روزګان: پولیس د بانک څلور کارکوونکي وژلي او دوه نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د روزګان ځايي چارواکي وايي د نوي کابل بانک یوه ساتونکي چې د عامه ساتنې د پولیسو غړی و، د دې بانک څلور کارکوونکي وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي.

د روزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي، بریدګر افسر جمشید نومېږي او تېره ورځ غرمه مهال يې له لفظي شخړې وروسته د بانک پر کارکوونکو ډزې وکړې.

هغه وايي د ټپیانو وضعیت اندېښمنوونکی نه دی او بریدګر يې نیولی دی.

نوی کابل بانک چې د دولتي مامورنیو معاشونه هم د دې بانک له لوري ور کول کېږي، جمشید پکې د ساتونکې په توګه دنده ترسره کوله.

تر اوسه د پېښې اصلي علت نه دی په ډاګه شوی، خو د روزګان چارواکو يې علت لفظي شخړه بللې ده.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د