شعري ټولګه: د ھجرت پګړۍ

عقابي جانان

تېره ورځ د مومند ادبي خپرندویه ټولنې لخوا د پښتو مشهور انقلابي شاعر او ځوان ادیب “مهاجر زاهد ساپي” د شعرونو لومړنی شعري ټولګه له چاپ څخه راووتله. ځوان شاعر “زاهد ساپي” یو د هغه شاعرانو څخه دی چې زیاترہ اشعار او غزلونه یې په سیمه کې د روان کړکېچ ویاندوي کوي ،”مهاجر زاهد ساپي” د همدې دردیلي ولس برخه ده او د هجرتونو له ستړیاو او تکلیفونو سره سره یې مختلفې ناخوالې په خپلو سترګو لیدلي نو ځکه په یادې شعري ټولګې کې یې هم د ولسونو د زړونو او دردونو او پر هغوی د روانو ناورینونو مکمله ترجماني ښکاري.

په یاد کتاب باندې د هیواد د پښتو ژبې ډېرو مشھورو شاعرانو ، لیکوالانو او ادیبانو لیکل کړیدي او د کتاب دروند هر کلی یې کړی دی. ښاغلی “مهاجر زاھد ساپی” د پښتونخوا د مومند ایجنسي اوسېدونکی او د ساپي قبیلې د قنداري ښاخ سرہ تعلق لري .

د مھاجر زاھد ساپي د کتاب نوم “د ھجرت پګړۍ” دی او په دې کتاب کې تر ۱۳۰ پورې غزلونه او نور اشعار شامل دي چې شاوخوا ۳۰۰ مخونه لري . او د مومند خپروندویه ټولنې له خوا په ډیر ښه او معیاري کاغذ او ډیزاین چاپ شوی.
کتاب د مومند خپرندویه ټولنې لخوا نشر ته وسپارل شو چې اوس په جلال اباد ښار کې یې له ټولو کتابتونونو څخه ترلاسه کولای شئ. او د رمضان المبارک له میاشتې وروسته به ان شاءالله: په جلال آباد ، کابل ، خوست ، مزار شریف پکتیا ، پکتیکا ، لغمان ، غزني کندهار او د هلمند په ولایتونو کې یې په ډیرې آسانۍ سره د يادې ټولنې په اړوندہ کتابتونونو کی لاسته راوړی شئ.