
روزګان: طالبان وايي چوري ولسوالۍ يې نیولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، روزګان کې د چوري ولسوالۍ مرکز او شاوخوا اړوند پوستې نیولې دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي د دوی ځواکونو د جوري ولسوالۍ ودانۍ، د استخباراتو اړوند ودانۍ او شاوخوا ۱۷ پوستې نیولې دي.
سرچینه زیاتوي د دوی سرتېرو د ولسوالۍ شاوخوا چاڼيز عملیات پیل کړي او دولتي ځواکونه ترې په تېښته دي.
طالبانو تر اوسه د شپږو رینجر موټرو او ګڼو مهماتو د نیولو خبر ورکړی.
خبرپاڼه زیاتوي چې په جګړه کې د ګنو عسکرو پر وژل کېدو سربېره ۱۵ تنه له وسلو سره تسلیم شوي دي.
سرچینه کاږي، د دې ولسوالۍ له سقوط سره د « خاص روزګان ولسوالۍ او د مرکز ترینکوټ هم اکثره برخې له دښمن څخه تصفیه شوې او دښمن په هغو سیمو کې هم د محاصرې او ځپلو په حال کې دي.»
تر اوسه د روزګان ځايي چارواکو د چوري ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ويلي.
ماشاالله آفرین دی وی پدی تکړه او مبارزه مجاهدینو انشاالله چی بریا ستاسی ده او الله ستاسی د دی سپیڅلی جهاد مرسته کونکی ده .
الله دی دومره زور او قوت درکړی چی دا بیچاره مظلوم ولس د دی غلام دولت له شرڅخه خلاص کړی .
انشاالله چی هم امریکا مو په ګوڼډو کړی ده او هم د امریکا غلام او بیناموسه دولت.