آیفون د خپلو مبایلونو لپاره خارجي کور تڼۍ وړاندې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې تر دې دمه ایپل کمپنۍ تر ټولو مخکې ده چې د آیفون په نامه مبایل یې له هر ډوله ځانګړتیاو برخمن وي.

خو د ځینو نیمګړتیاو په خاطر چې یو مهال یې په مبایلونو کې وموندل شوې یو څه اندازه محبوبیت کم کړی و، لکه د چارجر په واسطه د مبایل سوځېدل، یا هم د مبایل چاودیدل، او په ځانګړي ډول هغه نوې نیمګړتیاوې چې ایپل کمپنۍ یې پخپله هم اعتراف ته مجبوره کړې وه.

له هر څه سره بیا هم آیفون په نړیوال بازار کې هیڅ ارزښت له لاسه نه ورکوي، چې ښکاره بېلګه یې آیفون اکس مبایل دی، خو ددې مبایلونو یوه ستونزه ددې کور تڼۍ (Home Button) ده چې له پېله تر اوسه ددې ستونزه بلل کیږي، خو اوس یې ددې لپاره هم نوې لار موندلې ده.

دوی د یوې کمپنۍ سره په ملګرتیا د آیفون مبایلونو لپاره داسې کور تڼۍ جوړه کړې چې د چارجر له لارې ورنصب کیږي، چې پر کور تڼۍ سربېره چارجر ،غوږۍ او نور اړوند کارونه کول هم پرې کولای شي.

دغه خارجي کور تڼۍ چې تر اوسه یې ښه بازار موندلی، په شاوخوا ۱۳ ډالره پلورل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د