british troops

بریتانیا او دبخت ازمايلو بله هڅه!

عطاءالله مبارز

د تاريخ اوږدو کې څو ځله په افغانستان بهرني یرغلونه شوی دي، که څه هم ځينو ايمان پلرونکو افغانانو د واک او مادیاتو په بدل کې د دې يرغلونو پرمهال د ښکېلاک ملاتړ او د اشغال د دوام هڅې کړي؛ خو په عامه توګه افغان ملت د اشغال پر وړاندې خورا توند او حساس دريځ لرلی دی.

افغانانو هر وخت د خپل ارضي تمامیت او په کورنيو او بهرنيو چارو کې د پوره استقلال نعره پورته کړې او دا يې ثابته کړې چې افغان هيڅکله د پرديو ترنفوذ او واک لاندې ژوند نشي تېرولای.

د همدې ستر تاريخي شالید له مخې يې څوځله بريتانوي امپراطورۍ ته هم ماتې ورکړې ده:

په لومړي ځل د۱۸۳۹م کال په اپريل کې انګریزانو د شاه شجاع په ملتیا د نژدې (۵۴۰۰۰) لښکر په مټ په افغانستان يرغل وکړ.

له لږ وخت وروسته افغانانو ددې يرغل په وړاندې مقاومت پيل کړ، چې ښه بيلګه يې په ۱۸۴۱م کې د مشهور مبارز میر مسجدی خان له لوري په کوهستان کې د يو فوځي غونډ له منځه وړل و.

د وخت په تېرېدو پاشلي قيامونه د امير دوست محمدخان د ځوان زوی امير محمد اکبرخان په مشرۍ سره وتړل شول او د همدې کال په پای کې انګريزان مجبور شول چې د اشغال د پای ته رسولو په موخه تړون لاسلیک کړي او همدغه مهال مکناټن هم د محمد اکبر خان په لاس ووژل شو.

د ۱۸۴۲م پیل کې د انګریزانو ۱۷۰۰۰کسیز لښکر له کابله د جلال اباد په لور وخوځېد؛ خو په لار کې له ډاکټر برایډن پرته، چې په زخمي حالت کې ژوندی ووت، نور ټول لښکر د خاورو خوراک شو.

په ۱۸۸۹م کې انګريزانو له افغانانو د لومړۍ ماتې د بدل اخیستو په نيت د افغانستان په حريم دوهم ځل يرغل وکړ، او د همدې يرغل په نتيجه کې د ګندومک او ورپسې د ډیورنډ کرغیړن تړونونه منځ ته راغلل.

په ۱۸۸۰ زيږديز کال د کندهار په ميوند ولسوالۍ كې د افغان _ انګلېس دويمه جګړه رامنځته شوه او انګرېزانو په كې شرمېدلې ماتې وخوړه..

په دې غزا كې افغان اتلو او مېړنيو مجاهدينو د انګرېزانو هغه دوهمه هيله هم له خاورو سره خاورې كړه ،چې غوښتل يې پر افغانستان د دوهم ځل تيري او يرغل په پايله كې لوى كندهار له افغانستانه بېل كړي او وروسته د افغانستان له وېشلو، د هندوكش تر سرحده پورې ټول افغانستان تر خپل ستوني تېر كړي.

د جولاى ۲۷مه په ميوند كې افغانانو انګریزانو ته داسې تاریخي ماته ورکړه چې ورسره د بریتانوي امپراطورۍ ريښې وختې.

په دې جکړه کې د ملالې ميوندۍ دې ټپې چې:

که په ميوند کې شهيد نه سوې

خداىږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه !

د افغان مجاهدينو سپيڅلو احساساتو ته يو روحاني سېک ورکړ.

له دې غزا نژدې نهه میاشتې وروسته انګریزی استعمار پای ته ورسېده او درانه ځانی او مالی زیانونه يې وګالل.

په امريکا کې د ۱۱ستمبر له بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر بوش د مسلمانانو پرخلاف د صلبی جنګونو د پيل اعلان وکړ، چې د دې لړۍ لومړۍ حمله په ۲۰۰۱ م کې په افغانستان ناروا او له نړيوالو اصولو خلاف يرغل و.

بريتانیا په څلورم ځل د خپل بخت ازمایلو هڅه وکړه او له امريکا سره يې يو ځای د افغانستان په اشغال کې برخه واخيسته، اوله لومړۍ ورځې د دې جګړې له امريکا وروسته دوهم ستر بوج پورته کوونکی هيواد دی، قسمت يو ځل بيا انګريزان د افغانستان تر ټولو ياغی سيمې ( هلمند) ته وربرابر کړل، د مجاهدينو سره په مخامخ جګړو، استشهادي بریدونو او بمي چاودونو کې يې سلګونه عسکر ووژل شول، زرګونه ټپيان شول او خورا زيات مالي زيانونه يې هم وګالل.

