
چې……
چې یې رزق د غربیانو له کاسې وې
مسلمان څخه کافر ته ډیر نژدې وې
چې یې ټوله کورنۍ وي په خارج کې
او دی ھم دلته راوړی پروژې وي
چې له پلارہ ورته گوډ خر پاته نه وي
خو له دہ سرہ موټر ضد د ذرې وي
چې پرون یې ټول جایداد یو خټین کور و
نن یې ھر چرته کورونه او بنگلې وې
چې تاریخ د کورنۍ یې له دہ پیل وي
نه یې پلار نه یې نیکه یاد په جرگې وي
چې پردۍ ژبې ته سم لکه بلبل وي
او پښتو ته یې مات کړي لاس پښې وي
چې ملا یې ھم د کفر زیرہ خور وي
د ناټو گټه اساس یې د فتوې وي
چې ملي اردو یې خلاصه وي وجدان نه
ھمیشه یې خپل ولس باندې حملې وي
چې پولیس یې داړہ مار، غلا کې ماھر وي
او موخه یې د خدمت پر ځای پیسې وي
چې وزیر یې غل، وکیل کمیشن کار وي
د قاضي یې د رشوت په سر جگړې وي
چې کوټوال یې وي غاصب، خائن تر پوندو
د فاسد نظام ھر څه د مسخرې وي
نو!!!!!!!!!
څوک که تمه کړې چې دوی به وطن جوړ کړي
حماقت خو یارہ ھم تر اندازې وي
※※※※※
حفیظ الدین پیرزادہ
د مئ ۹/ ۲۰۱۸ م
ستاکھولم سویدن