په ټولنه کې دبديو مخنيوي د چا کار دی؟

ليکوال: منيب الرحمان رحماني

د يو طرف نه په هيواد کې امنيتي حالت د ډاډ وړ نه دی،همدي حالت په ټولنه کې يو ګډوډي بې باوري رامنځته کړې او زموږ د ځوریدلي ولس حضور یې د منځه وړی.

په ټولنه کې فقر او بيکاري خپل اوج ته رسېدلي،زموږ ټولنه داسې ټولنه هم نه ده چې د لوړ علم او پوهې خاونده وي،په داسې يوه ټولنه کې فقر چې ورسره امنیتي وضعیت داسې وي چې هره هفته مو د خلکو په کورونو د وير وريځې خورې وي،نو د خلکو حوصله،ددرک او تحقیق کچه هم کمه وي او ددې په اساس په خپلو ډېری پریکړو وروسته پښېمانه وي،خو يو ځل د ګډوډي او نارامي سبب شي بيا وروسته پیښمانه شي چې د تکرر چندان ګټور کار نه دی.

دا کار اوس تر ډېره د فېسبوک په نړی کې کېږي،په تېره بيا حکمونه،قضاوتونه حتئ تکفيرونه کېږي،دا کار ډېر زيات خطرناک دي،په تېره بيا داسې چې يو طرف ځان د اسلام نماينده بولي يا ځان طالب طرفدار بولی او خپل حکمونه چې کوي نو مقابل طرف دا داسې درک کوي چې دا اسلامي سخت دريځي دي يا فکر کوي دا د طالبانو د امارت ذهنيت او لاره ده.

مقابل طرف بيا د محافظه کار ذهنيت او يا طالب طرفدارو له طرفه داسې درک کېږي لکه هغه چې کلک دیموکرات وي او حتئ د اسلامي نظام او دين خلاف وي،چې دا پخپله هم د تفرقې هم د غلط فهمي سبب کېږي.

د ډېری حکم ورکونکو فکر شايد د پيغمبر ص ددې حديث څخه سرچینه واخلي چې وايي : که تاسې يوه بدي وليده نو په لاس یې مخنوي وکړي که مو دا نشری کولی په خوله يیې مخنيوي وکړي که مو دا‌هم نشوی کولی په زړه کې نفرت او يا بعض ورسره وکړي چې دا د ايمان ټيټترينه مرتبه ده.

البته دا بعض هم بايد د هغه ګناه سره وي نه د شخص سره که هغه خوي یې پرېښود بايد ورور وګڼل شي.

په ټولنه کې چې کوم بد کارونه کېږي ددې د مخنيوي مسؤل په قوت سره دولت،په ژبه عالم په زړه د ټولنې نورمال وګړي دي.

که د نورمال وګړي په ژبه د چا د اصلاح کوشش وکړي نو يو جاهل به د يو عالم کار کړي وي چې دا پخپله د افکارو د تخريب او لويي فتنې سبب کېږي.

که يو څوک بل فرد په ګناه وويني نو که دا قوت هم ولري چې په لاس یې منع کړي بايد دا کار ونه کړي ځکه که قوت وکاروي دا ددي څخه لويې فتنې ته سبب کیږي چي زموږ غوندي يوه ټولنه کې چې دښمن مو په زړه کې پروت دی دا يوه توره په لاس کې ورکول دي چې په ټولنه کې د نفاق،تفرقی اور بل کړی حتی د خلکو په نزد اسلام يو سخت د تشدد ډک دين معرفي کړي.

د ايمان ضعيفيت هم د هغه چا لپاره دي چې وس یې نه رسېږي دلته وس شته خو د لويې فتنې وېره ده بل دا چې دولت قوت، عالم ژبه او موږ عادي خلک به زړه کې بغض کارو.