fbpx

د پېشلمي احکام او مسايل

عبدالمالک همت

قال الله تبارک وتعالی:

﴿ شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (185) ﴾[البقرة:۱۸۵]

ژباړه: رمضان هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل سوى دى. (په هغې کي الله تعالى د  قرآن په نازلېدو د قدر په شپه کي پيل وکړ). کوم چي انسانانو ته (د حق پر لوري) سرترپايه لارښوونه ده او د داسي روښانو نښانو درلودونکى دى چي سمه لارښيي او د حق او باطل په منځ کي غوڅه پرېکړه کوي. ځکه نو که له تاسي څخه (هغه) څوک (چي مکلف او روغ وي او په حضر کي وي ، يعني مقيم وي، مسافر نه وي او) دغه مياشت ومومي، په هغې کي دي (د هغې د ورځي له خوا) هرومرو روژې ونيسي. او که څوک ناروغ يا مسافر وي، نو (هغه ته د ماتولو اجازه ده) هغه دي په نورو ورځو کي د (خوړلو سوو ورځو د) روژو  شمېر پوره کړي. الله پر تاسي باندي (په خپلو احکامو کي) آساني راوستل غواړي او تاسي ته ستونزه (اومشقت) پيدا کول نه غواړي،(له دې امله تاسي ته دا طريقه ښووله کېږي) چي (تاسي په قضا سره د روژو) شمېر(يوه مياشت) پوره کړاى سئ. او (د کوچني اختر په لمانځه کي) د تکبيرونو په ويلو سره (روژه پاى ته ورسوئ او د هغه د لارښووني له امله د هغه ستر توب وستاياست) او چي (د هغه پر لارښوونه، توفيق او آسانۍ غوندي نعمتونو باندي) د هغه شکر ادا کړئ.

دادی موږ بيا د لوی څښتن په عظيم فضل او کرم سره د رمضان د قدرمنې مياشتي د روژو نيولو توفيق مومو. د دې مياشتې روژه لوی څښتن پر موږ باندې د يوې سترې موخې لپاره فرض کړې ده، نو موږ ته ښايي چې په دې مياشت کې د ډېرو ښو عبادتونو د کولو لپاره کوښښونه وکړو، ښې کړنې ترسره کړو او د روژې ټول آداب او احکام او مسايل ښه زده کړو او په عمل کې يې ښه پلي او پر ځای کړو.

د روژې د احکامو او مسايلو په اړه ښو ښو عالمانو تاسې ته ډېر څه ويلي او ليکلي دی. زه به هم دلته ستاسي لپاره د روژې د پېشلمي د احکامو او آدابو په اړه څه څرګندونې وکړم، الله دي وکړي چې ستاسي د خوښۍ وړ وګرځي.  

پېشلمی مستحب دی:

پېشلمی کول، يانې تر امساک او روژې نيولو دمخه څه خوړل مستحب او د ځينو علمای کرامو په اند سنت دي. په تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق کې وايي: اعْلَمْ أَنَّ التَّسَحُّرَ مُسْتَحَبٌّ وَقِيلَ سُنَّةٌ. (پوه سه چې پېشلمی کول مستحب دی، او چا ويلې دي چې سنت دی). دغه راز په البحر الرائق شرح كنز الدقائق کي راوړي: أَنَّ التَّسَحُّرَ ثَابِتٌ وَاخْتُلِفَ فِيهِ فَقِيلَ مُسْتَحَبٌّ وَقِيلَ سُنَّةٌ وَاخْتَارَ الْأَوَّلَ فِي الظَّهِيرِيَّةِ وَالثَّانِيَ فِي الْبَدَائِعِ.(پېشلمی کول ثابت دی او د پېشلمي کولو په اړه اختلاف دی، ځينو علماوو فرمايلي دي چې مستحب دی او ځينو ويلي دي چې سنت دی. لومړی قول فَتَاوَى الظَّهِيرِيَّةِ غوره کړی دی او دويم قول بدائع الصنائع غوره کړی دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً » صحيح البخاري : 1923 شمېره حديث او مسلم :1095شمېره حديث.

(پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت دی). او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وينا کې د«تَسَحَّرُوا» (پېشلمی وکړئ) امر د ارشاد او لارښوونې لپاره دی، نه د وجوب يا فرضيت لپاره (لکه ځينې چې ګومان کوي). داسي روايت سته چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پېشلمي پرې ايښي هم دی، نو له دې څخه معلومه سوه چې پېشلمی فرض يا واجب نه دی.  

او په دغه حديث کې له برکت څخه موخه د روژې په نيولو کې د پياوړتيا زياتوب دی. او کېدای سي موخه ځني بدله (ثواب) وي، ځکه د پېشلميانو کول د پيغمبرانو سنت او طریقه ده او په هغه څه کړنه ده چې يوازې په مسلمانانو پورې اړه لري.

يوه عالم په دې اړه ويلي دي: له دغه برکت څخه مراد دادی چې څوک پېشلمی وکړي په عمل او کار کې يې برکت لوېږي او پردې موفق کېږي چې په دغه ورځ ښې کړنې ترسره کړي، ځکه د پېشلمي کولو په صورت کې يې روژه د لمونځونو، اذکارو او امر بالمعروف او نهي عن المنکر په چارو کې نه سستوي. خو که يې پېشلمی نه وي کړی، نو يې روژه د لږو خوړو له امله د نېکو کارونو په تر سره کولو کې سستولی راولي.  

دغه راز رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دی:

« فَصْلُ مَا بَيْنَ صِيَامِنَا وَصِيَامِ أَهْلِ الْكِتَابِ أَكْلَةُ السَّحَرِ» صحيح مسلم : 1096 شمېره حديث.

ژباړه: زموږ د روژې او د اهل کتابو د روژې توپير او بېلوالی د پېشلمي په خوراک کې دی.

البته کوم څوک چې په پېشلمي له خوبه را ويښ نه سي او سهار د اذانونو په اورېدو سره ويښ سي، نو دې د څه خوړلو پرته روژه ونيسي.

د پېشلمي وخت:

د پېشلمي وخت د شپې له دويمې نيمايي څخه پيلېږي او د سهار د صبح صادق په څرګندېدوسره پای ته رسېږي.

د پېشلمي اعلان:

د پېشلمي د وخت د اعلانولو او ښوولو لپاره بېلې بېلې طريقې دود دي، په ځينو ځايونو کې يو ډول هارنونه وهي، په ځينو کې په سپېکرونو کې د پېشلمي وخت اعلانوي. زموږ په هيواد کې يې پخوا په ځينو ځايونو کې د ښاروالۍ موزيک ږغاوه. خو رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې کار لپاره ډېره ښه طريقه غوره کړې وه، چې هغه اذان وو. د پېشلمي د وخت تر پای ته رسېدو څه مهال دمخه به اذان کېدی، څو خلک راويښ سي او پېشلمی وکړي. بيا به د پېشلمي د وخت په پای ته رسېدو سره د سهار د لمانځه لپاره بل اذان کېدی، څو خلک د پېشلمي خوراک بس کړي او لمانځه ته چمتو سي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

« إِنَّ بِلَالًا يُؤَذِّنُ بِلَيْلٍ فَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يُنَادِيَ ابْنُ أُمِّ مَكْتُومٍ » ثُمَّ قَالَ وَكَانَ رَجُلًا أَعْمَى لَا يُنَادِي حَتَّى يُقَالَ لَهُ أَصْبَحْتَ أَصْبَحْتَ. صحيح البخاري : 617 شمېره حديث.

ژباړه : بلال د شپې اذان کوي، نو تاسي تر هغه مهاله خورئ او څښئ، تر هغو چې ابن ام مکتوم رضي الله عنه اذان وکړي. د حديث راوي وويل: ابن ام مکتوم په سترګو ړوند وو، هغه تر هغو اذان نه کاوه چې ورته ويل سوي به نه وه چې سهار سو.

