اسلام اباد: دلږکیو چارو دوزیر پرموټرباندی ډزی وشوی او ووژل شو

shabaz_bhatiاسلام اباد کی دپاکستان دلږکیو دچارو دوزیر پرموټرباندی نامالومو
وسلوالو ډزی وکړی.
له سیمه څخه عینی شاهدان وایی چی ډزی هغه وخت وشوی چی نوموړی له خپل کورڅخه ددندی په لور
دوتو په حالت کی وه نوموړی ډیرسخت ژوبل شویدي، اونژدی روغتون وړل شویدي

دنوموړی موټرچلونکی وایی چی شهباز بهټی ووژل شو. دپیښی له ځای سره څیرمه ځینی ورقی موندل شویدی،

او ورباندی لیکل شویدی، څوک چی ناموس رسالت ته سپکاوی کوي برخه لیک به یی همداسی وی.

پاته دی نه وی چی شهباز بټهی ته له وړاندی څخه دنامالومو کسانو لخوا دمرک ګواښ شوی وه.

دشهباز بهټی موټرچلونکی وایی چی دنوموړي دکورمخکي له یو سپین رنګه موټرڅخه څلورنفره په ډیره کراره سره

راغله اود شهباز بهټی له موټر څخه یی زه یوه میرمن اوماشومان کوزکړو، وروسته یی پرشهباز بهټی باندی ډزی وکړی

اوډزی کونکی دیو څه وخت لپاره دپیښي ځای سره تم هم شول چی ښه تسلې یی وشوه وروسته وتښتیدل .

دورقی په اخیر کی لیکل شویدی ؛ القاعده تنظیم دپنجاب څانګه

                        بخت الرحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.