نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر ګډ مېشت ځای سرتېري برید درنه مرګ – ژوبله اړولې.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، برید د دوی ملګري جابر د مازدا موټر په وسیله ترسره کړی، چې تر سلو ډېرو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې: «د لومړنیو معلوماتو په اساس ۱۱۰ عسکر، پولیس او سنگوریان وژل شوي او ټپيان دي چې اکثره تر خاورې لاندې شوي دي.»
د هلمند ځايي چارواکو هم د پېښې پخلی کړی او مني چې برید د مازدا موټر په وسیله ترسره شوی، خو په وینا يې یوازې دوه تنه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي دغه سرتېری موټر بم برید نن سهار مهال د نادعلي ولسوالۍ حاجي شیرجان څلور لارې ته څېرمه د ملي اردو یوه میشت ځای کې شوی دی.