همداراز د رسول الله صلی الله عليه وسلم بل حديث دی:

« لَا يَمْنَعَنَّ أَحَدًا مِنْكُمْ أَذَانُ بِلَالٍ -أَوْ قَالَ: نِدَاءُ بِلَالٍ- مِنْ سَحُورِهِ، فَإِنَّهُ يُؤَذِّنُ- أَوْ قَالَ: يُنَادِي- بِلَيْلٍ، لِيَرْجِعَ قَائِمَكُمْ، وَيُوقِظَ نَائِمَكُمْ » صحيح مسلم: 39 – (1093) شمېره حديث.

ژباړه: ګورئ چې له تاسې څخه کوم يو د بلال اذان د پېشلمي له خوړو څخه منع نه کړي، ځکه دی د شپې د دې لپاره اذان کوي چې له تاسې څخه د عبادت کوونکي پام پېشلمي ته واړوی او ويده کسان راويښ کړي.

له دې حديث څخه څرګندېږي چې د پېشلمي د خبرولو لپاره بايد اذان وسي، نه بل څه. له بده مرغه زموږ څخه دا سنت پاته سوی او مهجور سوی دی.  

له مخکني حديث څخه دا هم څرګندېږي چې د سهار تر اذان پورې د پېشلمي د خوړلو اجازه ده، ځکه چې د صبح صادق تر راختو پوري د پېشلمي وخت دی. د قرآن کریم د دې مبارک آيت ژباړه هم ښه په غور ولولئ :

﴿ أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ فَالْآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (187) ﴾[البقرة : 187]

ژباړه: (الله) تاسي ته رواکړي دي چي د روژې په شپو کي د خپلو مېرمنو سره (بې له څه اندېښنې) يوځاى سئ. هغوى ستاسي ستر او اعفاف (پاکلمني) او تاسي د هغو ستر او اعفاف ياست. الله پوهېدى چي تاسي (د روژې په شپو کي تر ماخستن وروسته د ښځو سره د يوځاى کېدو د حراموالي په هکله د الله له حکم څخه د مخالفت له امله) د خپلو ځانونو سره (پټ پټ) درغلي (خيانت) کاوه، خو هغه پر تاسي لورونه (مهرباني) وکړه او ستاسي غلطي يې در وبخښل (ستاسي توبه يې قبوله کړه او په دې هکله يې پراختيا راوسته)، نو اوس (چي د قرآن په صريح لارښوونه ستاسي د مېرمنو سره يوځاى کېده آزاد باله سي) تاسي د هغو سره د شپې (د روژې په شپوکي د کوروالۍ لپاره) يوځاى سئ او کوم شى (اولاد) چي الله ستاسي لپاره ليکلى (مقدر کړى او درپه برخه کړى دى) وغواړئ. او (د شپې له مخي) تر هغه مهاله خوراک او څښاک کوئ چي د شپې د تيارې له تور تار څخه د سهار د سپېدې داغ سپين تار(يعني رڼا ، د صبح صادق په څرګندېدو) درته ښکاره سي. بيا تر شپې (تر هغه مهاله چي د لمر په لوېدو سره  شپه داخليږي، له روژه ماتوونکو شيانو څخه په ډډه کولوسره) روژه ونيسئ. او (بله داچي) کله تاسي په جوماتونو کي په اعتکاف کي ياست ، نو د خپلو مېرمنو سره مه يوځاى کېږئ (او مه داسي سات ورسره تېروئ چي د يوځاى کېدو لامل سي، ځکه چي دا اعتکاف فاسدوي. او اعتکاف يوه ټاکلې موده په جومات کي لوى څښتن ته د نژدېکت په نيت اوسېده دي). دا (د روژې احکام او د اعتکاف عبادت چي الله در ته مشروع کړي دي) د الله (ټاکلي) پولي (د حلالو او حرامو ترمنځ بېلوونکي حدود) دي، ځکه نو هغو ته د (ماتولو او تر پښو لاندي کولو په موخه) مه ورنژدې کېږئ (يعني له هغو څخه تجاوز مه کوئ او ځانونه په حرامو مه اخته کوئ). په همدې توګه (د دغه څرګند بيان غوندي) الله خپلي نخښي (خپل حکمونه) د وګړو په وړاندي په ډاګه بيانوي، څو هغوي تقوا غوره کړي.(ځني ووېريږي او له ناوړه چلند او د دې حدودو له مخالفت څخه ځانونه وژغوري).

