fbpx

نوی ځیرک مبایل چې «څلور زره» جي بي حافظه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د چین کمپنۍ لینوو د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې یوه نوي او اسمان څک پړاو ته رسېدل غواړي، چې ددې لپاره په حیرانونکي ډول او په لومړي ځل د ۴۰۰۰ جي بي حافظې لرلو ځیرک مبایل وړاندې کوي.

دغه مبایل چې لینوو زي فایف Lenovo Z5 نومول شوی، د هر ډوله مبایل په تاریخ کې په لومړي ځل دومره ستر حافظه لرونکی مبایل دی، چې له یو ملیون څخه زیات عکسونه، دوه زره ایچ ډي فلمونه او همداسې د یو سلو پنځوس زرو غږیز فایلونو ساتلو وړتیا لري.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې راپور پر اساس ددغه مبایل سکرین ۹۵ سلنه برخه شیشه ده، او ۵ سلنه یې بیزل دی، چې لا معلومه نه ده د مخ کامره یې کوم ځای کې ځای پر ځای شوې ده، د ایپل آیفون ایکس په څېر ډیزاین شوی خو په لاندې برخه کې یې نوچ نه دی ورکړل شوی.

سربېره پر دې شاخواته دوه کامرې لري، چې په کمه رڼا کې د ښه انځور اخیستلو وړتیا لري، او په دې کې تر ټولو مهم شی ددې بیترۍ ده چې د اسټینډ بای موډ وخت یې ۴۵ ورځې ورکړل شوی دی.

دغه مبایل به د راتلونکې جون میاشتې په پنځمه نېټه د چین د یوه نندارتون په ترڅ کې نړیوالو ته وړاندې شي.

ددې مبایل د ګوتې کولپ/فینګر پرینټ پر سکرین ورکړل شوی، چې د نورو مبایلونو په پرتله غوره ځانګړنه ده، ددې مبایل په اړه نورې څرګندونې له وخت وړاندې دي، خو ویل کیږي چې بیه به یې تر ۶۰۰ ډالرو پورته نه وي.

تر دې دمه په زیاته حافظه ساتلو کې د هوواوې کمپنۍ ۵۱۲ جي بي ځیرک مبایل وړاندې کړی و، چې له دې وروسته به د لینوو کمپنۍ د ۴۰۰۰ جي بي حافظې لرلو مبایل وړاندې کړي چې په عام ډول یوه حیرانونکي خبره بلل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د