fbpx
تصویر؛ له ارشیفه

تخار: طالبان وايي ۱۷ امنیتي پوستې يې نیولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې تېره شپه د طالبانو په څو ساعته جګړه کې ۱۷ امنیتي پوستې سقوط شوې دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی سرتېرو تېره شپه ۱۲ بجې د خواجه غار ولسوالۍ په پل مومن او ګورتپې سیمو کې پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې تر دوو بجو يې دوام وکړ.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یاده خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې دوه ساعته جګړه کې يې ۱۷ پوستې نیولې دي.

هغه وړاندې لیکلي: «د غه راز پراخې او ستراتیژیکې سیمې (حاجی عبدالرسول، هردو مینچقور، جوکدو، هردو زدرکمر، قروق، دارالعلوم، قزاق قشلاق، جیلمخور، مهمان خانې او داسي نورې سیمې) په ټولیزه توګه د دښمن له کرغیړن شتون څخه پاکې او د اسلامي امارت د مجاهدینو په کنترول کې شوې.»

د تخار چارواکو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو شاوخوا میاشت وړاندې د غويي میاشتې په پینځمه د الخندق په نوم پسرلني عملیات پیل کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د