
له ټپي کېدو وروسته محمد صلاح چمتو دی نړیوال جام کې ولوبیږي/ ویډیو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د فوټبال لیورپول کلب لوبډلې مسلمان تکړه او مشهور ستوري محمد صلاح د فوټبال په نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره چمتو والی ښودلی دی.
د مصر هېواد دغه نړیوال ستوری تېره شپه د ریال مدرید لوبډلې سره د لوبډلې په جریان کې د دغې لوبډلې مشر سرجیو راموس په قصدي ډول ټپي کړ چې د لوبې په ۲۶مه دقیقه کې محمد صلاح له ډګره ووت او ویې نشو کړای بیا لوبې ته ادامه ورکړي، چې د زرګونو مینوالو زړونه یې مات کړل.
سرجیو راموس د زرګونو مینوالو او یو شمېر مبصرینو لخوا په دغه کار کولو له سخت غبرګونونو سره مخ شو، چې وروسته نوموړي د خپلې ملامتیا ختمولو لپاره له محمد صلاح بخښنه وغوښته او دغه کار یې یو تصادف بللی دی.
دغه سیالۍ چې ریال مدرید لوبډلې لیورپول لوبډلې ته په ۳-۱ ماتې ورکړه، په لومړي سر کې د محمد صلاح حملو مخالف لوبډله له فشار سره مخ کړې وه خو دده د ټپي کېدو وروسته یې یو څه مورال لوړ شو، چې په پای کې یې په ۳-۱ د پایلوبې اتلولي خپله کړه.
د محمد صلاح له ټپي کېدو وروسته د نوموړي په راتلونکي نړیوال جام کې چې په روس هېواد کې کېدونکی دی او یوازې ۱۸ ورځې ورته پاتې دي، ګډون مشکوک شوی دی، ځکه چې د نوموړي اوږې ته زیان رسېدلی او د سختۍ په حالت کې د اوږې ټپ ښه کېدل دوه میاشتې وخت نیسي.
خو له بل اړخه له ډېرو شکونه وروسته محمد صلاح په ټولنیزه شبکه په لومړي ځل یو پیغام خپور کړی دی چې دغه شکونه یې له منځه ویوړل او د نوموړي ګډون په نړیوال جام کې یقیني کړ.
نوموړي لیکلي: «د ریال مدرید پر وړاندي پایلوبې شپه زما لپاره ډېره سخته وه، خو زه جنګیالی یم، زه باوري یم چې په روسیه کې به نړیوال جام کې ولوبیږم، تاسو به ټوله پر ما فخر وکړئ.. ستاسو مینه او ملاتړ به ماته هغه قوت راکړي چې ورته اړتیا لرم».
لکه څنګه چې نړیوال جام ته له دریو اوونیو کمې ورځې پاتي دي، محمد صلاح ته هم ډاکټرانو مشوره ورکړې تر څو تر درې اوونیو هیڅ ډوله تمرینات ترسره نه کړي او پوره ارام او استراحت وکړي.
له دې څرګندیږي چې محمد صلاح به د نړیوال جام لومړیو سیالیو کې ګډون ونشي کړای چې دا به دده لوبډلې لپاره ستر زیان وي.
د یادونې وړ ده چې د محمد صلاح لوبډله مصر به د سعودي، روس او یورګوای لوبډلو پر وړاندې په ګروپ A کې سیالۍ کوي، چې لومړۍ لوبه یې د یورګوای پر وړاندې په ۱۵ جون ترسره کیږي.
باید وویل شي چې د فوټبال نړیوال جام لوبې په روس هېواد کې د ۳۲ لوبډلو سره چې په ۸ ګروپونو ویشل شوي دي د جون په ۱۴مه نېټه پېل کیږي او د جولایي میاشتې په ۱۵مه نېټه به پایلوبه ترسره شي.
د محمد صلاح د ټپي کېدو ویډیو وګورئ، آیا په قصدي ډول دی که نه؟
مې 29, 2018 په 5:07 am صلاح ورور ډېر غیرتی ځوان دی. خدای پاک دی ورته عاجله شفا او همدارنګه روښانه راتلونکی ور په برخه کی.که څه هم زه د ماډرید طرفدار یم او غوښتل می چه ماډریډ ئې وګټی خو د صلاح د لوبی څخه می هم ډېر لذت اخیست البته هیڅکله می می زړه نه غواړی چه کوم ورزشی جام د انګرېز په کوڅو او جادو کی د هلهلو سره وګرځی. بله داچه داسی ښکاری چه د راسموس دا کړنه یوه ناځوامردانه کړنه وه، که قصدی هم نه وی باید نوموړی د بې احتیاطی او بی اعتنائي په… نور لوستل »