اسلام او جدّت پالنه (ماډرنیزم)

لیکوال: مفتي محمد تقي عثماني ژباړن: محمد هاشم شاهین

“جدّت پالنه (ماډرنیزم)” په خپل ذات کي یوه نېکه جذبه او د انسان یوه فطري غوښتنه ده. که دا جذبه نه وای نو انسان د ډبرو له زمانې نه د اټوم تر عصره نشو را رسېدلای. د اوښانو او آس ګاډیو نه ئې تر طیارو او فضائي طیارو پوري رسیدګي نشوه کولای. د شمعانو او د تېلو د څراغونو نه ئې د روښانه برقونو او سیَارو ګروپانو پوري ارتقاء نشوه موندلای. د انسان دا ټول مادّي پرمختګونه او سائنسي فتوحات، داسي چي یو خوا ته ئې پر سپوږمۍ او ستورو باندي لنګر غورځولی دئ او بلخوا ئې بیا د سمندر نس ته خپل ځان ورسولی دئ. که وکتل شي نو د انسان د همدې جذبې ممنون یو چي هغه جدت پالونکی(ماډرنیسټ) او تر غوره لا د ډېر بهتر حریص دئ.

لکه څرنګه چي اسلام یو فطري دین دئ، فلهذا پر هیڅ نوع نویتوب باندي ئې د نوي توب په حیث پابندي نه ده لګولې، بلکي ځیني وختونه ئې هغه غوره بللی او هغه ئې هڅولی دئ.

بالخصوص د حضور ص نه د صنعت و حرفت او جنګي فنونو او نورو په اړه د نویو نویو طریقو استعمالول ثابت شوي دي. د غزوۀ احزاب پر موقع چي کله عربي قبائلو په ګډه پر مدینې منورې د حملې پلان جوړ کړ نو د هغوی نه د ژغورلو په موخه حضرت سلمان فارسي رض یو نوی تدبیر معرفي کړ چي تر دې مخکي عربانو پر دې تدبیر عمل نه وو کړی او هغه دا تدبیر وو چي د ښار په اطرافو کي به یو ژور خندق(کَنده) کېندل کیږي. د حضور ص هم دا تدبیر خوښ شو او پر هغه ئې عمل وکړ، او خپله ئې هم د کندي په کېندلو کي ونډه واخیستله. (البدایه والنهایه: ۴/۹۵)

د همدې حضرت سلمان فارسي رض په مشوره سره د طائف د غزا پر موقع باندي حضور ص دوې نوي جنګي آلې استعمال کړلې چي د ځینو روایاتو مطابق حضرت سلمان فارسي رض په خپلو لاسونو جوړي کړي وې. په دغو دواړو کي یو منجنیق وو چي باید د هغه عصر توپ وبلل شي او دوې دبابې وې چي د هغه زمانې ټانکونه ئې بللای شو.(البدایه والنهایه: ۴/۳۴۸)

همدلته بس نشوه، بلکي حافظ ابن کثیر را نقل کړي چي حضور ص دوه صحابیان حضرت عروه بن مسعود رض او حضرت غیلان بن سلمه رض باقاعده د سوريې ښار “جرش” ته ولېږل، تر څو دوی له هغه ځای نه د دبابې، منجنیقونو او د صنبور د صنعت زدکړه وکړي او بیا راشي، جرش د شام مشهور صنعتي ښار وو او صنبور د دبابې په څېر یوه آله وه چي رومیانو به په جګړو کي کاروله. نو ځکه هم دغه دواړه صحابه د حُنین او طائف په غزاوو کي شریک نشول ځکه دوی په هغه وخت کي په شام کي د دې صنعت زدکړه کوله. (طبقات ابن سعد جلد-۲ پاڼه-۲۲۱، تاریخ طبري جلد-۲ پاڼه-۳۵۳، البدایه والنهایه جلد-۴ پاڼه-۳۴۵)

حافظ ابن جریر رحمه الله رانقل کړي چي د زراعت د پرمختګ لپاره حضور ص د مدینې اوسېدونکو ته د ډېر کښت کرلو حکم کړی وو، او د تولیداتو د ډېرښت لپاره ئې دا تدبیر په ګوته کړی وو چي په کښتونو کي دي د اوښانو کوپړۍ استعمالوي. (کنزالعمال جلد-۲ پاڼه-۲۱۹ انواع الکسب)

په یوه حدیث کي راځي چي د تجارت د پرمختګ لپاره حضور ص خلکو ته دا مشوره ورکړه چي د کالیو او جامو تجارت وکړئ، ځکه د جامو تاجر دا خوښوي چي خلک خوشاله او بې فکره وي. (کنزالعمال جلد-۲ پاڼه-۱۹۹، بیوع، انواع الکسب)