لومړۍ تفسيري يادونه:

د اسلام په لومړيو وختونو کي دا حکم وو چي که څوک تر روژه مات وروسته يوه شېبه هم بيده سي، نو هغه ته په دغه شپه نه خورک روا وو، نه د مېرمني سره نژدېکت. له ځينو کسانو څخه له دې حکم څخه سر غړونه وسوه او د شپې يې د خپلو مېرمنو سره کوروالي وکړه. دغه آيت دغي سرغړوني ته اشاره کوي او ورسره سم هغو ته د دغي تېروتني د بخښني اعلان کوي او په راتلونکې کي د غه بنديز له منځه وړي.

دويمه تفسيري يادونه:

زياتو مفسرينو د دې آيت مطلب دا بللى دى چي د مېرمني سره له کوروالۍ څخه بايد د هغه اولاد نيت وسي چي لوى څښتن په تقدير کي ليکلى دى. خو ځينو مفسرينو دا مطلب هم بيان کړى دى چي تاسي له خپلو مېرمنو سره د شپې يو ځاى سئ او کوم خوند چي الله تاسي ته دغه مهال روا کړى دى هغه واخلئ او له ناروا لارو، مثلاً له غير فطري طريقو څخه ډډه وکړئ.

درېيمه تفسيري يادونه:

﴿ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا يعني دغه احکام چي موږ درته مشروع کړي دي، لکه د روژې واجبېده او په  هغې کي د ورځي له خوا د خوراک او څښاک او د ښځو سره د کوروالى حرامېده او د روژې په شپو کي د دغو کارونو حلالېده، ټول د الله ټاکلي پولي، يعني د حلالو او حرامو ترمنځ هغه بېلوونکي حدود دي، چي تاسي ته يې مخالفت او پر هغو باندي تېرى نه دى روا،  ځکه نو هغو ته د ماتولو او تر پښو لاندي کولو په موخه مه ورنژدې کېږئ، يعني له هغو څخه تجاوز مه کوئ او ځانونه په حرامو مه اخته کوئ.

د پورته آيت څخه څرګنده سوه چې کله سپېدې وچوی(صبح صادق طلوع وکړي) او د سهار اذان پیل سي، نو خوراک او څښاک بند کړئ.

د پېښلمي د خوړو په اړه:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«السُّحُورُ أَكْلَةٌ بَرَكَةٌ فَلَا تَدَعُوهُ، وَلَوْ أَنْ يَجْرَعَ أَحَدُكُمْ جَرْعَةً مِنْ مَاءٍ، فَإِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى الْمُتَسَحِّرِينَ» مسند احمد:۳ / ۱۲ مخ۱۱۱۰۱شمېره حدیث. (دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي احمد شاکر په ” عمدة التفسير “کې صحيح او بل نامتو کره کوونکي شيخ الباني  حسن بللی دی).

ژباړه: د پېشلمي خورک برکتناک دی، نو پېشلمی مه پرېږدئ، که څه هم د يوه غوړپ اوبو په څښلو وي، ځکه لوی څښتن او ملايکي يې پر هغو کسانو چې پېشلمی کوي سلامتيا وايي.  

په خرما پېشلمی کول سنت دی:

په پېشلمي ډېر ښه خواړه خرما ده (البته د نورو خوړو په ضمن کې). رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

« نِعْمَ سَحُورُ الْمُؤْمِنِ التَّمْرُ » سنن أبي داود : 2345 شمېره حديث. (په پېشلمي د مومن ډېر ښه خواړه خرما ده). دغه حديث شيخ الباني صحيح بللی دی.

خو له بده مرغه اوس زموږ ډېرو خلکو د دغه سنت په هېرولو سره په دې کې د رسول صلی الله عليه وسلم پيروي او د دغه سنت فضيلت له لاسه ورکړی دی.

