افغانستان

حنیف اتمر پاکستان ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشا وايي له نوموړي سره په دې پلاوي کې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی شامل دي.

ارګ پرون په یوه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي و، چې دغه پلاوی به سبا (نن) د پاکستاني مقاماتو په غوښتنه هلته سفر وکړي.

د اعلاميې له مخې پاکستاني صدر اعظم شاهدخاقان عباسي له ډاکټر غني غوښتي و، چې پر ځينو امنیتي مسائلو د بحث لپاره یو پلاوی ور ولېږي.

نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې پاکستاني پلاوي په ارګ کې له افغان چارواکو سره پر ځینو مواردو هوکړه وکړه، چې دولتي ویندویانو ټينګار کاوه چې له دې سره به امنیتي وضعیت ښه شي.

افغان چارواکي پاکستان د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد د جنګیالیو پر ملاتړ تورنوي، خو پاکستان بیا پخپله خاوره کې جنګیالي د افغان چارواکو له ملاتړه برخمن بولي.

دا په داسې حال کې دی چې پاکستان تازه قبایلي سیمې د صوبې برخه وګرځوله.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

زه چه هر ځل د حنیف اتمر نوم ووینم دومره خواګرجن شم لکه د یوسف احمدی یا ذبیح الله مجاهد نوم چه واورم. دا ټول د انګرېز مزدوران دی که ئې مزدوران نه وای پدې سپینه میاشت یعنی روژه کی به ئې د افغانانو میندی او مېرمنی او بچان نه ژړلولای البته د مسلمان او انسان ځورونه هر وخت حرامه ده خو په روژه کی حساب بل دی، لکه څنګه چه په روژه کی د ( نیکی) اجر مثلاً لس چنده دی همداسی د ( بدی) اجر هم څو چنده دی.

محمود

و اذ خاطبهم الجاهلونه قالو سلاما ، الله ج دی د افغانستان منافقینو ته سربیره د هغوی د جهنمو په دی ژوند هم د نهایی رسوایی توب سزاوی ورکړی

غوربندِي

ع حضرت صاحب

که په تاسو د مجاهد او احمدي نومونه بد لګي، نو خامخا به یې یو نه یو دلیل له ځانه سره لری، خو دا چې د معلوم الحاله اظهر من الشمس ګوډ او ګوډاګي کمونست اتمر سره مو د پرتلې په توګه یاد کړي دي، نه یوازې د منلو وړ نه ده بلکه ستاسو په عقیده، لیدلوري او خپلواکی باندې شکونه واردوي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close