همداسي حضور اکرم ص ډېر خلک د تجارت لپاره عمان او مصر ته د تللو لپاره چمتو کړل. (کنزالعمال جلد-۲ پاڼه-۱۹۷)

د زراعت او معدنیاتو نه د ګټي اوچتولو لپاره حضور اکرم ص وفرمایل:

اطلبوا الرزق من خبایا الارض

مفهوم: یعني د زمکي په پټو نعمتونو کي رزق ولټوئ. (کنزالعمال جلد-۲ پاڼه-۱۹۷)

عربان د بحري کښتیو سره نا بلد ول، خو حضور ص په ډېره خوښۍ سره وړاندوینه وکړه چي زما د امت ځیني خلک به د الله په لار کي د جهاد په موخه د سیند پر څپو داسي سفر کوي لکه پر تخت ناست پاچا. (صحیح البخاري کتاب الجهاد)

او بیا ئې د مسلمانانو د لومړنۍ بحریې ډېر فضائل بیان کړل، چي وروسته حضرت معاویه رضی الله عنه د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت په وخت کي لومړنۍ بحري کښتۍ جوړه کړه، چي په دې سره نو د مسلمانانو حریم تر قبرص، روډس، کرېټ او صنفلیې پوري ورسېدی. تر داسي اندازې چي بشپړه رومي بحیره د دوی لپاره مسخّره شوه، چي اقبال مرحوم ئې په لور په داسي الفاظو سره اشاره کړې ده:

تها یهاں هنگامه اُن صحرا نشینوں کا کبهی

بحربازی گاه تها جن کے سفینوں کا کبهی

ژباړه: (دلته یو وخت د هغو صحرا نشینو خلکو زور او شور وو چي د هغوی د کښتیو د لوبو ځای به همدا سیند وو.)

حضرت عمرو بن العاص رض په ۸-هجري کي د لخم او جذام په خلاف د ذات السلاسل د جګړي په دوران کي د لومړي ځل لپاره د خاموشۍ(BlackOut) طریقه غوره کړه او خپل فوځ ته ئې امر وکړ چي په لښکرګاه کي د مسلسلو دریو ورځو لپاره د شپې له مهاله هیڅ ډول رڼا ونکړي او نه اور بَل کړي، چي کله لښکر مدینې منورې ته ورسېدی او حضور ص له دې کار نه خبر شو نو پوښتنه ئې تري وکړه، چي حضرت عمرو بن العاص رض ئې په ځواب کي وفرمایل چي اې رسول الله! زما د لښکر شمېر د دښمن په مقابل کي کم وو، نو ځکه مي د شپې له مهاله د رڼا او اور بلولو نه منع وکړه چي مبادا دښمن ته د اور د بلېدلو نه زموږ د لږ شمېر پته ولګيږي او راباندي زړه ور نشي. رسول الله ص دا جنګي تدبیر خوښ کړ او د الله ج شکر ئې اداء کړ. (جمع الفوائد جلد-۲ پاڼه-۲۷)

عرض مي دا کاوه چي دا د رسالت د زمانې څو متفرق مثالونه ول چي سرسري را په یاد شول، هدف مي دا وو چي اسلام پر هیڅ یو نوي اقدام د جدّت پالني(ماډرنیزم) په حیث باندي کوم اعتراض نه دئ کړی، بلکي د صحیحو اهدافو لپاره ئې په صحیحو حدودو کي د اوسېدلو په موخه د جدّت پالني(ماډرنیزم) هرکلی کړی دئ.

خو دا هم پر خپل ځای یو حقیقت دئ چي څرنګه چي د جدّت پالني(ماډرنیزم) انسان د مادّي پرمختګ د بام لوړو مدارجو ته ورسولی دئ، ده ته ئې نوي نوي اختراعات وربښلي دي، او د راحت او هوساکۍ غوره طریقې ئې ورته برابري کړي دي، همداسي ئې انسان په ډېرو رواني ناروغیو کي راګیر کړی دئ او د ډېرو تباه کوونکو تاوانونو سره ئې مخ کړی دئ. د همدې د جدّت پالني(ماډرنیزم) په واسطه د انسانانو تاریخ د فرعونانو او شِدّادانو نه ډک شوی دئ چي د طاقت او اقتدار پر هیڅ یو حد ئې آرام په برخه نشو، بلکي دوی د اقتدار په شوق کي تر حکومت او پاچائۍ لا په راتېرېدلو سره د خدائۍ دعوې هم پیل کړې، همدې جدّت پالني هټلر او مسولیني وزېږولو چي د دوی د هیوادونو د اشغالولو شوق او حوس هره ورځ د یوې نوي سیمي اقتدار غوښتلو، همدې جدّت پالني(ماډرنیزم) نن په ټوله نړۍ کي د لوڅ والي او فحاشۍ یو طوفان راپورته کړی، او په خپل منځي توافق او رضامندۍ سره ئې زنا ته د جواز سند ورکړی دئ. بلکي اوس خو د برطانیې د پارلمان نه د چک چکو په ږغ کي د هم جنس پرستۍ د جواز قانون هم د تطبیق وړ وګرځول شو، همدا جدّت پالنه ده چي په سایه کي ئې نن غربي مېرمني د اسقاط حمل د جواز غوښتني لپاره په عامه بېنرونه د ځان سره را اوچت کړي وي او ګرځي، او همدا جدّت پالنه ده چي په دلیل ګرځولو سره ئې د دوی له لوري د محرمو ښځو سره هم د واده کولو (غیرِفطري)غوښتنه کیږي.

