شخصیتونه

سید أبوالأعلی مودودي د عدل په تله / لومړۍ برخه

احمدمدثر دلسوز

مولانا سید أبوالأعلی مودودي د معاصري اسلامي نړۍ لوي داعي بلل کیږي، هغه نه یوازي د هند د لويي وچي پر اسلامي تحریکونو باندي اغېزې لرلي بلکي د ټولي اسلامي نړۍ پر اسلامي تحریکونو باندي یې ژوري اغېزې لرلي دي، پر سید صاحب باندي ځیني اعتراضونه موجود دي، چي ډېری مسلمانان یې د سید صاحب د قیادت او اسلامي مبارزې په اړه مشوش کړيدي، نو د تشویشونو او اعتراضونو د رفعي په موخه مي لومړی د مولانا صاحب لنډه پېژندنه کړې او په وروسته برخه کي مي هغه اعتراضونه راخیستي کوم چي پر ده موجود وه او بیا مي ورته دده له خولې څخه جواب ویلی.

مولانا مودودي د ۱۳۲۱ه ق کال د رجب د میاشتي په دریمه چي د ۱۹۰۳ م سره سمون خوري نړئ ته تشریف راوړی، هغه سمدستي د ځوانۍاو عقلاني مرحلې ته په رسېدلو سره د مسلمانانو د حقوقو مبارزه پیل کړه ځکه هغه وخت مسلمانان په ډېر غم ځپلي حالت کي قرار درلود ، په اسلامي نړۍ کي یو واحد خلافت او حکومت شتون نه درلود، عثماني خلافت فقط په نامه باندي پاته ؤ په ۱۹۲۴م کي د مصطفی کمال اتاترک تر واکمنۍ وروسته د مسلمانانو د وحدت دا ډېوه هم مړه سوه او په ۵۸ هیوادونو باندي ووېشل سول، هندوستان هم د انګریزي استعمار تر لاس لاندي اداره کېده، د ولسونو ترمېنځ ئې د کرکي او نفرت تخم شیندئ او د مسلمانانو له مېنځ څخه یې داسي لاسپوڅي غلامان راپیداکړل چي د اسلام تر شعار لاندي به یې استعماري افکار او تبلیغات کول، مسلمانان به یې نور هم پر ډلو او فرقو وېشل د هغوی د لیري ساتلو کوښښ به یې کاوه او د یوه پوه او هوښیار قائد د قیادت مخنیوی به یې کاوه. چي ښه نمونې یې د میرزا غلام احمد قادیاني قادیانیت، د کانګرس ګوند او داسي نور ګوندونه ؤ چي له یوې خوا یې مسلمانان نور هم پخپل مېنځ کي وېشل او بلي خوا بیا استعمار ته وفادار غلامان ول.

په هندوستان کي د برتانوي سیاست لومړی بوی د کانګرس ګوند مېنځ ته راوستل ؤ، هغه هندوان او مسلمانان دواړه (هندوستانیتوب) ته راوبلل ترڅو ټول هندوستانیان د یوه فکر پابند وي.

همدارنګه په دغه حساسه زمانه کي زیاتره اسلامي علماء هم د استعمار ښکار سوه،د سائنس او غربي پرمخ تللیو علومو له پوهي څخه عاجز وه، او نه یې سوای کولای چي د نوو مسائلو سره مسلمانانو ته کومه مناسبه او معقوله لار وښيي، استعمار هم خپله پخوانۍ او کرغېړنه مقوله تکراروله چي ویل به یې ((مذهب د سائنس ضد دی او د پرمختګ په لار کي تر ټولو ستر خنډ دی، که اسلامي ملت ترقي کول او د ژوندانه په ډګر کي مخکي تلل غواړي نو باید د غرب په لار روان سي یعني (له دین څخه دي لاس واخلي او بې دیني ته دي غاړه کښيږدي) دین د الله ﷻ شی دی او وطن او خاوره د ولس)).

نوي تعلیم یافته او په عصري زده کړو سمبال کسان هم ددې فتنې ښکار سول او اسلام ته یې په همدې سپکه سترګه کتل یعني : اسلام د پرمختګ او سائنس ضد او نه خوښوونکی، او دین یعني د وروسته پاتي والي ستر لامل چي د ژوندانه په ډګر کي هیڅ ارزښت نلري.

