تصویر؛ بدخشان کې طالب جنګیالي

فاریاب ولایتي شورا: طالبانو یوه اوونۍ کې پینځه هاموي ټانګونه نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د فاریاب ولایتي شورا وايي، طالبانو په دې ولایت کې یوازې په یوه اوونۍ کې پینځه هاموي ټانګونه نیولي دي.

د فاریاب ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني وايي، طالبانو د شیرین تګاب ولسوالۍ په ګورزاد سیمه کې درې پوځي مرکزونه او درې نور د فیض اباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې نیولي دي.

د سرچینې په وینا طالبانو په دې جګړه کې شاوخوا ۳۲ عسکر وژلي، ګڼ نور يې ټپیان کړي او ۱۰ تنه يې ژوندي نیولي دي.

هغه وايي دوی د دې پوځي مرکزونو په سقوط سره پینځه هاموي ټانګونه او ګڼ نور مهمات تر لاسه کړي دي.

رحماني وايي د فاریاب نږدې ټولې ولسوالۍ د طالبانو تر محاصرې لاندې دي او حکومت يې یوازې پر مرکزي ودانیو واک لري.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پوځي مسؤلین هم د طالبانو بریدونه او د هاموي ټانګونو له ګوتو وتل منلي دي.

د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وايي، طالبانو درې ټانګونه بیولي خو یو بل يې د خرابېدو له امله سوځولی دی.

هغه دعوه وکړه چې په تېره اوونۍ کې يې ۳۳ طالبان وژلي او ۱۹ نور يې ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د دې ولایت پر ولایتي شورا سربېره پارلماني استازي هم د ولایت د سقوط اندېښنې نیولي دي.

څو ورځې وړاندې پوځي شنونکو هم د طالبانو له لوري د ځينې پوځي مرکزونو او ولسوالیو لنډ سقوط د هغوی د تمویل ښه سرچينه بللې وه.

د دوی په وینا طالبان د همدې لنډ سقوط پر مهال له امنیتي ځواکونو تجهیزات اخلي او مهم وسایل يې په ګوتو ورځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د