ساه ورکړي، د حق چیغه به یې تر حده لبیک او بدرګه شي؛ خو داسې ښکاري چې له ولس نه دا تیاره مړۍ زورور اخلي.

دا یوه ډله کسان لکه بحري ژوي هم په وچه کې ژوند کولای شي او هم په اوبو کې بیا پر سر نر نه لري. دوی لا له وړاندې ځانونو ته سوړې پیدا کړي. له زوره زور لري او له زرو زر. دوهمه ډله بیا یوازې ماهیان دي هغه داسې چې که یې د بحر طوفاني څپه ساحل غاړې ته راوباسې نو نور یې وس ددې نه وي، چې د اوبو ورستیو څپو سره ځان بېرته ځان بحر ته ورسوي. تر څو چې د ژوند د بیا پیدا کېدو هڅه کوي، بیا وخته نورو تر ستوني تېر کړي وي.

خو خبره دلته داده چې ټاکنې د ولس دي، او ولس باید خپل هغه استازې د دولت له درې ګونو قواوو څخه یوې دې ته داسې ور ورسوي، چې په شپه او ورځ یې غږ واوري. له تېر نه تر اوسه پورې شېلدلی ګرېوان ورته خور کړي، د یتیم، کونډې او بل هر بېوسه لاس نیوی وکړي او تر مطلوبې دروازې یې غږ ورسوي.

خو له بده مرغه چې ولس د خپلې بېړۍ مخ ته راتلونکی طوفان ویني، داسې طوفان چې له کلونو راهیسې یې نازکې هیلې او امیدونه له بیخه نړوي. له دې ټولو سره سره بیا هم ولس توکل په خدای (ج) هر ورځ د نوم لیکنو مرکزونو ته ځي او د خپلې ښې راتلونکې لپاره یوه مرګونې ټاپه پر خپله پېژند پاڼه نښلوي.

بل لوري ته ټاکنیز بنسټونه بیا نارې وهي، چې لا هم د خلکو د نوم لیکنې بهیر ورو روان دی، او پر ولس له هر لوري هوایي نارې وهي، چې نوم لیکنه وکړي او خپل استازي وټاکي؛ خو ددوی پر وړاندې بیا ولس چې کومې نارې وهي هغه بیا دوی نه اوري، لکه غوږنه چې نه لري. ولس نارې وهي چې ستا د ټانک او پوستې په منځ کې چې د نوم لیکنې مرکز وي نو زه هلته څنګه لاړ شم او نوم ثبت کړم؟ زه په کلي کې څنګه نوم لیکنه وکړم، چې زما تر مخې یې په تېر کې له داسې کسانو چې په ټاکنو کې یې ګډون کړی و ګوتې ترې پرې شوې؟ زه بیا څنګه خپلې مېرمنې، لور، زوی او نورو ته ووایم چې راځئ خپلو خواخوږو ته رایه ورکړو هغه هم داسې خواخوږو ته چې تیاره مړۍ ترې بل څوک په زوره اخیستی شي؟ او بیا زه څنګه رایه ورکړم، چې رایه زه ورکړم، خو په خوښه ستاسو کامیاب شي.

تر دې لا بده یې دا چې بله ورځ داسې ستاسو په خوښه بریمنو ښاغلیو ته ورشو او ورته ووایي، چې لالا داسې ناورین راباندې روان دی یا هم راتلونکی دی، نو دی دې په خپله نرمه او پسته څوکۍ کې سره راتاو شي او لومړۍ دې راته دا ووای: ته او خدای(ج) چې تا به ما ته رایه راکړي وي؟

بس خدای(ج) دې ددې ولس مل شي چې دا ځل به بیا په دې قسمت پولیو کې ورته څه راخیژي؟؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د