ابتکار – عرفاني

عرفان الله عرفاني

مخکې له هــــــــر کاره ابتکار کوو
مـــــوږ پــر هـــره لاره ابتکار کوو

هره خبــــــر اورو په ســــړه سینه
وړانــــدې تـــــر انکاره ابتکار کوو

ډېرو تـــه د فکــر ورکــــوو مهلت
پس لــه انــــــتظاره ابتکار کــــوو

بې له ســـوچ او فکــره فیصله نکړو
دومــــره په کـــــــراره ابتکار کوو

مرګ راسره هر ځای کې جوړه ګرزي
دار تــــه ځو تـــــر داره ابتکار کوو

پـــوه یـو په سیاسي او نظامي چارو
غــــر وي که هـــــواره ابتکار کوو

هــــر پَلان ته د هــر فن طراحان لرو
ســـــر خلاص کړه اغیاره ابتکار کوو

بـــرید کړو په تکیک او په تخنیک سره
وتـــي یــــو لــه شماره ابتکار کوو

اوس خو (عرفاني) شـو نظامي افسر
یــاره ستا لپـاره ابـــــتکار کـــــوو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د