افغانستان

پروان: د ټاکنو کمیسیون یوه کارکوونکې وژل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د پروان امنیتي مسؤلین وايي د دې ولایت مرکز ته څېرمه د ټاکنو کمیسیون یوه کارکوونکې وژل شوې ده.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، ناپېژاندو کسانو د ټاکنو کمیسیون کارکوونکو ته لاسي بمونه ور غورځولي و، چې یوه ماموره پکې وژل شوې او یوه بله ټپي ده.

هغه وايي بم اچوونکو هغه وخت لاسي بمونه ور غورځولي چې دغه کارکوونکې کورونو ته په لاره وې، د دې په وینا بم اچوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ په خوست کې هم د نوم لیکنې پر یو مرکز برید کې دوه عسکر ووژل شول.

په ورته وخت کې ولسي جرګې پر ټاکنو کمیسیون غږ کړی، چې د نوماندانو او همدارنګه د رایه ورکوونکو لپاره د نوم لیکنې موده وغځوي.

د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره پرون د نوماندانو د ثبت لړۍ پیل شوه، چې د روانې میاشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close