له دې نه پته ولګېدله چي “جدّت پالنه(ماډرنیزم)” یوه دوه تېغه تُوره ده چي انسانیت ته د ګټي ورسولو کار هم کولای شي او د هغه(انسانیت) کار تمامولای هم شي. فلهذا یو نوی شی نه یوازي د ماډرنیزم له امله د منلو وړ وي او نه هم یوازي د ماډرنیزم پر اساس د غندلو وړ. تر دې ځایه خو خبره صافه ده خو مخ ته تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چي هغه کوم معیار دئ چي پر اساس ئې دا فیصله وشي چي فلان جدّت پالنه(ماډرنیزم) ګټوره او د منلو وړ ده او فلان ماډرنیزم بیا تاواني او د نه منلو وړ؟!!

د دې معیار د متعین کولو لپاره یو صورت خو دا دئ چي دا کار باید د خالص عقل په غاړه ورکول شي، لکه په سیکولرو ټولنو کي چي دا فیصله یوازي د عقل سره وي خو دلته بیا ستونزه دا وي چي کومو کومو خلکو چي د جدّت پالني” پر نوم د انسانیت نه د اخلاق و شرافت ټولو اوصافو په لوټلو سره ئې هغه د حیوانیت او درندګۍ پر لار روان کړی هغوی ټول د عقل او پوهي دعوه کوونکي ول، او د دوی له جملې یو هم داسي نه دئ چي خالص عقل ئې خپل لارښود نه وي ګرځولی. وجهه دا ده چي د الهي وحی د لارښووني نه تر آزادېدلو وروسړته د “عقل” مثال د یو داسي بې وفا او کوڅه ډب محبوب غوندي شي چي د متضاد قِسم عناصر ئې پر یو وخت خپل بولي، خو هغه په حقیقت کي د یوه هم نه وي. نو په داسي “عقل” کي تر بدو بدتر نظریات او تر خرابو لا خرابتر اعمال هم د جذابو او ښائیستو توجیهات سره موندل کیږي. د مثال په توګه د هيروشیما او ناګاساکي د نومونو په اورېدلو سره د انسانیت پر تندي خولې را ماتي شي خو د برنانیکا د دائرة المعارف په څېر په علمي او نړیوال کتاب کي د دغو تباهیو یادونه وروسته شوې ده چي د اټوم بم په مټ په هیروشیما او ناګاساکي کي ولیدل شول، خو د اټوم بم په توصیف کي دا جمله تر ټولو مخکي لیکل شوې ده:

“Former Prime Mnister Winston Churchill estimate that by shortening the war The atomic bomb had saved the lives of 1.000.000 US soldiers, 250.000 british soldiers.”

(برنانیکا جلد-۲ پاڼه-۶۴۷ اې مطبوعه ۱۹۵۰م مقاله: اټوم بم)

ژباړه:(پخواني صدراعظم ونسټن چرچل دا اندازه لګولې چي اټوم بم جګړه مختصره کړه او لس لکه امریکايي او دوه نیم لکه برطانوي عسکر ئې له مرګه وژغورل.) تاسي اندازه ولګوئ چي د داسي منطقو په رڼا کي کوم ظلم و ستم او کومه سفاکي داسي ده چي د عقل خلاف دي وبلل شي؟!!

