څلوریځي – محمد علي عمري

دپیغلتوب یې عجب دوران وو
په مين زړه کې دهغې ځان وو

تندی وهي اوس تل په څپيړو
چي تللی عمر جانان جانان وو

څلوریځه

زما وطنه په تاڅه کيږي
دښمن دې نورهم پسې زياتيږي

پردي خو څه کړې داستابچي اوس
په جنګ اخته دي اونه ګواښيږي

څلوریځه

ترڅوبه بېل يو له خپل صنمه
جنګه نور ورک شه زموږ له وطنه

په پاکستان کې دی ژوندون داسي
لکه پرې شوی سرله بدنه

څلوریځه

پړانګه په زورخو ډير زورور یې
دمينې پښو ته بيا خاکستریې

دلته ستا زورهم هیڅ نه چليږي
دلته به سپک ته دمچ وزر یې

څلوریځه

داژوند خو هسي يو ډرامه ده
دچاله خوا او چاته خفه ده

څوک یې نیولی سم دم ترستونکي
چاته دپیغلې دمخ آينه ده

مسلم باغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د