تر دي چي یوې ډلي په ډیري سپین سترګۍ سره داسي وویل : د مسلمانانو د زوال او بیرته پاتي کېدو اساسي لامل همدا اسلام دی.

په همداسي نازک او لطیف حالت کي مولانا مودودي خپل مبارزه پیل کړل ، تر هرڅه دمخه یې د اسلام ژوره مطالعه پیل کړه، په کورنۍ کي به یې پلار هم تل ورته د اسلامي علومو او تاریخ د مطالعې توصیه کول، کله چي به سید صاحب اسلامي تاریخ مطالعه کاوه نو یو بل ډول حالت به یې غوره کاوه، د هغه وخت قوي، پرمختللي، صنعتي، سائنس پوه، مجهز او تر واحد قیادت لاندي مسلمانان به یې د اوس وخت له کمزورو، شاته پاته، بې صنعته، نورو ته اړ او پر ډیرو لارو وېشل سوو مسلمانانو سره پرتله کول چي دې حالت به ډېر ځوراوه.

چي مولانا تر اوږدې مطالعې وروسته د اسلام د عظمت او لوړتیا نښه ولګېده او په دې پوه سو چي اسلام یوازي ټولي نړۍ ته د نېکمرغۍ پیغام ورکوي، او دا سائنس او ټکنالوژي چي غرب ورباندي ځان ډېر سرلوړی او فخر ورباندي کوي د همدې علومو د استادۍ ویاړ مسلمانان په غاړه لري.

استاد مصطفی محمد طحان پخپل کتاب (القیادة في العمل الاسلامي) کي د سید أبوالأعلی مودودي په هکله لیکي : ((د انسان عبقریت او سترتیا د ژوندانه له لمړیو شپو ورځو څخه په ښکاره کېدو پیل کوي، له همدې کبله موږ ګورو چي سید له همغه کوچنیتوب له وختونو ځني داسي ستر کارونه سرته ورسول چي په عام ډول دغسي کوچنیان ئې سرته نسي رسولاي، د وخت سره سم چي څنګه هغه رالويېده د هغه امتیازات هم په راښکاره کېدو سول، ترکومه ځایه چي د هغه غربي شخصیتونو سوال دی چي د ژوندانه په لمړیو شپو ورځو کي غبیان او کم ذهنه ؤ خو چي رالوي سول نو د هغوی ذهانت او عبقریت راښکاره سو نو د هغوی د دې کیفیت تعلق د مطالعې سره دی د عظمت او قیادت سره هیڅ اړیکي نلري)).

په کوچنیوالي کي هم هغه د یو ممتاز شاګرد په حیث پاته سوی ؤ، سید أبولاعلی مودودي به د ۱۳ کلونو ؤ چي مقالې به یې لیکلې او تقریرونه به یې کول، په همدې خاطر د استادانو پام هم و ده ته ور اوښتئ ؤ.

د پنځلسو کالو په عمر کي د بجنور څخه د خپرېدونکي یوه اخبار مدیر سو، خو حکومت همدغه اخبار د خپرولو څخه بند کړ، سید هم خپل فعالیتونه د مسلمانانو له خیریه تنظیمونو سره پیل کړل، تر دې هم وروسته یې د خپلي کورنۍ په مرسته د جیل پور څخه د التاج په نامه اوونیزه جریده پیل کړل او له څه وخت وروسته یې همدا التاج اوونیزه جریده په ورځپاڼه بدله کړل او د همدې ورځپاڼي د مدیر په حیث مقرر سو، نو پدې وخت کي چي ده کومي مقالې او یا سرمقالې د همدې ورځپاڼي لپاره لیکلي وې هرومرو یې سیاسي رنګ هم درلودی او د خلافت د بیا راژوندي کولو لپاره یې پکښي هڅي کولې نو ځکه حکومت دا وار دا هم ونسوای زغملای نو ورځپاڼه یې بنده کړه او عمومي مدیر یې محاکمه کړ.