د داسي عقلي توجیهاتو ډېر مثالونه وړاندي کېدلای شي، دلته زه د ډېر شرم و حیاء د معذرت غوښتلو تر څنګ یو بل مثال وړاندي کوم، چي په رڼا کي ئې د خالص عقل صحیح حالت ډېر ښه واضح شي، د اسلام په تاریخ کي یوه ډله د “باطنیې” په نوم تېره شوې ده، د دوی یو مشهور مشر عبید الله القیرواني په خپل یوه مکتوب کي لیکي:

“وما العجب من شئی کالعجب من رجل یدعی العقل ثم یکون له اخت او بنت حسناء، ولیست له زوجة فی حسنها فیحرمها علی نفسه وینکحها من اجنبی ولو عقل الجاهل لعلم انه احق بأخته و بنته من الاجنبی وما وجه ذالک الا ان صاحبهم حرم علیهما الطیبات الخ.” (الفرق بین الفرق لعبد القاهر البغدادي پاڼه۲۹۷: طبع مصر)

ژباړه: “تر دې به د ډېر تعجب وړ خبره بله څه وي چي یو شخص د عقل د دعوې کولو باوجود داسي بې عقلۍ کوي چي د ده سره ډېره ښکلې خور یا لور موجوده وي او خپله مېرمن ئې بیا هومره ښکلې نه وي خو دئ خپل خور یا لور پر خپل ځان حراموي او بل چا ته ئې ور په نکاح کوي. دغو جاهلانو که عقل درلودو نو دوی به په دې پوهېدل چي د بل چا په مقابل کي د خپل خور او لور دئ ډېر حقدار دئ. د دې بې عقلۍ لامِل په حقیقت کي دا دئ چي د دوی آقا پر دوی غوره شیان حرام کړي دي.”

د دې خطرناک عبارت پر خرابۍ او خباثت چي څومره لعنت غواړئ واستوئ. خو پر زړه مو لاس کښېږدئ او فکر وکړئ چي کوم عقل چي د وحی د لارښووني نه آزاد وي، د هغه سره به د دې دلیل لپاره یوازي خالص عقلي ځواب وي؟!! حقیقت دا دئ چي د یو آزاد او لبرل(آزادي غوښتونکی) عقل سره د دې پوښتني کوم ځواب نشته. لکه څرنګه چي پېړۍ وروسته د عبید الله قیرواني دا خوب اوس تعبیریږي. او په ځینو غربي هیوادونو کي د خور سره د واده کولو ږغونه را پورته شوي دي.

خلاصه دا چي که د “جدّت پالني(ماډرنیزم)” په بهیر کي د ښه او بد فیصله پر خالص عقل باندي پرېښودل شي نو یو خوا له دې نه د ژوند کوم قدر صحیح سالم نه پاته کیږي، او بلخوا لکه د هر شخص عقل د نورو نه مختلف دئ نو ځکه به هم انسان د متضادو آراوو او نظریاتو په داسي پېچلي کشمکش کي راګیر شي چي د وتلو هیڅ یوه لار ئې په نظر نه راځي. د دې دلیل دا دئ چي کوم عقل چي د الهي وحی د لارښووني نه آزاد وي، انسان هغه آزاد عقل بولي خو په حقیقت کي هغه د دغو حیواني خواهشاتو او نفساني اغراضو غلام شي چي د عقل د غلامۍ بدترین تصویر دئ. نو ځکه هم د قرآن کریم په اصطلاح کي د داسي عقل نوم “هوی” (د نفس غوښتنه) دئ، او د همدې په اړه ارشاد دئ چي:

وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ

ژباړه: او كه چيري حق د دوى په غوښتنو پسي تللى واى، نو د اسمانونو او ځمكي او د هغو د هر څه نظام به ګډوډ شوى وای. (سُوۡرَةُ المؤمنون : ۷۱)

د فلسفې د قانون په بحث کي د فلاسفه وو د یوې ډلي یادونه مخي ته راځي چي د دوی د اخلاقو نظریې ته (Cognitvist Theory) ویل کیږي، مشهور قانون پوه ډاکټر فرائډ مېن د دې نظریې خلاصه په خپل کتاب(Legal Theory) کي داسي بیان کړې ده.

“Reason is and ought only to be the slave of the passions and can never pretend to any other office than to serve and obey them.” (P: 36)

یعني “عقل یوازي د انساني جذباتو او خواهشاتو غلام دئ، او دئ باید هم د دغو غلام وي، د عقل د دې پرته بل څه کار نشي کېدلای چي دئ د دغو جذباتو بندګي او اطاعت وکړي”.

د دې نظریې نه ترلاسه شوې نتیجه د ډاکټر فرائډ مېن په الفاظو کي دا ده:

“Every thing else but also words like ‘good’ ‘bad’ ‘ought’ ‘worthy’ are purely emotive and there cannot be such a thing as ethical or moral science.” (P: 36/37)

د دې ماسوا هر شی تر دې حده چي د ښو او بدو تصورات او دا توري چي فلان کار دي وشي او “د فلان کار کېدلو لائق دئ” بالکل جذباتي خبري دي او په نړۍ کي د اخلاقو د علم په نوم کوم شی نشته.”

