fbpx
احمد ضیاء رفعت

د کابل پوهنتون استاد په موټر کې ایښی بم، کشف شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د کابل پوهنتون یو استاد احمد ضیاء رفعت په موټر کې اېښی بم کشف شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي دغه بم هغه وخت کشف شو، چې د ښاغلي رفعت موټر د کابل پوهنتون په دروازه کې د پلټنې لپاره ودرول شو.

د دې وزارت ویاند ضیاء ساحل وايي، ښاغلی رفعت تر څېړنو لاندې دی، خو هغه ویلي چې تېره شپه يې موټر له ده سره نه و.

احمد ضیاء رفعت چې د دری ژبې شاعر هم دی، تېر کال يې یوه شعري ټولګه د ځينو دیني کړیو له لوري د کفر په خپراوي تورنه شوه.

هغه د پوهنتون په تدریسي ټولګي کې هم پر دې مشهور دی، چې پر اسلامي نصوصو تېز ورځي او ځينې اسلامي ډلې په بې لارۍ تورنوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د