د خرما خوړل لکه چې طبيبان وايي ډېري ګټې لري. روژاتی د روژې د ستونزو د زغملو لپاره خورا زيات پياوړی کوي او بدن ته يې زښت زيات قوت ورکوي.

د پېشلمي ځنډېده هم سنت دي. حضرت انس روايت کوي چې زيد بن ثابت وويل: موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پېشلمی وکړ، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم لمانځه ته پاڅېد. انس وايي مار ورته وویل: د پېشلمي د خورک او لمانځه تر منځ څومره وخت وو؟ هغه وويل : د پنځوسو آيتونو د ويلو په کچه وخت وو. بخاري : ۱۹۲۱ شمېره حديث او مسلم: 47 – 1097 شمېره حديث.

بل صحيح حديث دی: «عَجَّلُوا الْإِفْطَارَ وَأَخَّرُوا السُّحُورَ» د طبراني المعجم الکبير: ۳۹۵ شمېره حديث او د شيخ الباني صحيح الجامع الصغير وزياداته: ۳۹۸۹ شمېره صحيح حديث.   

د حديث مانا ده: روژه په تلوار ماتوئ او پېشلميان ځنډوئ.

د دې لامل علمای کرامو د روژې پر نيولو باندي پياوړتيا او د يهودو او نصاراوو سره مخالفت ښوولی دی او وايي: د يهودو او نصاراوو سره په هره چاره کې چې مخالفت وسي عبادت او لوی څښتن ته نژدېکت دی.

د روژې نيت:

تر سهار دمخه د روژې نيت کول اړين باله سي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

« مَنْ لَمْ يُجْمِعْ الصِّيَامَ قَبْلَ الْفَجْرِ فَلَا صِيَامَ لَهُ » سنن ابوداود: ۲۴۵۴ شمېره حديث. دغه حديث شيخ الباني صحيح بللی دی.

ژباړه: څوک چې تر سهار دمخه د روژې عزم (نيت) ونه کړي، د هغه روژه نه ده صحیح.

خو په ياد مو وي چې نيت د زړه ارادې ته وايي. د ژبې په الفاظو اړه نه لري. ځينې کسان په پېشلمي دغه الفاظ وايي: ”  وبصوم غد نويت من شهر رمضان “. خو دا الفاظ په کوم حديث ثابت سوي نه دي. علمای کرام وايي : څوک چې د شپې په وروستيو کي را پاڅي او د روژې د نيولو لپاره پېشلمی وکړي، بس دا د روژې نيولو اراده ده او اراده نيت باله سي.  

د جنابت په حالت کې پېشلمی کول:

که کوم څوک جنب وي او غواړي سهار غسل وکړي، نو د پېشلمي لپاره دي اودس تازه کړي، پېشلمی کولای سي.

عَنْ سُلَيْمَانَ بْنِ يَسَارٍ أَنَّهُ سَأَلَ أُمَّ سَلَمَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا عَنْ الرَّجُلِ يُصْبِحُ جُنُبًا أَيَصُومُ قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصْبِحُ جُنُبًا مِنْ غَيْرِ احْتِلَامٍ ثُمَّ يَصُومُ . مسلم : 80 –  1109 شمېره حديث.

ژباړه: سليمان بن يسار وايي: ما د مومنانو له مور ام سلمه رضي الله عنها څخه د هغه چا په باب وپوښتل چې د جنابت په حال کې سهار کړي، آيا هغه روژه نيولای سي؟ هغې وفرمايل: رسول الله صلی الله عليه وسلم به له احتلام پرته (يانې د جماع له امله) د جنابت په حالت کې سهار کاوه، خو بيا به يې هم روژه نيول. پای

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

نو د رسول الله حدیث دی بیان کړی بیا د کنز دقایق بی ادرسه خبر څه مانا لری، چی مرجع یی نه قرآن ده او نه حدیث پشلمی مکمل سنت ده او ثواب لری چي د نړي ټول مسلمانان پری اتفاق دی او ضرورت هم نه لیدل کیدل.
ځکه ډیر غټ او مهم کارونه پاته دی چي هغه په هر مسلمان د قرآن او حدیثو زده کړه فرض ده لاکن موږ نه ده کړی.