دا نظریه که د فلسفې د قانون د اساس جوړولو لپاره هرڅومره هم غلطه او خرابه وي، خو د یو سیکولر عقلیت لپاره ډېر ریښتینی او حقیقت خوښونکی تفسیر دئ، واقعه دا ده چي د سیکولر عقل د پیروۍ حتمي پایله د دې پرته بله نشي کېدلای چي په نړۍ کي دي د اخلاق نومي شي وجود پاته نشي. او د انسان پر قول و فعل باندي دي د ده د نفساني جذباتو پرته د بل کوم شي حاکمیت قائم نه وي. سیکولر عقلیت او “اخلاق” په حقیقت کي نشي سره یو ځای کېدلای. ځکه د جدّت پالني په بهیر کي یوه مرحله داسي راځي چي د انسان ضمیر یو عمل کرکجن بولي خو دئ ئې په اختیارولو کي بیا هم ځکه مجبور وي چي “د جدّت پالني” او سیکولر عقلیت سره د هغه د غندلو لپاره څه دلیل موجود نه وي. د غرب مفکرین نن له همدې لا چارۍ سره لا و ګرېوان دي. د “هم جنس پرستۍ” چي کوم قانون څو کلونه مخکي د برطانیې پارلمان تصویب کړ، د برطانیې د مفکرینو ډېر ستر شمېر دا ښه نه بولي خو پر منلو ئې ځکه مجبور ول چي د خالص عقلي “جدّت پالني” په مذهب کي چي د کومي کومي خرابۍ عادت عام کړل شي، هغه ته د قانوني جواز ورکولو پرته کومه چاره نه پاته کیږي. د وولیفنډن شرکت چي پر دې مسئلې د فکر کولو په موخه کښېنول شوی وو د هغه لاندیني الفاظ څومره عبرت ناک دي چي:

“Unless a deliberate attempt is made by society acting throug the agency of the Law to equate this fear of crime with that of sin, there must remain a realm of private morality and immorality which in brief and crude terms, not the laws business.” (The legal theory)

“چي تر کوم وخت پوري د قانون ماتحت د چلېدونکي ټولني له لوري د دې خبري فکري او فهمي هڅه نه ترسره کیږي چي جرم د ګناه د وېري برابر شي تر هغه وخته شخصي اخلاقو او بدو اخلاقو د تصور حاکمیت برقرار پاته کیږي، چي مختصر خو په صریحو الفاظو سره د قانون له کاري دائرې بهر دئ.”

حقیقت دا دئ که چیري د “ښو او بدو” ټولي فیصلې پر “خالص عقل” باندي وسپارل شي نو د انسان لپاره داسي کوم معیار باقي نه پاته کیږي چي پر اساس ئې دی کوم نوی رواج منع کړای شي بلکي هر قیمتي او ارزښتناک قدر به هم د “جدّت پالنه(ماډرنیزم)” په سيلاب کي تري وبهیږي.

نن د قانون مفکرین پر دې خبره په سخت تشویش کي راګیر دي چي د “جدّت پالني” په عامه تګلاره کي هغه کومه طریقه ومنل شي چي په هغې کي حداقل یو څه اعلی انساني اوصاف وژغورل شي او د تسخیر نه خوندي پاته شي. لکه یو امریکایي قاضي جسټس کارډوزو (Carduzo) چي لیکي:

“نن د قانون مهم ترین ضرورت دا دئ چي یوه داسي قانوني فلسفه چمتو کړل شي چي د ثبات او تغیّر د متضادو او متحاربو غوښتنو تر منځ کوم موافقت پیدا کړي.” (The Growth of the Law)

خو حقیقت دا دئ چي دا کار د کوم عقلي فلسفې د وَس کار نه دئ، دا ټوله خرابي له دې ځایه پیدا شوې ده چي د الهي وحی کار د عقل پر سر په ورغورځولو سره پر هغه هغه بوج بار کړل شوی دئ چي دئ ئې وړلای نه شي. ښکاره ده چي د کوم قانون په اړه که دا وویل شي چي هغه دائمي او غیر متغیر دئ د یو دلیل پر اساس ویل کېدلای شي او انساني عقل د داسي دلیل وړاندي کولو نه عاجز دئ. نن يو څو خلک یو قانون د خپل عقل پر بنیاد ناقابل تغیَر وبولي. سبا ته نور خلک پوه شي چي هغه خو د دائمي قانون جوړېدلو لائق نه وو، نو ځکه ئې هم د متغیّر کېدلو اعلان کوي. فلهذا که د دې ستونزي کوم حل موجود هم وي نو هغه د دې پرته بل څه نه دئ چي انسان خپل عقل د نفساني غوښتنو د غلام ګرځولو پر ځای د هغه ذات غلام وګرځوي چا چي دی او ټول کائینات پیدا کړي دي. لکه څرنګه چي هغه(د ده خالق ج) د نړۍ د ټولو بدلونونو نه خبر دئ، نو ځکه هم دا خبره د ده پرته بل څوک نشي کولای چي د قانون کوم اصول غیر متغیر دي. د قانون د اصولو مشهور مصنف جارج پېټن بالکل صحیح خبره کوي چي:

