
د کاڼي کرښې (لنډ حدیثونه: لسمه برخه)
مولوی فضل ربی (کوه صافي وال)
۱. لَا تُنْكَحُ الْبِكْرُ حَتَّى تُسْتَأْذَنَ وَلَا الثَّيِّبُ حَتَّى تُسْتَأْمَرَ. صحیح البخاري
ترجمه : پېغله به د هغې د اجازې نه بغیر او کونډه به د هغې د مشورې نه بغیر په نکاح نه ورکوله کیږي.
۲.لَا تَكُونُوا عَوْنَ الشَّيْطَانِ عَلَى أَخِيكُمْ. صحیح البخاري
ترجمه : د خپل ورور په ضد له شیطان سره مرسته مه کوئ.
۳. دعوة المظلوم مستجابة وان كان فاجرا ، ففجوره علي نفسه .مسند احمد
ترجمه : د مظلوم دعاء قبلیږي اګر که هغه فاجر هم وي او فجور یې په خپل تاوان دی .
۴. الامانة تجر الرزق والخيانة تجر الفقر .كنزالعمال
ترجمه : امانت (امانت داري) رزق کش کوي او خیانت فقر ور کش کوي .
۵. خير شبابكم من تشبه بكهولكم ، وشر كهولكم من تشبه بشبابكم .كنز العمال
ترجمه : ستاسې ښه ځوانان هغه دي چې ستاسې له مشرانو سره مشابه وي (په حرکاتو او سکناتو کې لکه مشران داسې درانه او سنګین وي) او ستاسې بد مشران هغه دي چې ستاسې له ځوانانو سره مشابه وي (حرکات او سکنات یې لکه د کشرانو داسې سپک وي) .
۶. لَا صَلَاةَ بَعْدَ الصُّبْحِ حَتَّى تَرْتَفِعَ الشَّمْسُ وَلَا صَلَاةَ بَعْدَ الْعَصْرِ حَتَّى تَغِيبَ الشَّمْسُ. صحیح البخاري
ترجمه : د سحر له مانځه وروسته بیا تر هغه وخته پورې نور مونځ نشته ترڅو لمرښه را پورته شي او د مازیګر نه وروسته بیا نور مونځ نشته ترڅو لمر ونه غورځیږي.
۷. خيركم من تعلم القرآن وعلمه .صحيح البخاري
ترجمه : په تاسې کې غوره هغه څوک دي چې قرآن کریم یې زده کړی وي او نورو ته یې ښودلی وي .
۸. خيركم خيركم لنسائه ولبناته .كنز العمال
ترجمه : په تاسې کې غوره کسان هغه دي چې د خپلو مېرمنو او لورانو لپاره غوره وي .
۹. لَا يَحُجُّ بَعْدَ الْعَامِ مُشْرِكٌ. صحیح البخاري
ترجمه : لدې کاله وروسته نور مشرکانو ته ا جازه نشته چې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
۱۰. لَا يَتَمَنَّيَنَّ أَحَدُكُمْ الْمَوْتَ مِنْ ضُرٍّ أَصَابَهُ. صحیح البخاري
ترجمه : په تاسې کې د څوک د هغه تکلیف له امله چې ده ته رسېدلی وي د ځان لپاره مرګ نه غواړي.