fbpx

غزني: دولتي ځواکونه هم د «شریعت غږ راډيو» خپرونې اوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبانو له نږدې میاشتې راهیسې د غزني، زابل، کندهار او میدان وردګ ځينو سیمو کې د شریعت غږ راډيو خپرونې پیل کړې.

دغه راډیو چې سهار او ماښام کې دوه – دوه ساعته خپرونې لري، د غزني ځايي ادارې يې هماغه وخت په اړه اندېښنه شریکه کړه، خو تازه د اریانا نیوز خبریال د دولتي ځواکونو په حواله وايي چې دوی هم دغه راډیو اوري.

د اریانا نیوز خبريال په غزني کې د امنیتي ځواکونو له دوو تنو سره غږېدلی، چې شریعت غږ راډيو اوري، خو په وینا يې پر دوی اغېز نه کوي.

سرچينې ته یو عسکر وايي، یوولس کاله کېږي چې دا دنده ترسره کوي، د طالبانو راډيو اوري خو په خبره يې پر ده اغېزه نه کوي.

د غزني چارواکي وايي راډیو ګرځنده ده، دوی نه پوهېږي چې له کومې سیمې نشرات کوي، ځکه خو يې دقیق معلومات پیدا کول او مخنیوی نا ممکن دی.

د غزني د ولايتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي، طالبان نه یوازې په نظامي برخه کې په جګړه بوخت دي، بلکې رواني برخه کې يې هم خپلې هڅې فعالې ساتي.

شریعت غږ راډيو په غزني او شاوخوا ولایتونو کې د اف ام پر ۹۹،۲۰ څپو خپرونې لري.

طالبانو په پکتیا کې هم له څو کلونو راهیسې «شاهي کوټ شریعت غږ راډيو» فعاله ساتلې چې په پکتیا او پکتیکا کې رڼې خپرونې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د