“What interests should be legal system protect?
This is a question of values, in which legal philosophy plays its part ….. But however much we desire the help of philosophy, it is difficult to obtain. No agreed scale of values has ever been reached indeed, it is only in religion that we can find a basis, and the truths of religion must be accepted by faith or intuiton and not purely as the result of logical argument.(paton: jurisprudece p:121)

یوه مثالي قانوني ټولنه به د کومو کومو ګټو ساتنه کوي؟!! دا د اقدارو خبره ده چي د قانون فلسفه خپل کردار پکي لوبوي ….. خو په همدې معامله کي چي موږ له فلسفې نه څومره مرسته غواړو، همهغومره د هغه نه د دې ځواب تر لاسه کول ستونزمن دي. ځکه د اقدارو متفقه پیمانه تر اوسه موندل شوې نه ده. واقعه دا ده چي یوازي مذهب داسي شی دئ چي موږ ته یو اساس پکي ترسترګو کیږي، او د مذهب حقائق هم باید د عقیدې په ذریعه ومنل شي نه چي د خالص منطقي استدلال د پایلي په صفت.

خلاصه دا چي د زمانې په نوي توبونو کي د ښو او بدو د فیصلې کولو لپاره سیکولر عقل قطعاً ناکام پاته شوی دئ، نو ځکه هم د دې ستونزي د حل لپاره د دې پرته بله لار نشته چي انسان د الله تعالی او د هغه د قانون نه لارښوونه ترلاسه کړي، د انسانیت د ژغورني د دې پرته بله لار نشته، قرآن کریم فرمايي:

أَفَمَن كَانَ عَلٰى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ كَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوٓءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوٓا أَهْوَآءَهُم

ژباړه: ښه نو ايا داسي کېدای شي چي څوك د خپل رب له لوري په روښانه او څرګند هدايت باندي وي، د هغو خلكو په څير شي چي د هغو لپاره خپل بد عمل ښايسته کړی شويدى او هغوى د خپلو نفسي غوښتنو پيروان ګرځېدلي دي. (سُورَةُ محَمَّد : ۱۴)

نو ځکه هم د ستونزي یوازینی حل دا دئ چي د زمانې هره نوې تګلار او هر نوی رسم و رواج د هغه د ظاهري ځلا پر بنیاد نه بلکي پر دې اساس وپلټل شي چي هغه د “پالونکي د تګلاري” مطابق دئ او کنه؟!! او که د هغه په اړه د الله ج او د هغه د شریعت کوم حکم راشي نو بې چون و چرا دي ومنل شي. د قرآن قول دئ:

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ

ژباړه: هیڅ يو مؤمن او هیڅ يوه مومنه دا حق نه لري چي كله الله او د هغه رسول(ص) د کومي معاملې فېصله وکړي او بیا (د الله او د هغه د رسول په خلاف) هغه پخپله د خپلي هغي معاملې د فېصله كولو اختيار ولري. (سُورَةُ الاٴحزَاب : ۳۶)

او:

فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتّٰى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِىٓ أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا
ژباړه: نه، اې محمده (ص)! ستا په رب قسم چي دوى هیڅكله مؤمنان كېداى نه شي، تر څو چي په خپل منځي شخړو کښي تا فېصله كوونكى ونه مني. بيا چي ته څه فېصله وکړې، پر هغې باندي په خپلو زړونو کښي هم څه تنګي احساس نه کړي؛ بلکي سر تر پايه یې ومني. (سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۶۵)

الله تعالی ج چي کوم احکام په خپل کتاب یا د خپل رسول ص په ذریعه را بښلي دي، هغه د همهغه مسائلو په اړه دئ چي که ئې هغه د خالص عقل په غاړه ورکولای نو انسان ئې د ګمراهۍ په لور بېولی شو او لکه څرنګه چي الله تعالی د ماضي او راتلونکي له ټولو حالاتو نه باخبر دئ، نو ځکه هم یوازي د ده احکامات په هر عصر کي واجب العمل کېدلای شي. لکه الهي ارشاد چي دئ:

يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ أَن تَضِلُّوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ

ژباړه: الله تاسي ته حكمونه تشريح كوي چي لار وركي نشئ. او الله پر هر شي پوه دى. (سُورَةُ النِّسَاء : ۱۶۷)

