fbpx

واشنګټن: افغان سفارت کې پیسې غلا شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولی، ۱۳۹۷ل):  ارګ ته نژدې ځینو رسنیو د یاد سفارت د چارواکو له قوله ویلي چې په سلګونو زره امریکايي ډالرغلا شوي دي.

د سرچینو په وینا د سفارت لومړي سکرتر مصباح الحق عیني په سلګونو زره هغه ډالر خپل شخصي اکاونټ ته اچولي چې د پاسپورټ کتابچې، وکالت خطونو او نورو حقوقي اسنادو د جوړولو په بدل کې له افغان وګړو څخه اخیستل کیږي.

سفارتي چارواکي له افغان مراجعینو او هغو بهرنیانو څخه چې یا افغانستان ته د تلو لپاره ویزي اخلي او یا هم نور اسناد لیږي؛ یوه اندازه ټاکل شوی فیس اخلي چې باید د حکومت خزاني ته واچول شي، ولي د افغان سفارت دغه لومړي سکرتر یادې پیسې چې د مني ارډر په نامه ( امریکايي چکونه) له مراجعینو څخه ټولیږي خپل بانکي حساب ته اچولي دي.

د سفارت یو بل مامور مجیدقرار هم د ټولنیزو شبکو پرپاڼو دغه رسوایي تأیید کړي او ویلي يي دي چې دوي لا له وړاندي پلازمینه کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه راپور ورکړی وو، مګر سفارت یې په باب نه یوازي دا چې هیڅ راز ګام نه دی پورته کړی. بلکي د پیسو پټوونکي کس ته یې ترفیع هم ورکړي.

مجید قرار ویلي، د سفارت دغه لومړی سکرټر د سفارتي او دیپلوماتیکي اصولو په باب هیڅ راز پوهاوی نه لري، په وینا یې دا سړی له دې امله ګمارل شوی چې د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه سره نژدې اړیکي لري.

تر اوسه پوري افغان سفارت د دغو غلا شویو پیسو دقیقه شمیره نه ده ښولي او نه هم په رسمي ټوګه د دغې رسوایي پخلی شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د