fbpx

د فضل هادي مسلمیار د کورنۍ نهه غړي وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي / انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په چاپه کې د یوې کورنۍ نهه تنه غړي وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې دغه ټوله د مشرانو د جرګې د رئیس فضل الهادي مسلمیار د کورنۍ غړي دي.

په وژل شویو کسانو کې د محلي پولیسو قومندان حاجي زورور خان هم شامل دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې تېره شپه افغان ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ د دولتزو سیمې په «چیني» کلي کې عملیات وکړل چې له امله یې ۹ تنه وژل شوي او د یوې ښځې او ماشومې په شمول ۸ تنه نور ټپيان دي.

نوموړي ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د محلي پولیسو د قومندان تر څنګ د مسلمیار د اکا زامن او نور خپلوان شامل دي.

وژل شوي کسان:

حاجي محمد اسماعيل

سليمانخېل

حيات الله

زورور خان

کريم الله

سبحان الله

صفي الله

عجب

سبحان الله

انوارالله

د ننګرهار والي حیات الله حیات چې تازه والي ټاکل شوی دی، پر دغې پيښې خواشیني ښودلې او ویلي يې دي چې د مرکزي حکومت څخه به وغواړي چې ددغې پيښې د څیړنې لپاره لوړ پوړی پلاوی وټاکي، تر څو هر اړخیزي څیړنې وکړي.

خپله فضل الهادي مسلمیار اوس مهال سعودي ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې تللی دی تر اوسه څه نه دي ویلي.
د نوموړي د کورنۍ غړي وايي چې تر هغو مرکزي حکومت ته وخت ورکوي تر څو چې مسلمیار بیرته خپل هیواد ته را ګرځي، دوی به وروستۍ پرېکړه د هغه په سلا مشوره کوي.

avatar
10 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

بس الله دی نه امریکایی پریږدی نه دا اجیره مورداره بیناموسه د امریکا مزدوره غلامه اردو پولیس او نوری بلاوی یی دا څه حال څه ورځ ده د پښتون په کور هم کفار ورته بلایان سوی دی او هم د کفارو غلامان مرګ دی وی په هغه پښتون چی پدی اجیره اوردو کی دنده ترسره کوی لعنت دی د خدای وی په هغه پښتون چی د دی فاسدی مورداری او بیناموسه اردو څخه ملاتړ کوی . د دی بیناموسی او اجیری اردو هر یو چی مورداریږی داسی ده لکه چی یو امریکایی مورداریږی دوی د امریکا بچی دی او د… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

عبدالولی فهیم صاحب.تبصره لیکل د ستا حق دی او زه د ستا د تبصره په هکله دومر ه لیکم چه دا مرګونه نه اول دی ،او نه به اخری وی،ولی د کنځلی په ځای د مشکل حل نه راوباسو؟د هر مشکل حل لاره شته،راځی چه راتلونکی وخت ته وګورو.تیر په هیر کړو،وینه په وینه نه مینځل کیږی،ډیر لوی ظالم ته مو لاس ور لاندی دی،راځی چی لاس دظالم څخه په داسی شکل سره خلاص کړو،چی لاس مو قعطه نه شی.دجنګ په ټولو خواکی پښتانه قتل کیږی،د پښتون د قتل پروژه په درز سره راوانه ده.رد بد کنځل د دی پروژی… نور لوستل »

یارګل
میلمه
یارګل

په اصل کی قیصه داسی شوی چی د فضل هادی کورنی ته داعش لخوا اخطارونه ورکړی شوی ول خو دشپی چی کله چی ځانګړو ځواکونو دغلته چاپه واچوله نو دوی په دی ویره کی ول چی داعش دی نو په امنیتی ځواکونو یی دزی شروع کړی وی چی هغوی هم بیرته دزی پری کړی وی چی په نتیجه کی د دوی د کورنی کسان ووژل شول

محمد موسی شفیق
میلمه
محمد موسی شفیق

ښکنځل کول بد رد ویل خو د میرمنو کار ده، ولې یو انسان منطقي بحث ونکړي؟؟؟

د چرخ آغاصاحب
میلمه
د چرخ آغاصاحب

کسانیکه خود را به تنظیم های جهادی نسبت میدهند
دشمن درجه اول اشرف غنی و اتمر اند
دوستم نیز در همین باند بود .. لیکن حالا ……
دیگر حاجت به تفصیل ندارد
همه میدانند

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

یارګله وروره! سلام.
موږ داسی اوریدلی وه چه د مسلم یار د کورنۍ ټول غړی او حتی خپله مسلمیار د داعش د شیطانی – یهودی پروژې فعال غړی وه، څه چل وشو چه یو دم دا وګړی بیرته د داعش دښمنان شوه؟
امکان لری کیسه بل ډول وی.

افغان
میلمه
افغان

زما په یاد دی ، کله چه کمونستانو په داود کودتا وکړه داسی یی مړه کړل چه د کورنی د ځینو غعړو کلمی چا په ونو کی ځوړندی لیدلی وی ، به اوله ورځ یی د ارګ دروازه د هر چا په مخ خلاصه او د ګلخانی ماڼی خواته د نجیب په مشری عسکر هره خوا ولاړ وو نجیب د داود ،کورنی او وزیرانو د وژلو قیصی کولی چه داسی مو ووژل او داسی مو ووژل حتی د ګلخانی مانی په دیوالو وینی هماغس پرتی وی هغه ویل چه دغه خپله د داودخان خبیث وینی دی . ښه زمانه تیریدله… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

درنو وروڼو السلام عليکم ورحمة الله ! د دې ټولو ناخوا او ورور وژنو او قتل وقتال اصلي چاره څه ده ؟ په دې اړه زما د يوې ليکنې وروستۍ برخې ته ستاسو دوستانو پام رااړوم: چاره داده چي موږ کوچني کوچني او سلقوي او د پردو په اشارو او ټونګونو او د اشغلګرو کفارو او د هغو د پلویانو په ګټه اختلافاتو ته هوا ورنه کړو. د نفس او انسي او جني شیطانانو غوښتني ونه منو . د خدای جل جلاله له قهر او غضبه وبېرېږو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو سیرت او د… نور لوستل »

تکل
میلمه
تکل

د همت صاب لیګنی واقعا په حقایقو ولاړه او مستندی دی ره یی همیشه لولم او په ډیرو مسألو که ما د ځان لپار استاد منلی دی، او خاص د الله پاک لپاره محبت ورسره لرم. الله ج د ده په عمر که بر کت واچوی.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

تکل وروره مننه در څخه کوم الله دي پر دواړو نړيو سر لوړی او بريالی ولره. او الله دي ستاسو د نیک نظر اجر در کړي. د###### زموږ هر څه د اسلام د سپېڅلي او مبارک دین د ننګي او سرلوړۍ، د متجازو کفارو څخه زموږ د هيواد د خپلواکۍ او زموږ د مظلومو خلکو د ژغورنې او له دې کړاوونو د خلاصون لپاره دي. په دې لار کې چې څه ناخوالي راسی، رادي سي. والسلام مع الاحترام .