تر دې وروسته هغه ډیلي ته ولاړی او هلته د هند د جمعیة العلماء سره یو ځاي سو، هلته یې هم د یوه اخبار چلول پیل کړل او له څه وخت وروسته یې دی عمومي مدیر هم وټاکل سو، خو وروسته همدا ورځپاڼه هم بند کړای سوه، بیائې د مولانا احمدسعید سره یوځاي د جمعیة العلماء هند په نوم یو اخبار خپرول پيل کړل، سید مودودي صاحب په یوه سر له کال (۱۳۴۳ه) څخه تر (۱۳۴۷ه) پوري دغه اخبار په پوره بریالیتوب سره وچلاوه.

لدې وروسته د مودودي صاحب د ژوند کړاوونه شروع کیږي، د هغه د پلار صحي حالت خراب سو او هغه مجبور سو چي پخپل کم عمر کي اقتصادي فعالیتونو ته لاس واچوي، هغه خپله پدې اړه داسي وايي : د ژوندانه شپې او ورځي په کراره تېرېدلې، د امید څرک لا پسي تیت سو، د ژوندانه ترخه حقایق په عملي شکل راښکاره کېدل پیل سول، یو نیم کلني تجربې ماته دا وښودل چي د ژوندانه تېرولو لپاره د انسان په مخ کي له مبارزې څخه پرته بله لار نسته، الله تعالی ﷻ په ما باندي د څه لیکلو د صلاحیت پیرزوینه کړېوه ما د پرله پسې مطالعې او تحقیق له لاري خپل دغه صلاحیت ته لا پسي وده ورکړه او همدغه وخت ما دا پرېکړه وکړه چي د خپل قلم له لاري به خپله روزي لاسته راوړم.

خو مګر هغه هیڅکله هم د روزي د لاسته راوړلو او یا پیسو ګټلو ته اولویت ورنکړ هغه دقلم له لاري د مسلمانانو او خپل ملت لپاره مبارزه پیل کړه او عمر یې تر ۲۰ کلنۍ زیات نه ؤ چي په کتابونو لیکلو یې پیل وکړ.

دا د انسان فطرت دی چي آشنا افکار او نظریات او مشهور شخصیتونه په ذهني طور سره قبلوي خو که کوم کم عمره زلمی ښه خطیب او د لري لیدونکي نظر څښتن وي نو خلګ د هغه منلو ته تیار نه وي او د حال په ژبه همدا وائي چي دا دده مقام ندی بلکه دا د یو مشر او پوخ عمره سړي کار دی، خلیفه عمر بن عبدالعزیز هم داسي یوه خبره د خپل قوم یوه زلمي ته کړې وه چي : اې ماشومه ! دا ډول خبري او کارونه خپلو مشرانو ته پرېږده ! نو هغه ماشوم ورته ځواب ورکړ چي که په چارو پوهېدنه په عمر پوري اړه ولري نو بیا خو ته ووایه چي د خلافت زیات حقداره څوک دی- ته یې او که تر تا د زیات عمر لرونکي تجربه لرونکی خلګ، تر تا خو زیات مشران سته نو بیا ته کشر ولي خلیفه ئې. ددې نوي زلمي سید مودودي په هکله هم د خلګو نظریات او خیالات همداسي وه، په داسي حال کي چي هغه د ۲۰ کلنۍ تر عمره پوري د هندوستان پدې توره او خطرناکه دوره کي د پنځه اسلامي او سیاسي اخبارونو د مدیریت چاري په ډېره ښه او بریالیتوب سره سرته ورسولې.

د سید صاحب د پلار له مړیني وروسته ئې مشر ورور د کور د چارو سرپرست ؤ، د حیدر آباد د عثمانیه پوهنتون لخوا څخه چي کله سید ته یو ستر منصب ورکړل سو، او مولانا ئې په منلو کي زړه نازړه ؤ نو مشر ورور ئې ورته وویل:

خپلو شخصي چارو ته توجه وکړه، ټول امت د ذلت، زوال او نا امیدئ سره مخ دی په دوی کي عزم او حوصله پیداکول د کوم یوه انسان د وس خبره نده، پداسي حال کي چي په امت کي د اخلاص، سرښندني او قربانۍ هغه کمه جذبه هم نسته.

