په کورنیو چارو وزارت کې د وسلو غلا کولو افتضاح

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تر دفاع وزارت وروسته په پلازمینه کابل کې د کورنیو چارو وزارت د حمایوي قومندانۍ له زیرمتون څخه په لسګونو میله توفنګچې او د شپې دوربینونه غلا شوي دي.

که څه هم چې د کورنیو چارو وزارت ویاند ښاغلی نجیب دانش د موضوع په تړاو ویلي چې۷۶ زړې توفنګچې د پولیسو له منسوبینو څخه د تسلیمي په مهال نادرکه شوې او د هغو له جملې څخه یې یو شمیر بیرته ترلاسه شوې هم دي .

خو کوم اسناد چې په دې اړه رسنیو ته رسیدلي په هغو کې ټولې غلا شوې وسلې نوي امریکايي او جرمني ماډل توفنګچې او د لوړ قیمت لرونکي شپي دروبینونه ښودل شوي چې په مخصوص ډول په شپنیو عملیاتو کې تري کار اخیستل کیږي.

د تیر حمل په میاشت کې نیویارک ټایمز ورځپانې رپوټ ورکړ چې په افغان ځواکونو کې د شته فساد له وجې زیاتره امریکايي وسلې د وسله والو طالبانو لاسته لویږي او بیرته د امریکایي ځواکونو په خلاف کارول کیږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د چارواکو په حواله د نمونې په ډول په هلمند کې د وسلې ورکیدو یوه پیښه د یوه افغان پوځي مسؤل له خولې بیانوي او وايي چې په ۲۱۵ قول اردو کې يې ۲۱۰ حلقې د شپې دوربینونه ويشلي و، خو د تسلیمۍ پر مهال يې له هماغو ۲۱۰ دوربینونو څخه یواځې ۱۵۰ حلقې بیرته ترلاسه کړل او دا نور ۶۰ هغه یې په یوه شپه کې ورک شوي ول.

په دې وروستیو کې یو شمیر رسنیو له طالبانو سره د پرمختلیو وسلو او شپي دوربینونو د شتون موضوع په خورا جدیت راسربیره کړه ، تر دې چې د ملي یووالي حکومت یو شمیر چارواکو مسکو پر دې تورن کړ چې دا وسلې هغوی طالبانو ته ورکوي.

مګر د افغانستان لپاره د مسکو استازي ضمیر کابلوف د دې تورونو په غبرګون کې وویل چې طالبان یادې وسلې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د پیسو په مقابل کې پیري…

په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د حمایوي قومنداني له ځانګړې زیرمتون څخه د مخصوصو توفنګچو او شپي دوربینونو غلا کیدلو پیښه چې دری میاشتې وړاندې رامنځته شوې او د وزارت ویاند ښاغلی نجیب دانش اوس د هغې په تړاو د ۱۲ تنو د نیونې پخلی هم کوي د ضمیر کابلوف د ادعاوو ښکاره ثبوت دی.

ځکه د کورنیو چارو وزارت اړوند یاد زیرمتون د یاد وزارت لخوا تر ځانګړو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي او له هغه ځایه څخه د مخصوصو وسلو او قیمتي شپي دوربینونو غلا کیدل د یاد وزارت د لوړ پوړو چارواکو له لاس لرلو پرته ناشونی بلل کیږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
MHA
میلمه
MHA

Taliban might have bought it from them with cash money.

اقبال
میلمه
اقبال

عسکرو ته د هغوی خپل معاشونه او مقرره وسلی او مرمی چه د کابل د غلامانو او بادارانو د پاره یی کاروی غصب کیږی حتی له خوړو اوبو یی غلا کیږی . هغه څه تری غلا کوی چه امریکا او ناتو یی د خپلو استعماری او استثماروی ګټو د کابل غلامانو ته ورکوی او غلامان یی تری پټوی او حتی د کابل د غلامانو او بادارانو ( طالبانو ) یی پلوری نو خلک دی قضاوت وکړی چه دا د چا ګناه ده . دی پلورلتیا کی دا هم په ډاګه شوه چه طالبان وسلی له کومه ترلاسه کوی ، حه… نور لوستل »