شعـــــرونه

محراب کي دي

هـمـت بـدري

څومره حسین ستوري داسمان په شنه تالاب کي دي
ځغـلـنده څپې لـه بـاره ډکـې پـه سـحاب کې دي

دایې دقـدرت نښې دي دايې دخـدایې نشـان
غرقې چه مغرورې ککرۍ ورته دریاب کي دي

هـغـو پـه ریښتیا مـنلی هـغه یې خـدایي مني
چاچه ورته ایښې څو دعشق سجدې محراب کې دي

راشئ ښه یې وګورئ او ځان ورباندې ښه پوه کړئ
څو دعشـق نُـکتې دلـته دمـینې پـه کـتاب کې دي

یـوقـدم نیـږدې شـه ورتـه څوچنده رازي درتـه
پـټ بلـها رازونـه دمـعـبود په اقـتراب کي دي

څوک چه خدایي مینه کوي څوک یې چه ثواب غواړي
وګـوره هـغـوی پـښې دمـینې پـه رکاب کـې دي

راوړه درحـمـت بـاران پـه مـونږ بـاندي راوشینده
خلاسې مو دهیلو غوټۍ نوې په ګلاب کې دي

چا ویل چه خوند کوي همته د شپونکي شپیلۍ
ما ویل راشه وګوره خوندونه په رباب کې دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x