fbpx

بې پيلوټه!

عرفان ايوبي

نه يې واک شته په هوا او نه په ځمکه
دى زمونږ پاچا تيار لکه نانځکه

څه عجيبه کارنامه يې مونږ ته وکا
روغتونونه او هدېرې يې کړې راډکه

غلامان شول خوشال خانه شابه پاسه!
“درست پښتون له کندهاره تر اټکه”

څه چنار چنار زلمي دې رانه بېل کړ
ماته شې اى بې پيلوټه الوتکه

د احرارو د کاله زه ايوبي يم
مانه مه غواړئ بى سرو ته چکچکه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د