fbpx

بادغیس: پولیسو یوه لسیزه د سپيو غوښې خوړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس چارواکي وايي امنیه قومندانۍ کې ټیټ پوړو او لوړپوړو امنیتي مسؤلینو له یوې لسیزې راهیسې د سپیو غوښې خوړلې.

د بادغیس امنیه قومندان فهیم قایم، چې تازه يې دغه دنده پیل کړې، د خپلو کارکوونکو او عسکرو پر وضعیت خواشيني ښوودلې او تر ځان وړاندې امنیه قومندان يې ملامت بللی.

هغه ویلي، دوی هغه دوه قراردادیان نیولي، چې د امنیه قومندانۍ له خوا ورسره د غوښې قراردادونه شوي و، خو دوی پرې پوره لس کاله د سپیو غوښه خرڅه کړې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند نقیب امیني په دې برخه کې د دې قومندانۍ پخوانی مشر عبدالروف تاج هم ښکېل هم بولي.

هغه وايي قومندان تاج له قصابانو سره په دې راز کې شریک او خبر و، چې پخپلو عسکرو يې مرداره غوښه خوړله.

نوي امنیه قومندان فهیم قایم په افسوس ویلي، چې په تېرو لسو کلونو کې هیچا هم د دې مسئلې پر ضد غږ نه دی پورته کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان عسکر د حیواناتو پر مردارو غوښو شپې سبا کوي، بلکې تر دې وړاندې هم په شمالي ولایتونو کې د خرو غوښه هم پرې خوړل شوې ده.

وړم میلادي کال کې د تخار چارواکو ومنله چې پر ځواکونو يې پوره یوه میاشت د یو قصاب له لوري د خرو غوښې خوړل شوې دي.

یاده دې وي د کورنیو چارو وزارت پرلپسې اعتراف کړی، چې په قراردادونو کې يې فساد شته دی.

تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت پخواني ارشد مرستیال مراد علي مراد وویل، د پولیسو وضعیت تر دې اندازې اندېښمنوونکی دی، چې ځینو يې ان د ځانوژنې هڅه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د