نظــر

د امریکا په مقابل کې دا جګړه ځکه پر مخ ځي چې پردي ځامن مري، نه د مشرانو ځامن؟

جمال ایوبي

د ژوند ټول ښه او بد د مقدر له لورې رامنځه کیږي که د یو چا په اړه نه ستړي کیدونکې تبلیغات هم ترسره شي خو په نتیجه کې به بیاهم هغه څه رامنځته کیږي چې الله جل جلاله لیکلي وي.

په افغانستان کې د امریکا له یرغل سره سم مذهبي شخصیتونو او جهادي رهبرانو پخپلو عقیدو کې یو داسې تحول رامنځته کړ چې د ملت د ګمراهۍ او نړیوال کفر د خوښۍ پیغام یې له ځاننه سره درلود، د غرب په سټیجونو باندې یې د خپلو شیطاني ژبو په ذریعه ډالري فتواوې صادري کړلې.

حقیقت دا دی کله چې په یوه انسان باندې د نفس هوا غالبه شي بیا ورڅخه شیطاني اعمال ترسره کیږي چې په کنټرول کې راوستل یې بیا دده له وسه پورته خبره وي.

د غرب په دیموکراسۍ راټول شوي پروني جهادي مشران (استاد سیاف، استاد رباني،مجددي، کشاف، پیر ګیلاني) او اوس راغلی حکمتیار صاحب د امریکا په خلاف د روان جهاد په اړه بې رنګه او خندونکي تحلیلونه کوي، د خپلو منفي کړنو د توجیه کیدلو لپاره د دې حقي مبارزې دوام په بل رنګ تعبیروي، چې په ټوله کې د ولس د تیرویستنې پېغام له ځاننه سره لري.

کابل میشت جهادي مشران داسې وایې: د امریکا په مقابل کې دا جګړه (جهاد) ځکه پر مخ ځي چې پردي ځامن مري، نه د مشرانو ځامن.

دوی ددې لپاره داسې څرګندونې کوي تر څو پدغو شیطاني جملو باندې د غیور ولس ذهنیت خپل لورې ته راوګرځوي او له حقائقو یې لرې وساتي،راځئ چې یو سپین قضاوت د دوې د منفي تبلیغاتو په مقابل کې وکړو.

که د روس په مقابل کې د رهبرانو شعارونو او بیا کارنامو ته ځیر شو نو بېله نفرتونو بله زیږنده نلري، دوې د اسلام زنده باد نعرې دومره بدرګه کولې چې ځمکه او اسمان به یې لړزوه،په مسلمانانو کې به یې د چیچن او فلسطین د ازادۍ اخستنې روحیه اچوله، خو په پای کې يې آن پخپلو کورونو کې هم اسلام عملي نکړ بلکې د اسلام خلاف کړنې به د دوې له کورونو څخه څرګندیدلې.

په حقیقت کې د دوې قبیح نیتونه ول چې افغانانو ته یې یوه داسې بدمرغي وزیږوله چې تر ننه پکې مظلوم افغانان د اور خوراک دی.

دلته پوښتنه دا ده، چې ایا د روس د اشغال په مقابل کې د کوم جهادي رهبر ځوی د هېواد سنګرونو ته د ایمان ښودنې پل پورته کړی دی؟ او یا یې مجاهد ولس په څېر کوم بچي د قربانۍ مقام تر لاسه کړی دی؟ نو ویلی شو چې د دوي دغسې ناقصې څرګندونې بې منطقه او غیر معقولي دي.

بلکې هر څه څرګند شول چې ټولو پخواني جهادي مشرانو د ملت په پاکو ایثارونو نه هیریدونکي لوبې وکړلې،هر یوه خپل ځامن په لوکسو لانکوزرونو، شاهانه محلونو، په نړیوالو او خارجي پوهنتونو ونازول او خپلو رشتدارانو ته یې د هېواد د ملي شتمنیو د چورولو دنده وسپارله، چا خپلو اولادنو ته د ماډرن لباسونو تربیه ورکرله، چا د غرب په سټیجونو د فتواوو بازار ګرم کړ او څوک د استعمار غیږې ته د احمقو څرګندونو لپاره راغلل چې مذهب یې د غربي سیاست ښکار کړ.

