fbpx

آی پي ایل: دهوني اتلولي خو راشد خان د نړیوالو زړونه وګټل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د راشد خان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دهوني لوبډلې (چینایي سوپر کینګز) د ۲۰۱۸م کال اتلولي وګټله.

دغه سیالۍ چې په کې استرالیاوي لوبغاړي شین واټسن پایلوبه کې په زړه پورې سلیزه ووهله، خپلې لوبډلې ته یې بریا ورکړه او د چینایي لوبډلې لپاره یې په د درېیم ځل د آی پي ایل جام وګاټه.

چینایي لوبډلې د راشد خان لوبډلې ټاکلی ۱۷۹ هدف د شین واټسن سلیزې په مرسته په ۱۹م اور کې پوره کړ، چې په کې راشد خان غوره توپ اچونه وکړه خو په ویکټه اخیستلو بریالی نشو.

که څه هم د آی پي ایل پایلوبه او اتلولي دهوني لوبډلې وګټله، خو د مینوالو زړونه هغه که د هرې لوبډلې مینوال وو راشد خان وګټل، او لا هم دده په ستایلو لګیا دي، چې نوموړي د ویرات کوهلي، ایم ایس دهوني، ډیویلیئرز، کریس لاین، انډري رسل او نورو لوبغاړو ویکټې ترلاسه کړي.

د کلکتې لوبډلې سره په نیمه پایلوبه کې د راشد خان کمالي لوبې یو شمېر نړیوال تکړه لوبغاړي، مبصرین او چارواکي دېته وهڅول چې نوموړی وستایي او هر یو یې پر خپلو ټویټر اکاونټونو د هغه ستاینه کړې.

په دغه سیالۍ کې چې راشد خان په یوازې ځان لوبډلې ته بریا ورکړه، لومړی په توپوهنه کې لوبډله تر یوه غوره هدفه ورسوله، او یوازې په لسو منډو یې ۴ حیرانونکې شپږیزې او ۲ څلوریزې ووهلې چې ۳۴ منډې یې جوړې کړې، او بیا یې په توپ اچونه کې ۳ مهم لوبغاړي وسوځول او د لوبې اړخ یې وربدل کړ.

سربېره پر دې د هند خلکو لومړی په ټولنیزو شبکو د افغانستان څخه د راشد خان د ورکولو غوښتنه وکړه، بیا یې له خپلې بهرنۍ وزیرې وغوښتل تر څو راشد خان ته امتیازي جنیست ورکړي، او بیا یې د ویرات کوهلي او شاه رخ خان په بدل کې هم د هغه غوښتنه وکړه.

راشد خان د هند په غوره لیګ سیالیو کې یوازې یو ریکارډ نه، بلکې څو ریکارډونه پخپل نوم کړل، چې دده آلراونډره لوبه په نیمه پایلوبه کې د آی پي ایل سیالیو تر ټولو غوره وبلل شوه، او همدا ډول یې څلور ځل د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

سربېره پر دې دویم زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو، چې د انډري ټاي پسې يې ۲۱ ویکټې اخیستي، په زیاتو توپونو میس کولو کې په لومړي نمبر راغی چې ټول یې ۱۶۷ توپونه میس کړې دي، او په اقتصادي توپ اچونه کې په څلورم نمبر راغلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د