fbpx
fatwa

د افتاء اصول / لومړۍ برخه

ليکنه او را ټولونه :م. حمد الله دانشمند

“فتوی”په فتحه (زبر)د “فا” سره مشهور دی، په ضمه (پېښ) د “فا” سره هم ويل کېږي. د “فتوی” او “فتيا”دواړو جمع “فتاوي، فتاوی” راځي. فتوی په لغت کې د يوې پوښتنې د ځواب په مانا (معنی) ده، بيا که تر شرعي پوښتنې تړاو ولري، کنه. لکه په دې ايت کې { يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِنْ كُنْتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ} [يوسف: ۴۳] ژباړه: اې زما د حکومت غټانو ماته فتوی (ځواب) زما دخوب راکړئ، که په رښتيا د خوبونو تعبير کوونکي يئ.

{ يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنْبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ الاية} [يوسف: ۴۶] ژباړه: اې يوسوفه، اې ډېر ريښتينې مونږ ته فتوی (ځواب) راکړه د اووو(۷) غواګانو په اړه چې وخوري دوی اووه (۷) ډنګرې غواګانې، او اووه شنه وږي وي، اووه نور بيا وچ وي .

{قَالَتْ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنْتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ} [النمل: ۳۲] اې د حکومت غټانو ما ته فتوی(ځواب) راکړئ زما په امر کې، زه نه يم فيصله کوونکې ديوه حکم ترڅو تاسو حاضر نه يئ.

د اصطلاحي مانا(معنی) له پلوه بیا د يوې شرعي پښتنې ځواب ته “افتاء” ویل کېږې، لکه چې په الهي سپېڅلي کتاب کې راغلي:

{يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلَالَةِ} [النساء: ۱۷۶]

ژباړه: دوی فتوی غواړي له تانه (اې محمد صلی الله علیه و سلم) د “کلالې” په اړه، ته ورته ووایه: الله پاک تاسو ته فتوی د رکوي د کلالې په اړه.

{وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاءِ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ} [النساء: ۱۲۷]

ژباړه: دوی فتوی غواړي له تانه (اې محمد صلی الله علیه وسلم) د ښځو (او د هغوی د میراث) په اړه، ته ورته ووایه: الله پاک تاسو فتوی درکوي د هغوی په اړه.

دا راز په دې معنی نبي علیه السلام مبارک هم ډېر ځله په خپلو مبارکو احادیثو کې استعمال کړې، لکه چې فرمایي: (اجرؤکم علی الفتیا اجرؤکم علی النار) [الدارمي: ۱/ ۱۷۹]

ژباړه له تاسونه په شرعي فتوی ورکولو زړور شخص، په اور زړور دی.

دا مهال د فتوی اصطلاحي (شرعي) تعریف او پېژاند باید داسې وشي: (الجواب عن مسئلة دینیة) یعنې له دیني پوښتنې ځخه ځواب ورکول فتوی بلل کېږي ترڅو “اعتقادیات” او د احادیثو په اړه پوښتنې ته هم ور شامل شي.

که لوړ په لیکه آیتونو ته سړی ځير شي؛ نو د فتوی، مفتي او مستفتي د شان عظمت ( ستروالی)، اهتمام به ورته له ورایه څرګند شي او هم به ومومي چې فتوي له شرعي امورو پرته هم په سترو امورو او کارونو کې کارول شوې.

یوه اړینه یادونه: د ننني عصر مفتیان حقیقي مفتیان نه دي؛ ځکه د حقیقي او مستقل مفتي له شروطو اجتهاد هم دی، بلکې ننني مفتیان د خپل امام د اقوالو ناقلین او مجازاً مفتیان بلل کېږي.

(وقد استقر رأي الأصوليين على أن المفتي هو المجتهد فمن يحفظ أقوال المجتهدين فلیس بمفت والواجب عليه إذا سئل أن يذكر قول المجتهد كأبي حنفية على جهة الحكاية…)

[ابن نجيم، سراج الدين، النهر الفائق شرح كنز الدقائق، ٦٠٢/٣]

(اصول الافتاء و ادابه: ۱۱-۱۲ مع زیادة و اختصار ما)

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د