شعـــــرونه

غزل / مهاجر زاهد ساپي

بې رنګه وې، بې سیکه او بې شوره وې هندارې
خچنې د یو تور کردار له توره وې هندارې

عکسونه د بچیانو د زندان په دېوال ګوري
راوړې دلته چا له یوې موره وې هندارې

دې چم کې څلور مخي او تت مخي خلک ډېر دي
ترشا هر سړي پټې له پېغوره وې هندارې

د چا د هجر ګرد یې له وختونو په مخ پروت وو
د چا د مخ لیدو پسې بې سوره وې هندارې

قربان شول له خپل قول! او وعدې وفا وفا شوې
رڼې يې د سپېڅلي عشق له زوره وې هندارې

ای ربه! بنده ګانو دې له ځان وو جدا کړي
دوی مونږ پسې راوړې ان تر ګوره وې هندارې

یاران مې د حالاتو له وحشت چې راوتل به
ړندې د حادثو له ړانده اوره وې هندارې

له زړه یې د زاهد ساپي یو سوړ زخم تصویر کړ
راوړې خیال تر دې نړانده کوره وې هندارې

مهاجر زاهد ساپي
۴/رمضان المبارک/۱۴۳۹ هــــ ق

غزل

بیا مي زړه ژړیږي سترګي هم کوي دردونه.
نن اوښکي توییږي نن دي زور لري غمونه.

شپه مي په سلګو کړه تیره ستا ویادګارو ته.
شپه ده څومره لنډه خو پر ما سوله کلونه.

اې!!د ښکلو حورو د محفله پر پام کړه.
اې د حورو یاره رانه وړي دي خوبونه.

سر مي پر زنګون کړم ستا یادونه را په زړه شي
سر مي پر زنګون کړم راته پاته دي فکرونه.

شور دي د ټپې دی اې ملالي نن ورک شوی.
غلام حاکم ته ګوره رانه سوځي چنارونه.

ټول مسلم امت درته دعا کړي طالب جانه.
ته د امین زړه يي تا ورک کړي دي ظلمونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x