fbpx

په حلال رزق سره د روژي ماتولو فضيلت

ژباړه او راټولونه: انګارنيازي

له حضرت سلمان رضي الله عنه نه روايت دي چي رسول اکرمﷺ وفرمايل: من فطر صائماعلي طعام وشراب من حلال صلت عليه الملائکة في ساعات شهر رمضان وصلي عليه جبريل ليلة القدر، رواه الطبراني في الکبير وابوالشيخ بن حبان في کتاب الثواب الا انه قال وصافحه جبريل ليلة القدر وزاد فيه ومن صافحه جبريل عليه السلام برق قلبه وتکثر دموعة قال فقلت يا رسول اللهﷺ افرايت من لم يکن عنده قال فقبضة من طعام قلت افرايتان لم يکن عنده لقمة خبز قال فمذقة من لبن قال افرايت ان لم تکن عنده فشربي من ماء ) الترغيب ص

ژباړه: کوم سړي چي په خپل حلال رزق سره په يوه روژه دار باندي روژه ماته کړي نو د رمضان المبارک په ساعتونو کي ملائکي پر هغه رحمت ليږي او د ليلة القدر په شپه کي پخپله جبريل عليه السلام آمين ورباندي وايي. او د ابن حبان په روايت کي دي چي په ليلة القدر کي جبريل امين له هغه سره مصافحه کوي او پدي کي داخبره هم ده چي له کوم سړي سره جبريل امين مصافحه وکړي د هغه په زړه کي نرمي پيدا کيږي او له سترګو نه يي اوښکي روانيږي . لدينه روسته سلمان رضي الله عنه د رسول اکرمﷺ په خدمت کي عرض وکړ او پوښتنه يي وکړه چي يا رسول اللهﷺ د دغه شخص په اړه ستاسي څه ګمان دي چي لچاسره روژتي د روژه ماتي لپاره د پوره غذا او خوراک انتظام نه وي ؟ هغه ﷺ وفرمايل د دغه فضيلت د ترلاسه کولو لپاره د طعام يوه نوړي هم کافي ده حضرت سلمان رضي الله عنه فرمايي چي ما بيا عرض وکړ چي اي د اللهﷻ رسوله ! لچاسره چي د ډوډي يوه تکړه هم نوي د هغه په باره کي ستاسي څه ارشاد دي هغه ﷺ وفرمايل چي شودو، شوملي هم کافي دي ، حضرت سلمان رضي الله عنه بيا عرض وکړ يا رسول اللهﷺ ! که چيرته لچاسره داهم نوي ؟ رسولﷺ وفرمايل د اوبو يو غړپ هم کافي دي ،

يعني که څوک روژه دار ته يو غړپ اوبه هم ورکړي او هغه خپله روژه ورباندي ماته کړي اللهﷻ هغه ته هم دا لوي اجر ورکوي ، دهغه ﷻ رحمت ډير پراخ او وسيع دي هيڅوک ترينه نه محروموي

تشريح : د ا صحابو کرامو شان هم ډير لوي دي آخر څه خبره خو ضروري وي چي د کائناتو خالق د خپل محبوبﷺ د ملګرتيا لپاره هغوي غوره کړل او په دنيا کي يي د خپلي رضا په بشارت ونازول

تاسي اندازه وکړي چي حضرت سلمان رصي الله عنه له رسول اکرمﷺ نه د پوښتنو له لاري د خداوند ﷻ رحمت څومره وسيع کړ او اوس د هغه له کبله مسلمانان دغه لوي دولت ترلاسه کوي

اللهﷻ دي موږ ته هم د دغه دولت او لوي رحمت د ترلاسه کولو توفيق راکړي

آمين يارب العالمين

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د