د مولانا د کورنئ دغه دریځ یو فطري دریځ ؤ، داسي ډېره کمه پیښیږي چي دعوتګر مبارز ته دي د خپلي کورنئ د کسانو لخوا امداد او کومک ورکړل سي، خو سید په خپل عزم او اراده کي ډېر کلک ؤ، سمیر عبدالحمید ابراهیم په خپل کتاب ((ابوالأعلی مودوي: فکره و دعوته)) کي راوړي چي سید به داسي ویل: دا د وخت ضایع کولو زمانه نده ، زما پخپلو ولولو او خیالاتو باندي پوره یقین دی، زما په آواز کي عزم او اخلاص دی، نن سبا امت د خپل ژوندانه له ډیري نازکي مرحلې څخه په تېرېدو دی زه وینم چي د طوفان وریځي ئې په سر تیریږي او ددې طوفان خطرې او مصیبتونه به د (۱۸۵۷م) له طوفانه څخه څو چنده زیات وي.

مولانا أبوالأعلی مودودي د خپلي مبارزې په ترڅ کي له داسي یوه حالت سره مخ سو لکه څنګه چي سرور کائنات ﷺ ورسره دخپلي مبارزې په ترڅ کي مخ سوی ، کله چي رسول الله ﷺ د صفا د غونډۍ پر سر خپل قوم د الهي عذاب څخه وویروئ او هغوی یې د واحد ذات و بندګۍ ته دعوت کول نو ددې پرځاي چي هغوی دده دې دعوت ته لبیک ووائي بلکي رسول الله ﷺ پوري یې پسخندونه ووهل او ټوکي به یې پرې کولې، مولانا هم همداسي ؤ ددې پر ځاي چي د هندوستان ویده ولس دده دعوت ته لبیک ووايي، سید دعوت ته یې په سپکه وکتل.

انسان په خپل شخصي ژوند کي یو ډول مهارت پیداکولای سي ، یعني یا به ډاکټر وي یا به انجنیر وي یا به نطاق وي یا به ښه سرتیری وي او یا به هم بهترین لیکوال وي، خو د قیادت لپاره دا ضروري ده چي باید همغه شخص هر اړخیز شخصیت ولري او ددې لپاره چي قائد د خپل قوم لارښوونه کوي او د پرمختګ پر لور یې روان کړي نو باید هغه قائد هم د ډول ډول مهارتونو څښتن وي او د ژوندانه په ټولو اړخونو ښه پوه او آګاه وي، یعني د یوه بریالي قائد لپاره دا ټول اوصاف ضروري دي.

سید مودودي صاحب هم دداسي صفاتو لرونکی ؤ: ادیب و، لیکوال و، یو ښه مقرر و، او په لیکنه کي یې مهارت خو له ورایه معلومېدی.

نور بیا …..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سکران

مولوي مودودي په کومه مدرسه کښې دیني علم حاصل کړے و دا پته يې نشته. کانګرس سره د دېوبند د عالمانو اتحاد و. د مودودي زامن او لوڼه ټول ديني علم نه لري او پلار ورته دیني علم ورکړو. هو! عصري علم يې ورکړو چې اوس ….

www.masoomprinc167@gmail.com

سلام علیکم د روژې د مبارکې میاشتې د مغفرت د شپو دنن. ټکی اسیا ټولو کار کوونکو ته د زړه له کومې مبارکی وایم بعد له سلامه دا ډیر ښه وسول چې د تبصرې ځاﺉ مو بیرته کې جوړ کړو رابه خپلې خبرې ستاسو دا معلوماتو څخه یوه نړۍ مننننننه دا ځکه چې د مودودی په اړه ما خپله هم غلط معلومات ترلاسه کړی و

عبدالمالک همت

دروند ورور احمد مدثر صاحب! السلام عليکم ورحمة الله ! ښه موضوع دي را اخېستې ده. ليکنه او معلومات مې دې ډېر خوښ سول. زه هيڅ سياسي يا فکري جريان ته منسوب نه يم ، د مولانا صاحب مودودي رحمة الله عليه د ځينو خبرو سره هم موافق نه يم، خو دا منم چې د مدرسې يا پوهنتون په لوستو کسانو کې د مولانا صاحب غوندې کسان بېخي لږ دي. دی رحمه الله له علما و مشاهير بلامدارس څخه بلل کېږي او په دغو کسانو کې ډېر د کار خلک رامنځ ته سوي دي. د مولانا صاحب سره ځينو حسادت… نور لوستل »

