شاعر: محمد علي عمري

غزل – محمدعلي عمري

بدبخته خلګ په سړی باندې ملنډي وهی
ځان ځنی ورک وی په ژوندی باندې ملنډي وهی

هره نشه یی وی عادت ورځخه دریغ نه کوی
ښکاریږی دا چی په مرګی باندې ملنډي وهی

چی یی په جیب کی نه پیسي وي نه یی کور کی څه وی
خلک په داسې خوارکي باندې ملنډي وهي

دچا له زړه نه چی بهار دمینی کوچ کړئ وی
هغه به خود په تورپیکی باندي ملنډي وهی

زموږ دښمن دئ ورته نوم به ددوست نه ورکوو
آن که زموږ دکوڅی سپی باندې ملنډي وهی

ورته یی پته دایمان او غیرت ولګیده
اوس له نا کامه په زمری باندې ملنډي وهی

دسپی لکۍ به شی هرڅوک به یی له ځانه شړی
خیر که نن په عمری باندی ملنډي وهی

محمدعلی عمری
مسلم باغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د