له همدې ځای نه دجدّت پالني(ماډرنیزم) په اړه یوه بله خبره هم څرګندیږي، او هغه دا چي الهي وحی او د شرعي احکامو ضرورت د دې لپاره ځکه هم پېښ شوی چي د ناقص عقل په واسطه په دغو معاملاتو کي تر هدایت پوري ورسېدل ستونزمن وو، نو ځکه هم د هدایت لپاره د الهي احکامو بغیر چون و چرا اتباع کول ضروري ده او دا عملي طرز صحیح نه دئ چي د زمانې کوم طرز لومړی په خپل عقل سره صحیح او غوره وبلل شي. او تر دې وروسته قرآن و سنت په خپل عقلي فیصلې سره د صحیح کولو لپاره په هغوی کي کشمکش او غیر مناسب تأویلاتو تګلار غوره کړای شي. ځکه دا عملي طرز د الهي احکامو اتباع نشي بلل کېدلای، دا د اتباع پر ځای ترمیم او تغيّر دئ چي هیڅ انسان ته ئې اختیار نشته، ځکه د هغه نه د الهي احکامو د نزول هدف برباد کیږي. اتباع دا ده چي انسان په هر حال کي الهي احکام بشپړ او د بشپړ یقین کولو او د کوم ترمیم پرته هغه ومني او که د زمکي د مخ ټول خلک په ګډه وغواړي نو دوی د الهي احکامو نه اعراض ته نشي چمتو کولای. الهي قول دئ:

وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا لَّا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِى الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَن يَضِلُّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ

ژباړه: ستا د رب وينا د رښتينولۍ او عدالت په اعتبار بشپړه ده؛ هیڅوك د هغه د فرمانونو بدلوونكى نه دى. او هغه د هر څه اورېدونكى او پر هر څه پوهېدونكى دى. او [اې محمده (ص)!] كه ته د هغو خلكو د اكثريت په خوله كار وکړې چي په ځمکه کښي ميشته دي، نو هغوى به تا د الله له لاري واړوي. هغوى خو یوازي په ګومان روان او د انګېرنو برابروونكي دي. په حقيقت کښي ستا رب ډېر ښه پوهیږي چي څوك د هغه له لاري اووښتي دي؛ او هغه ښه پوهیږي چي څوك پر سمه لاره برابر دي. (سُورَةُ الاٴنعَام : ۱۱۵/۱۱۷)

بل قول دئ:

قَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا ائْتِ بِقُرْءَانٍ غَيْرِ هٰذَآ أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِىٓ أَنْ أُبَدِّلَهُ مِن تِلْقَآئِ نَفْسِىٓ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحٰىٓ إِلَىَّ

ژباړه: وايي: “دده پر ځاى كوم بل قُرآن راوړه يا په ده کښي څه تعديل راوله.” – [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: “زما دا كار نه دى چي له خپله ځانه په ده کښي څه تعديل او ترميم وکړم. زه خو یوازي د هغي وحیي پېرو يم چي ما ته لېږله کیږي. (سُورَةُ یُونس : ۱۵)

په دا ډول پیروي کي انسان ځیني وختونه د زمانې د مخالفت سره هم مخ کیږي، له همدې امله ستونزي هم واقع کېدلای شي، خو کوم خلک چي د دغو امتحانونو مقابله کوي دوی ته د الله له لوري د دنیا او آخرت دواړو هدایت ورپه برخه کیږي. ارشاد دئ:

وَالَّذِينَ جٰهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ

ژباړه: كوم كسان چي زموږ په خاطر مجاهده وکړي، هغو ته به موږ خپلي لاري ور وښيو. او په باوري ډول الله د نېكوكارانو ملګرى دى. (سُورَةُ العَنکبوت : ۶۹)

دا تګلاره سمه نه ده چي که په کوم الهي حکم کي کومه ظاهري ګټه په نظر راشي نو هغه دي ومنل شي، او چیري چي بیا څه ستونزي او امتحانونه وي هلته بیا د اعراض او تأویل جوړوني طریقه غوره شي. په دې ډول تګلاره کي د قرآن کریم د قول مطابق د دنیا او آخرت دواړو تاوان دئ.