افغان

سکران صاحب ، که دی لیدلوری اسلامی وی پورتنی تبصره دی په دی ډول نه لیکله. سکولریستان د هغه په اړه ستاسی په شان ورته څه لیکی ، د حق او باطل جګړه کی هر څوک خبل مخالف محوه کوی تاسی نه ملامتووووو

جهادمل غزنوي

د خدای په بندګانو کې د مودودي کاکو صفت کول په دې فرض روژه کې دخوند کار نه دی ، الله تعالی دي ورسره ښه وکړي

الحاج استاذ بیانزی

دا سمه ده چه د پاکستان په ځینو اسلامی ګوندو حتی جماعت اسلامی لکه د اسلامی امارت حساب کول به سمه خبره نه وی، مګر د تش په نامه جهادی رهبرانو ډیر ښه دی لږ تر لږه فرهنګی مبارزه خو کوی . په ټوله کی ټول اسلامی ګوندونه د ( وعتصمو بحیل الله جمیعا و لا تفرقو …) سپیڅلی ایت څخه سرغړونه کوی چه کبیره ګناه ده ) خو امارت اسلامی د طالبانو د نظام نوم وو او دی هغوی په دی نامه ګوند نه لری. نو سرغړونه یی نه ده کړی. مګر د مودودی رح اسلامی او علمی شخصیت… نور لوستل »

غ.حضرت

سلام علیکم. د دین علماء ( البته زموږ دین) د ډول ډول دریځونو درلوونکی دی، ځینی ئې په سیاسی جغرافیا کی او ځینی ئې په فکری جغرافیا او ځینی ئې په تاریخی جغرافیا کی مطرح اشخاص دی. مرحوم مودودی صاحب که څه هم په یوی خاصی جغرافیا کی متولد او لوی شوی ؤ او افکار او عقائد ئې هم د هند د وخت د خاصو شرائطو پر اساس تنظیم شوی وه خو سره لدې په یوه نسبتاً لویه فکری او عقیدتی جغرافیا کی د پاملرنی وړ ؤ خصوصاً اخوانی افکار د هغه مرحوم د مبارزاتی افکارو تر اغیز لاندی راغلی… نور لوستل »

سلامت خان

دري دېرش کاله مخکې د ابتدايي طالبۍ په وخت مې چې په ځينې مدارسو کې چې په يوه خاص فکري جريان پورې تړلې وې درس وايه نو ما هم په مولانا مودودي مرحوم پسې له ځينې خلکو ډېرې بدې ردې اورېدې، او کله کله به مې لا ورسره بدرګه هم کړې،خو کله جې د فکر او عمر په لحاظ يو څه رالوی شوم او د هغه په اړه مې د اسلامي نړۍ د لويو علماوو لکه ابو الحسن علي ندوي رحمه الله، مولانا منظور نعماني رحمه الله، مولانا رفيع عثماني حفظه الله د ايران د اهل سنتو د مشر عالم… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

سلامت خان صاحب ،الله ج دی اجرونه درکړی زما د زړه خبری دی لیکلی ، زما هم دا نظر دی چه مودودی صاحب پیغمبر نه دی چه معصومیت ولری امام ابوحنیفه صاحب فرمایی چه که زما فتوی د قران او صحیحیه احادیثو سره په ټکر کی وی په دیوال یی وولۍ مودودی صاحب به هم ځینی خطاوی کړی وی . لکه غلام حضرت صاحب چه لیکلی چه د دوه خویندو سره نکاح جواز او داسی نور ، د دوه خویندو چه دواړه ژوندی وی نکاح کول حرمت په قران کی فکر کوم ثابت شوی فکر نه کوم چه مودودی صاحب… نور لوستل »

حامد

په رښتیا چي سید أبوالأعلی مودودي د کفارو په سترګو کي یو لوی اغزی ؤ….
الله جل جلا له دي یې جنت الفردوس نصیب کړي

مهاجرمدثر

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

محترمو

هر څه چي خپروۍ یوار یې ښه څیړنه او شننه کوۍ،
نو لیکنه به مو کره وي

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx