fbpx

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو معینیت دوه مشران لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو معینت ته پر یوه مشر رحیل فرملي سربېره ګلخانې ماڼۍ ندیمه سحر هم د دې معینت مشره معرفي کړې ده.

دوی دواړه په دې اداره کې د مشرانو رول ترسره کوي او پر مامورینو د ځان د منلو او یو بل ردولو سیالي پر مخ وړي.

مسیر ورځپاڼه د دې ادارې د مامورینو په حواله لیکي، دوی حیران دي، چې باید چاته ځواب ورکړي، ځکه دواړه مشران په یوه وخت یوه دنده پر مخ وړي.

رحیل فرملي چې د عبدالله عبدالله له لوري معرفي شوی، ټينګار کوي چې له ده پرته بل څوک کوم صلاحیت نه لري، ندیمه سحر بیا مامورین ګواښي چې باید دې ته خپل راپورونه ورکړي.

مسیر د یوې بلې سرچينې په حواله وايي، چې ډاکټر غني هڅه کوي دې ادارې ته دوه معینیتونه جوړ کړي، چې رحیل فرملي به بیا د نديمې سحر د مرستیالۍ دنده پر مخ وړي، خو ښاغلي فرملي او عبدالله عبدالله لا له وړاندې دا طرحه رد کړې ده.

ګډ حکومت چې په ارګ کې هم دوه شریکان لري او د دوو مشرانو له لوري پر مخ وړل کېږي، تر دې وړاندې هم ورته نندارې وړاندې کړې دي.

بلخ نږدې پينځه میاشتې د دوو والیانو له خوا اداره کېده، تر دې وړاندې د المپیک کمېټې مشرۍ او تر هغه وړاندې د غزني ښاروالي هم په یوه وخت دوه مشران درلودل.

ورځپاڼه کاږي: «کتونکي وايي چې ولسمشر او اجرائیه ریاست حکومت مسخره کړی، ادارې یې فلج کړې او حکومت خلکو ته د خدمت پر ځای پر عذاب بدل شوی دی.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د