fatwa

د افتاء اصول / دوهمه برخه

ليکنه او را ټولونه :م. حمد الله دانشمند

فتوی په درې برخو وېشو: “فتوی تشریعیة، فتوی فقهیة، فتوی جزئیة”.

لومړۍ(۱) برخه: فتوی تشریعیة ده: هغه دا، چې د یوې پوښتني د ځواب یا د یوې پېښې د بیان په اړه په قران/حدیث کې، په نبوي عصر کې راغلې وي، وروسته بیا عام شریعت ګرزېدلی وي.

ټول هغه آیتونه چې په “یسئلونك/يستفتونك” سره پیل شوې له همدې برخې ګڼل کېږي. دا راز به یې یوه بېلګه د حدیث په رڼا کې هم بیان کو:

(عن ابن عباس: ” أن امرأة جاءت إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالت: إن أمى نذرت أن تحج فماتت قبل أن تحج , أفأحج عنها؟ قال: نعم حجى عنها)
ژباړه: امام بخاري – رحمه الله تعالی – له عبد الله بن عباس – رضی الله عنهما – نه روایت کوي، چې نبي علیه السلام مبارک ته یوه ښځه راغله، ورته یې کړه: زما مور په ځان نذر ايښی و، چې حج به ادا کوي؛ خو هغه وړاندې له دې چې حج ادا کړي و مړه، ایا زه ځيني حج کولی شم؟ هغه علیه السلام مبارک ورته و فرمایل: هوکې! حج ځيني وکړه.

د فتوی د دې برخې دروازه له نبوي رحلت سره سم وتړل شوه.

دوهمه(۲) برخه: فتوی فقهیه ده: هغه دا چې یو فقیه یې په ځانګړې پېښه کې د یوې پوښتني ځواب څرګند نه کړي، بلکې هغه د تفریعاتو د راغو
نډولو په لټه کې وي، یا د یوې عامي پوښتني ځواب ووایي، تر یوې ځانګړې جزئيې پوري تړاو و نه لري، دا نو د هغه فقیه دنده ده، چې د فقهي مسلو د را یو ځای کېدو په لټه کې وي؛ نو هغه یو لړ مسلې په ذهن کې انځور کړي کوم چې د هغوی په اړه ترې پوښتنه نه وي شوې، بیا د هغوی حکم له شرعي ادله و نه را وباسي، وروسته ورته د کتاب/رسالې بڼه ورکړي. یا د یوې فرضي پوښتني په اړه ځواب ورکړي، دبېلګې په ډول: څوک ترې پوښتنه وکړي: (که یو سړی ښځې ته ووایي: رخصت مې کړې، د دې څه حکم ده؟) کومه معلومه پېښه نه وي.

درېیمه (۳) برخه: فتوی جزئیه: هغه ده، چې مفتي د یوې ځانګړې او معلومې پېښې په اړه ځواب ورکړي؛ خو د فقهي کلیه قاعده پرې تطبیق کړي، د بېلګې په ډول یو سړی مفتي ته راشي، ورته کړي: “زما پلار وفات شو، شاته ترې مور، پلار، ښځه، یو زه او زما یوه خور پاتې شول، اوس به له هغه نه پاتې مال څنګه وېشو؟”

د فتوی/افتاء زیات استعمال په همدې برخه کې ده، که څه هم په فتوی فقهیة یې هم کله کله اطلاق کېږي.
ـــــــــــ
یادونه: د مصر د دار الافتاء په یوه احصائیه کې د ځینو حنفي فقهاؤ – رحمهم الله – په قول د اسلامي فقهي فرعي مسائل: یو ملیون، یو لک، پنځه اویا زره (۱،۱۷۵،۰۰۰) په ګوته شوې؟ عبارت یې لاندي دي:

وقد لاحظ بعض علماء الحنفية تعداد فروع الفقه الإسلامى 1,175,000 (مليون ومائة وخمسة وسبعون ألف) فرعٍ فقهيٍّ.[دار الافتاء المصریة: اهمیة الافتاء] [اصول الفقه و ادابه: ۱۱، ۱۲، ۱۳]. مع زیادة و اختصار.

ـــــــــــــــ
یادونه: مفتي باید وپتيي، چې له دۀ نه پوښتل شوی صورت د کومې برخې د مسائلو په کتار کې شتون لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د