دا چې روس پکې مرده باد شو دا د مجاهد ولس حسن نیت او خلوص وو چې شوروي یې مرده باد کړ او پخپلو پاکو وینو یې مونږ ته ازادي راوبښله، خو بدبختانه چې د پردیو استخباراتو په غیږ کې غورځیدلو رهبرانو د ازادۍ د لمانځلو پر ځای یو بل داسې تور طوفان له ځاننه سره راوړ چې د دردیدلي ولس ستر امیدونه او هیلې یې له خاورو سره خاورې کړلي د شهید د مور لوپټه یې څیرې او د یتیم اوښکه یې په وینو بدله کړله.

دوې ریښتیا وایې چې پردي ځامن مري ځکه یې د کابل په وژلو کې د قدرت په خاطر د جګړې ادامه غوښتله ځکه چې ځامن پردي ول او درد پردی و.

خو د امریکا د اشغال په مقابل کې دا جګړه یواځې پردي ځامن نه بلکې تر څنګ یې د مشرانو ځامن هم د قربانۍ مقامونه تر لاسه کړي چې د دې ملت لپاره یې یو ژوندی تاریخ پریښود.

د طالبانو تحریک بنسټ ایښودونکی ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله د سترو ایثارونو تر څنګ د خپلې کورنۍ غړي یې هم په شهادت رسیدلي،

د طالبانو رهبر شهید ملامنصور تقبله الله چې رهبر د ستړي مزل او سالار د یو ارمانجن هدف وو هغۀ هم په هغه لاره قرباني شو چې د نورو ځامن پرې ځي

شیخ هبة الله اخوندزاده خپل نازولی ځوی د شهادت لوړ مقام ته ورسوه وروسته له څوارلس سوه کالو نه بعد یې د شهید ابن امیرالمؤمنین تاریخ را ژوندی کړ.

مولوي جلال الدین حقاني چې د صحابي یاسر (رضی الله عنه) تاریخ یې راتازه کړ او خپله کورنۍ یې د شهادت لپاره وقف کړیده خپل څلور ځامن یې د الله جل جلاله په لاره کې قرباني کړل او یو نازولې ځوی یې د وحشت په پنجرو کې د الله جل جلاله رضا حاصلوي او د شهادت لړۍ یې لا هم ادامه لري او همداسې نور په لسګونه مشران یې د کفر او د طاغوت په قفسونو کې د رب لایزال رضا د حاصلولو لپاره شپې او ورځې سبا کوي او هم یې کورنۍ د غربت په حال کې او هم په ویجاړو کورونو کې د ژوند سختې لمحې تیروي، چې همدا د مشرانو حسن نیت وي چې مونږه یوې ریښتیني ازادې ته رسوي، د تیر او اوسني جهاد تر ټولو لوې توپیر د مشرانو په اخلاص کې دی.

نو!ستاسو مکرجنې او له منافقته ډکې څرګندونې هیڅکله تاریخ ته زیان نشي رسولی، د منافقینو تاریخ له تاسو څخه ندی شروع بلکې ۱۴۰۰کاله پخوا تاریخ مونږ ته ستاسو په څیر د منافقینو له فریبه ډکو څرګندونو څخه د ځان ژغورنې خبرداری راکړې.

تاریخ به ضرور یو بل داسې سپین قضاوت د ټولو انسانانو تر مخ کیږدي لکه د خلقیانو او پرچمیانو د غلامې بدنام تاریخ یې چې د ولس تر مخ کېښود ،ستاسو دغه له فریبه ډکې څرګندونې به هېڅکله دغه پاکه او مقدسه معرکه ناکامه نکړي بلکې دغه معرکه به لا پیاوړې او د کامیابې تر منزله ورسوي،بیا به هلته ستاسو دغه پرديپالي،د عزازیل پلوي او له شیطانته ډکې خبرې د رسوائې او ذلالت په معنا راڅرګندې شي.

د عنتره دغه شعر څومره پر ځای دی:

ترجمه: که خلک راته یو تور پوستي غلام وایې، نو څه وشول؟ زه په خوي سپین او د کارنامو له لحاظه دقوم سردار یم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

برای رضایت الله سبحانه و تعالی حاکمیت نظام اسلامی، شریعت، استقلال وطن، دین، ناموس داکتر ابوبکر عمر قوماندان استشهادی ها تمام اعضای فامیل شان را قربانی نموده اند و اکثریت استشهادی های ما بهترین جوانان تحصیلکرده با ایمان و با تقوا ملت می باشند که تا دیر نشده امریکا/ناتو با طالبان مذاکره نمایند !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x