fbpx

د اذان تاريخ

عبدالمالک همت

څنګه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړ او هلته په ډاډه زړه ځاى پرځاى سو، ټول مهاجر هلته ورسېدل، د انصارو ټولنيز نظام ټينګ سو او د اسلام مقدس دين پياوړتيا وموندل نو
د لمانځه نظام رامنځته سو، زكات او روژه فرض سول، حدود جاري سول او د حلالو او حرامو په هكله يو په بل پسې آيتونه نازل سول.

مدينې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسېدو په لومړي کال او د نبوي مسجد تر جوړېدو وروسته خلك لمونځونو ته د هغو د وختونو له اعلانولو پرته ټولېدل. بيا په دې هكله مشوره وسوه. ځينو لمانځه ته د خلكو د ټولېدو لپاره د ناقوس ( يو ډول غټ فلزي زنګ ) د ږغولو، ځينو د اوربلولو او چا هم د بوق ( تروم)  وهلو مشوره وركړه. حضرت عمر رضي الله عنه وړانديز وكړ چي يو سړى دي په بازارونو كي په لوړ ږغ ” اَلصَّلَاةُ “ وايي. رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه وړانديز خوښ كړ او حضرت بلال ته يې حكم وكړ چي پاڅه او ناري كړه چي ” اَلصَّلَاةُ “ . ځيني وايي چي هغه به په لوړ آواز د ” الصَّلَاةُ جَامِعَةٌ “ په ويلو سره خلك لمانځه ته بلل. نو كله چي قبله له بيت المقدس څخه د كعبې پر لوري وګرځېده رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه د اطلاع په هكله بيا د خلكو سره مشوره وكړه. په دې هكله ځينو د بوق ( تروم ) د استعمالولو مشوره وركړه. خو هغه وفرمايل :« دا د يهودو شعار دى » . چا د ” ناقوس “ د شرنګولو سلا وركړه. خو هغه وويل : « داخو عيسويان كاروي ».

بالاخره په داسي حال كي چي خلكو په دې هكله ډول ډول چورتونه وهل، د بن خزرجو د بنو حارث د قبيلې يوه سړي حضرت عبد الله بن زيد بن ثعلبه بن عبدِ رَبِّهِ رضي الله عنه ته په خوب كي د اذان ويلو طريقه وويل سول. هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغي او ورته عرض يې كړل : اى د خداى رسوله ! برايي مي خوب ليدى چي يو سړى مى مخ ته تېريږي او زنګوله يې په لا س كي وي. زه ورته ووايم چي دا زنګوله خرڅوې؟ هغه راته ووايي : په دې څه كوې؟ زه ورته ووايم: په دې خلك لمانځه ته خبروم. هغه ووايي : زه به تا ته تر دې ډېر ښه شى در وښيم. ماورته وويل : ويې وايه. هغه وويل : داسي ووايه : اللَّهُ أَكْبَرُ( څلور واره ) أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ( دوه واره ) أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ (دوه واره ) حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ ( دوه واره )  حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ ( دوه واره ) اللَّهُ أَكْبَرُ ( دوه واره ) لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ ( يو وار).

څنګه چي هغه دغه خوب ووايه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : «إِنَّهَا لَرُؤْيَا حَقٌ -إِنْ شَاءَ الله- فَقُمْ مَعَ بِلَالٍ فَأَلْقِهَا عَلَيْهِ؛ فَإِنَّهُ أَنْدَى صَوْتًا مِنْكَ» (رواه أبو داود).

ژباړه:  دا خوب حق دى ان شاء الله. ته د بلال سره ودرېږه، ته يې ورته وايه، هغه به په دغو كلمو اذان وكړي، ځكه چي د هغه آواز ستا تر آواز جګ دى ».

كله چي حضرت بلال رضي الله عنه په دغو كلمو اذان وكړ نو حضرت عمر رضي الله عنه په كور كي واورېدى او سمدستي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغى او ورته عرض يې كړه : اى د خداى نبي ! په هغه ذات لوړم چي ته يې رشتيانى نبي رالېږلى يې چي ما هم دغسي خوب ليدلى دى. د دې سره سم رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« فَلِلَّهِ الْحَمْدُ »  كتابونه وايي چي په دې هكله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وحي هم وسوې.

په يوه روايت كي دي چي حضرت بلال د سهار په اذان كي ( دوه واره)  ” الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنْ النَّوْمِ “ هم ور زيات كړه او رسول الله صلی الله عليه وسلم امر وكړ چي د سهار په اذان كي دي دغه كلمې تل ويل كيږي. د سهار په اذان كي د دغو كلمو ويل په مرفوع روايت ثابت سوي دي. خو ځيني وايي چي د حضرت عمر رضي الله عنه مؤذن د سهار د لمانځه اذان كاوه چي هغه يې بيده وليدى. نو يې دغه الفاظ دوه واره په اذان كي وويل. بيا حضرت عمر امر ورته وكړ چي دغه الفاظ دي تل د سهار په اذان كي وايي. دغه راز د طحاوي او مصنف ابن ابي شيبه او نورو له بېلو بېلو رواياتو څخه جوته سوې ده چي حضرت عبد الله بن زيد الا نصاري ته په خوب كي د اذان سره اقامت هم ښوول سوى وو او په هغه  كي يې ” قَدْ قَامَتْ الصَّلَاةُ “ دوه واره ويلى وو. ( ابن هشام ٢/١٤٠مخ ، طبقات ابن سعد١/ ٢٤٦مخ ، ترمذي١/ ٢٦مخ، درس ترمذي، ١/٤٥٨مخ او الدرالمنضود،٢/ ٩٣مخ ).

د اذان فضيلت :

۱. د قيامت په ورځ ټول هغه چې اذان يې اورېدلی وي د اذان کوونکې لپاره شاهدي وايي. حضرت ابو سعپد خدري ويلي دي چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل:

«لَا يَسْمَعُ مَدَى صَوْتِ الْمُؤَذِّنِ جِنٌّ، وَلَا إِنْسٌ، وَلَا شَيْءٌ، إِلَّا شَهِدَ لَه يَوْمَ الْقِيَامَةِ». (رواه البخاري).

ژباړه: پېرانان او انسانان، بلکې ټول شيان چې د موذن آواز اوري د قيامت په ورځ پر هغه باندې شاهدي ورکوي.    

۲. که خلک د اذان په فضيلت خبر سي، نو هر يو به کوښښ کوي چې اذان وکړي. حضرت ابوهريره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:  

«لَوْ يَعْلَمُ النَّاسُ مَا في النِّدَاءِ وَالصَّفِّ الأَوَّلِ، ثُمَّ لَمْ يَجِدُوا إِلَّا أَنْ يَسْتَهِمُوا[ الاستهام: ضرب القرعة ليخرج المستحق للتقديم] عَلَيْهِ لَاسْتَهَمُوا» (رواه البخاري).

ژباړه: که خلکو ته معلومه وای چې د اذان کولو او د جماعت د لمانځه په لومړي صف کې د درېدلو په مقابل کې څومره بدله (اجر، ثواب)ورکول کېږي، هر چا به غوښتلای چې اذان وکړي او په لومړي صف کې ودرېږي، نو په دې اړه به بله چاره نه وای بې له دې چې ايسکه پر وکړي(پچه پر وکړي) څو د ايسکي له لاري مستحق کس اذان وکړي او په لومړي صف کې ودرېږي. پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د