واشنګټن کې د افغان سفارت ډيپلوماټ، د بهرنیو چارو وزیر او د هغه پلار ښکنځلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په امریکا کې د افغان سفارت یو ډیپلوماټ د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د هغه وژل شوی پلار برهان الدین رباني ښکنځلي دي.

مجید قرار چې په سفارت کې کلتوري اتشه دی، پخپله فیسبوک پاڼه د بهرنیو چاو وزیر او د هغوی تر لسو ډېر نسلونه «لنډغر» یاد کړي.

هغه لیکلي، یوازې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نه؛ بلکې د دوی پنځلس نسله نور هم نه سمېږي.

مجید قرار خپله فیسبوکي لیکنه څو دقیقې وروسته بېرته سمه کړې او دا جمله «بیا درته وایم، لنډه غبر په پنځلسم نسل هم نه سمېږي، تاسې يې په دوهم سموئ، غلطه ده.» لرې کړې او نورې څرګندونې يې پرېيښې دي.

هغه نه یوازې د بهرنیو چارو وزیر چې دی تر چتر لاندې فعالیت کوي ښکنځلی، بلکې د هغه پلار برهان الدین رباني یې هم «لنډغر» بللی، چې په پنځلس نسله به سم نه شي.

Majeed-Q1

تر ایډيټ وړاندې

د افغان سفارت دې ډيپلوماټ د خپلو هغو خبرو په پای کې صلاح الدین رباني ښکنځلی، چې هغه يې د سفارت په کارکوونکو پسې په منفي تبلیغاتو تورن کړی او دعوه يې کړې چې دوی د نړۍ په سطحه بدناموي.

Maeed.q2

تر ايډيټ وروسته

مجید قرار چې عربي ادبیات يې لوستي، وړاندې تر دې په کرنې وزارت کې ویاند پاتې شوی، چې په فیسبوکي ناندریو کې ځان د حکومت سرسختی پلوی معرفی کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د