دې زيانونو او تلفاتو ته په پام سره برتانیا په ۲۰۱۱ کې د خپلو عسکرو د بېرته ستنېدو د پيل پریکړه وکړه، چې له ۲۰۱۴ م وروسته يې محاربوي ماموریت تر ډېره ختم شوی و.

که څه هم اوس غربي مبصرین هم په دې اند دي چې د افغانستان جګړه له فوځي لارې نه ګټل کیږي، بلکې سياسي حل دې ولټول شی؛ خو د امریکا نوي ولسمشر ټرمپ واک تر رسيدو کابو يو کال وروسته د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي اعلان کړه، چې د تېر په څېر پکې په جګړه ټینګار شوی.

اوس په دې وروستيو کې غربي رسنيو خبر ورکړ چې د امريکا د سرتمبه ولسمشر ټرمپ له لوري په برتانیا فشار زیات شوی چې يو ځل بيا افغانستان ته د جګړې لپاره عسکر وليږي، چې د بریتانیا د دفاع وزرات ورسره د هو سر ښورولی.

خو بریتانوي ولس او ‘سياسيونو د دې ګام پر خلاف غږ پورته کړی، ځکه هغوی ته څرګنده ده چې په دې سره د عسکرو له مرګ ژوبلې او مالي زیانونو پرته نور هيڅ نشی ترلاسه کېدلی.

مشهورې بريتانوي ورځپاڼې ګارډېن افغانستان ته د نويو برتانيايي سرتېرو استولو د وړانديز په تړاو يو تحليلي مطلب خپور کړى چې سرليک يې دى “بريتانيا خپل ځوانان د ټرمپ په غوښتنه افغانستان ته نشي لېږلی.”

ليکوال وايي د امريکا د ولسمشر په غوښتنه بهرنيو بې مانا غمېزو ته سلګونه استول شوي ځوانان ووژل شول.

په دغو جګړو کې سلګونه زره ځايي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ميليونونه ټپيان او بې ځايه شول خو توندلارو جهاديانو لا وده وکړه.

ليکوال وايي افغان جګړه يو ناورين دى او د نورو ځواکونو لېږل، سپينه ماڼۍ کې پر ځواک مين کس لپاره د برتانيايي تنکيو ځوانانو د وينې قرباني ده.

ليکوال يوې نظر پوښتنې ته اشاره کوي چې وايي، ٥٦ سلنه برتانيايان په دې باور دي چې افغانستان کې د برتانيا پوځي ښکېلتيا ګټوره نه وه.

ليکوال وايي دا سمه ده چې د خلکو نظرونه تل منطقي نه وي، خو افغانستان کې شوی مالي لګښت او د پوځيانو او ولسي وګړو سر زيانونو ته اشاره کوي او بيا پوښتي، د دې پر وړاندې زموږ لاسته راوړنې څه دي؟

ليکوال پوښتي، هغه چې منځلاري او پوه بلل کېږي او پر ټرمپ نيوکې کوي کله به خپل غږ پورته کوي؟

ليکوال په يمن کې د سعودي په مشرۍ د ټلوالې بريدونو له امله ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته اشاره کوي چې په وينا يې ټرمپ يې ملاتړى دى.

بيا عراق او سوريه کې د امريکا په هوايي بريدونو کې د ولسي وګړو مرګژوبلې ته ګوته نيسي، فلسطين کې د وروستيو مرګژوبلو يادونه کوي چې په وينا يې ولسمشر ټرمپ تاوتريخوالي ته لمن ووهله او زياتوي، داسې کس ته بايد اجازه ورنکړل شي چې د بريتانيا دفاعي تګلاره وټاکي.

که رښتیا هم بریتانیا افغانستان ته نور عسکر ولیږي، نو د افغان ولس له لوري به ورته په مرميو هر کلی وويل شي او د بريتانیا ولس ته به د تابوتونو پریمانه ډالۍ ورولېږلی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ګرانه وروره مبارز صاحب! ستاسی وطن پالونکی احساسات د ستاینی وړ دی خو يو دوه اړین ټکی: بریالي او سرلوړی ملت هغه ملت دی چه د تُوری ( البته اجباری تُورنی) تر څنګ د فکر او قلم او تدبیر څښتن هم وی، یوازی تېره تُره به فقط یوه تېروتنه او تېر ته پینه کول وی. که دا ومنو چه زموږ نیکه ګانو انګرېزان د تُوری په زور له خپلو دروازو شړلی دی نو دا هم باید ومنو چه د خپل نه تدبیر په نتیجه کی همهغه انګرېز دښمن د کړکۍ له لیاری بیرته راباندی مسلط شویدی، هم تُوره او هم… نور لوستل »