د بنګلدیش او هند پر وړاندې سیالیو لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش پر وړاندې د درې شل اوریزو او د هندوستان پر وړاندې د یوازیني ټيسټ لپاره د افغانستان ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو.

د نوروز منګل په مشرۍ د افغانستان غوراوي کمیټۍ د هغو شپاړس کسیزو لوبډلو نوملړ په ډاګه کړ چې د بنګلدیش پر وړاندې په درې شل اوریزو او د هندوستان پر وړاندې په تاریخي ټيسټ لوبه کې ګډون کوي.

د بنګلدیش پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:

شهزاد محمدي، نجیب ترکی، عثمان غني، اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)، نجیب ځدراڼ، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، درویش رسولي، محمد نبي، ګلبدین نائب، کریم جنت، راشد خان، شرف الدین اشرف، مجیب ځدراڼ، شاپور ځدراڼ او افتاب عالم شامل دي.

لکه څومره چې تمه کېده چې د غوراوي کمیټۍ به لوبډله کې یو شمېر نوي لوبغاړي شامل کړي، خو په لوبډله کې له درویش رسولي پرته هیڅ نوی لوبغاړی نه دی شامل شوی چې د شنونکو په وینا د غوراوي کمیټۍ ستونز بلل شوې ده.

د هندوستان پر وړاندې ډ یوازیني تاریخي ټيسټ سیالۍ لپاره لوبډله په لاندې ډول ده:

شهزاد محمدي، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی، محمد نبي، راشد خان، ظاهر خان، حمزه هوتک، سید شهزاد، محمد یامین احمدزی، وفادار او مجیب ځدراڼ.

په تېره نیږدې کې په مسلسل ډول ناکامیدونکي لوبغاړي احسان الله جنت او ناصر جمال یو ځل بیا د لوبډلې برخه ګرځول شوي، چې د کرېکټ شنونکي يې په دغه شپاړس کسیزه لوبډله کې د انتخاب ضیاع بولي.

دولت ځدراڼ په لوبډله کې نه دی شامل شوی، ځکه چې نوموړی څه موده وړاندې په تمریناتي کیمپ کې ټپي شوی و چې له امله یې نشي کولای په دغو سیالیو کې ګډون وکړي، له بل اړخه ظاهر خان پکتین چې د هند سوداګریزو سیالیو په تمریناتو کې ټپي شوی و اوس د ښه کېدو نه وروسته د لوبډلې برخه ګرځول شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د بنګلدیش پر وړاندې درې شل اوریزې سیالۍ به د هند دهرادون ښار کې په درېیم، پنځم او اوومه نېټه ترسره کیږي، چې یوازینۍ او تاریخي ټیسټ لوبه به د هندوستان پر وړاندې په ۱۴م جون پېل کیږي.