جنرال داود

د جوزا اووم او د جنرال داود وژل کیدل!‎

لیکوال: حافظ بدر

نه پوهېږم چې د کمه ځایه یې شروع کړم، غالبا د پوهنتون د دویم کال محصل وم چې د کندوز پر ښار امریکایې دوه څرخه (شینوهاک) هیلی کاپټرو دورې وهلې د معمول سره سم موږ به کلي ته زنګ واهه او د خپلې کورنی او دوستانو د احوال پوښتنه به مو کوله،دا ځل مي هم د جېب څخه تلیفون را وویست چې د خپلې کورنۍ حال واخلم د ترور ځوی مې راته وویل:

چې والله د کوره نسو وتلای،طالبانو کمین نیولۍ وو اربکیانو ته،کمین پر اوږدې جګړې واوښت چرخکي بمبارد کوې د کوره نسو وتلای چې موکه پیدا سوه په فرصت سره احوال در کوم اوس یوازې دوعا کوه”

زه هم په ډیر مغشوش ذهن پوهنتون درسونو ته ولاړم د ترورزې غرېونیولي خبرې مي ذهن کې را ګرځېدې ،ښه را ته یاد دي چې دا هغه ورځ وه چې د پامیر زون د پولیسو مشر جنرال داود کندوز ته راغلی وو او له دغه ځایه تخار ته ولاړ چې دا یې د ژوند وروستی ورځ وه،

پوره اوه کاله وړاندي چې کله ماته خوړلي جنرال ډیویډ پټریس د وخت امریکایې دفاع وزیر د اربکیزم ملیشه سازی طالب ضد ناکامه پروسه په لار واچوله زیاتره یې پخواني ګیلم جم تنظیمی ملیشې د بشرې حقوقو ناقضین شر او فساد خلک جذب کړل،د هیواد په شمالي ولایاتو کې بیا دغه پروژه خپلو هغو ملګرو ته په قرارداد ورکړه کومو چې د امریکایې یرغل پر مهال د پیاده عسکرو وظیفه اجرا کړې وه او په شمال کې یوازی د جنبش او جمعیت پخواني قومندانان او ملیشې د اربکی تر نامه لاندې مسلح کېدلې او هغوی پر عام ولس رنګارنګ ظلمونه وکړل،جنرال داود هم د ۲۰۰۰۰څخه تر ۳۰۰۰۰اربکیو ذمه وارې پر غاړه واخسته چې له مخې یې د ممکنه ضرورت پر وخت د ناټو اکمالاتی لار د کندوز شیرخان بندر څخه تر باګرامه امنیت ساتي او هغه سیمي چې له طالبانو تصفیه سوې پوستې به جوړوې امنیت به یې ساتي او چې چرته امریکایان وغواړې جګړې ته به ځې،بلې سیمي ته د جګړې په نیت تللو لپاره د عادی معاش(تنخوا)تر څنګ د ورځې تر ۳۰۰ډالره امتیازی پیسې هم ور کول کیږي که کوم کلی اربکیو سره کومک و نکړې او یا هم خدمتی نفر ور نکړې په هغه صورت کې د شکایت حق نه لري!

زموږ کلۍ چې د کندوز ولایت شمال لوېدیځ لورته پروت دی دریو لوریو ته یې سیند او جنوب ختیځ ته یې کندوز ښار دی د ګلتیپې په نامه یادیږی د اربکیو مسولیت یې د جمعیت دوه قومندانانو معاون سخی او قومندان عزیز ته وسپاره،دلته نو! د کرزي پر زای د معاون سخی پاچاهی وه،جالب قوانین یې را وویستل او پر عام ولس یې تطبیق کول د بیلګې په توګه”د جنایې او حقوقی دعوی په صورت کی به خلک دوی ته مراجعه کوې او همدارنګه هره کورنی د نکاح پر سر دوی ته میاشتنی جـزیه ورکوې د هرچا ورور زوی چې بلی سیمی ته د زده کړو لپاره تللې که تر ټاکلی نیټې را ستانه نکړې د نقدې جریمې تر څنګ جسمی سزا به هم ور کول کیږی ،جسمی سزا یې داسې وه چې سړی به یې پر دیوال سپور کړ، په هر پښه پور‌ به یې تر څو کیلو وزن ځوړند کړ،که به کومه شپه پر پوسته ډزې وسوې سهار به یې دا سزا پر ټولو تطبیق کوله!