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلٰى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلٰى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْءَاخِرَةَ ذٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ

ژباړه: او په خلكو کښي څوك داسي دي چي په څنګ باندي په اوړېدو سره (خپلو ګټو ته درسېدو په خاطر) د الله بندګي كوي، كه ګټه یې تر لاسه شوه، نو پرې ډاډه شو. او چي كوم کړاؤ پرې راغى، نو پر بل مخ راوګرځېدی، د هغه دُنيا هم لاړه او اخرت هم. دغه څرګنده خساره ده. (سُوۡرَةُ الحَجّ : ۱۱)

عرض دا چي د اسلامي فکر له مخي د ښه او بد نویتوب/جدّت پالني د تَللو معیار دا دئ چي د الله ج شریعت د هغه په اړه څه حکم کړی دئ؟!! که هغه د شریعت د احکامو مطابق وي نو باید ومنل شي، او که د شریعت د احکامو په خلاف وي نو په شرعت کي د تأویل و تحریف د طریقې د غوره کولو پر ځای هغه پرېښودل شي، دا که نو د زمانې د عام قانون خلاف وي او که پر دې تګلاره هر څومره خلک هم ملامت او ټوکي کوي بیا به هم، د یوه مسلمان لپاره د داسي سپکو اعتراضاتو ځواب یوازی دا وي چي:

اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِى طُغْيٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ

ژباړه: الله په دوی ملنډي وهي (سزا وركوي) او دوى ته په خپله سركښي کي داسي مهلت ورکوي چي حیران پاته وي. (سُورَةُ البَقَرَة : ۱۵)

بلې هو دا تګلاره د ژوند د هغو معاملاتو لپاره ده چي قرآن و سنت فرض، واجب، مسنون، مستحب یا حرام او مکروه بللې ده. ځکه چي دا احکام په هر عصر کي غیر متغيّر دي. کوم شی چي د مباحاتو په کتار کي راځي په هغه کي انسان ته اختیار ورکول شوی دئ چي دی ئې د وخت او زمانې د مصلحتونو له مخي د هغوی د غوره کولو او یا رَد کولو فیصله کولای شي او که وکتل شي نو د ژوند داسي مسائل د شمېر له مخي ډېر کم دي چي په اړه ئې شرعي نصوصو فرض و واجب، مسنون و مستحب یا حرام و مکروه کېدلو صراحت ذکر کړی دئ او کوم چي تغییر موندونکي نه دي د هغوی برعکس د ژوند ډېر شیان په “مباحاتو” کي داخل دي او د هغوی د پرېښودلو او غوره کولو فیصلې هر وخت بدلېدلای شي.

نو اسلام چي جدّت پالنه(ماډرنیزم) ته کوم میدان وربښلی دئ هغه یو پراخ میدان دئ چي هغه خپل ټول حرکات پکي څرګندولای شي او په هغه کي انسان د خپل عقل نه په کار اخیستلو سره د علم و انکشاف او سائنس او ټېکنالوجۍ د عروج تر بام پوري ورسېدلای شي او دغه معلومات د انسانیت لپاره لا ډېر ګټور ثابتولای شي.

فلهذا دا وخت د اسلامي نړۍ تر ټولو لویه ستونزه دا ده چي دوی دي د جدّت پالني(ماډرنیزم) دغه حدود وپېژني او اسلام چي د “نویتوب پالني” کومه پراخه دائره انسان ته ورکړې ده، د هغه په پرېښودلو سره دي په هغه مختصره دائره کي دخل اندازي نه کوي چي احکام ئې شریعت خپله ټاکلي دي او چي تغیر موندونکي نه دي. د دې برعکس د اسلامي نړۍ اوسنۍ تګلاره دا ده چي په کومه دائره کي به ئې نوی فکر خپلولای، هلته خو د دوی پرمختک ډېر سوړ او محدود دئ، د دې برعکس چي کوم الهي احکام بدلون موندونکي نه وو، مسلمانانو د خپل جدّت پالني(ماډرنیزم) رُخ د هغوی په لور وَر اړولی دئ، او د همدې پایله ده چي اوسنۍ زمانې چي کوم غوره خصلتونه انسانیت ته ورکړي دي له هغوی نه خو موږ محروم یو، او کومي خرابۍ چي ئې بیا زېږولي دي هغه په ډېر سرعت سره زموږ په ټولنه کي سرایت کوي. الله تعالی دي موږ ته توفیق راکړي چي موږ په اوسني عصر کي د خپلو ذمه داریو نه په سالم فکر سره راووځو.

و أخر دعوانا ان الحمد لله رب العلمین

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا ډیره جالبه موضع او اوږد بحث دی کتابونه او کتابخایی یی په کتابو ډکی دی . زه به هم څه ورسره زیات کړم : انسانان له نورو حیواناتو په احسن تقویم اندامو ، متفکرو مغزو او مهربانه زړونو توپیر لری همدغه یی د خلافت د مقام وړتیا او سپیڅلتیا هم ده، که یی د الهی لارښودنو لاندی وکاروی دا هغه خدا ګونه مقام دی چه ملایکی یی د تعظیم په سحدی کولو ماموری شوی وی یعنی انسان د دغه سبيڅلی مقام په وړتیا تر ملایکو چه تر ټولو پورته دی پورته کیږی ځکه ورته اشرف المخلوقات وایی ، خو… نور لوستل »