زموږ د سیمی خلک له دې ظلمونو په تنګ راغلل او چې ولایت او قومندانی ته به ورغلل په ښکنځلو او ټلو به یې را رخصت کړل، بالاخره ولس طالبانو ته رجوع وکړه چې د هرې ممکنه لارې موږ له دې ظلمه وژغوري! طالبانو د معمول په څیر د ولس غوښتني ته لبیک ووایه!خو دا هم څه اسانه کار نه وو بلکې د سر سودا او معامله وه، یو خواته د ګوتو په شمیر په سپکو وسلو سمبال طالبان بل لور ته په سلهاوو اربکیان امریکایې چورلکی هاموی ټانګونه په سل دوه سوه متری کې پوستې!!

د شپې د تیارې څخه په استفادې سره طالبان تر سیند راپوري وتل او د وکیل قره د بازار سره یې د خپل راپور پر اساس دغو داړو ظالمو قمندانانو ته کمین ونیوه د الله په فضل سره ظالم قومندان معاون سخی یې زای پر زای وواژه او قومندان عزیز مرګونۍ ټپي سو،کمین پر اوږدې جګړې ځکه واوښت چې په همدې ورځ جنرال داود د اربکیو او پامیر پولیسو مشر کندوز ته راغۍ د وخت امنیه قومندان سمیع الله قطره سره یې جلسه لغوه کړه امر یې ور کړ چې په خپله به د ګل تیپې سیمی ته ورځې او ماته به ژوندی طالبان نه راولې ټول به وژنې! او د ضرورت پر وخت د امریکایانو هوایې ملاتړ هم لرو،همدا وه چې یو لوی کاروان چې له هوایې امریکایې چرخکو بدرګه کوله سیمې ته ورسېدل او په جګړه یې پیل وکړ، طالبانو کولای سول چې شاته تګ وکړي لکه څرنګه چې یې د خلکو سره وعده کړې وه چې سیمه به نور نه خوشې کوې او ولس به د اربکو له وحشته ساتي د مرګ تر کړی پر خپله خبره ودرېدل که څه هم کلیوالو ور ته وویل چې نور سیمه خوشې کړې لاړ سۍ ځانو پټ کړئ!

جګړه تر ماسپښین ناوخته وغځېده، طالبان د شا له لارې اکمالات نه درلودل په یوه تنګه محاصره سیمه کې جنګېدل له پاسه چرخکو سخت بمبار کاوه چې بالاخره اته تنه طالبان زخمیان او څلور تنه په مخامخ جګړه کې شهیدان سول(صلاح الدین ایوبی،شپیته کلن محمد نور اکا، نصرت او یو بل تن د توبره کش د سیمی طالب) او پنځم تن طالب نور سلیم یې په زخمي حالت کې و نیو چې مرمۍ او کارتوس ور سره خلاص وه د جنرال داود د امر سره سم یې په داسې حال کې په رینجر موټر پورې ژوندی وتړی شاوخوا د چرخکو څخه را ښکته سویو امریکایانو یې عکاسی او ننداره کوله او په ډیر ظلم او وحشت سره یې شهید کړ، د کندوز پولیسو مشر د خپلې قهرماني د زخمی طالب په وحشت سره وژنې ویډیو ګانی جنرال صاب ته راوړې او جنرال صاب په پوره خوښۍ او مهمان نوازی سره مازدیګر مهال رخصت کړ،

هوکې!د مظلوم د ښیرا او فریاد او د الله تر منځ هیڅ حایل او پر ده نسته!بېشکه الله ج د خپلو دوستانو فریاد واورېد او د خپل بنده اواز ته یې لبیک ووایه!

جنرال داود چې سنګه تخار ولایت ته ورسېد د ولایت مقام کې یې د المانی عسکرو او والی سره مشترکه امنیتی غونډه درلوده،د غونډي د پیل سره سم د طالبانو په لاس د تاکتیکی چاودنې ښکار سو او د خپلو بدو اعمالو په سزا ورسېد،د جنرال داود په ګډون تخار امنیه قومندان شا جهان نوری هم ووژل سو او د جرمنیانو سربېره د ولایت والی عبدالجبار تقوا ټپی شو.

والله عزیزا ذوانتقام

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

الله دی هغه مظلوم طالبانوته جنتونه ورنصیب کړی چی د دی وحشت په مقابل کی ودریدل او خپل سرونه یی دولس لپاره قربان کړل او الله دی دغه بی دینه بی مزحبه او د شروفساد کاسه لیسی په هغه دوزخ کی واچوی چی تر قیامته پکی وسوزیږی ریښتیا هم چی یو بیشرمه بی ننګه او بیغیرته انسان وه نو ډیر ښه سو چی الله ج د دوزخ تورو کندوته ورخطا کړ چی بد ګرځی بد به پرځی،