fbpx

د رولا غني نادرو غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): له طلوع نیوز خصوصي تلویزون سره د محمد اشرف غني مېرمنې په تازه مرکه کې ځينې څرګندونې کړې چې توند غبرګونونه يې راپارولي.

هغې چې د پښتنولۍ دعوه هم وکړه، په خپرونه کې وویل په برېښنايي تذکره کې يې قوم «پښتون» او ان دین هم «اسلام» لیکلی دی.

رولا غني د «سادات» قوم اړوند وویل، چې سادات یو قوم نه؛ بلکې یو «شی» دی، چې په غبرګون کې يې د دې قوم فعالانو، استادانو او مشرانو څرګندونې کړې دي.

د پوهنتون استاد محمد مرادي د رولا غنې د دې څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې افغانستان په ډيموکراسۍ کې تر دې اندازې نوی دی چې ځينې باطلې شوې اصطلاح ګانې لا هم پکې فعالې دي.

د ده په وینا رولا غني ته باید «لومړۍ مېرمن» ونه ویل شي، ځکه په یوه ډيموکراټيکه ټولنه کې لومړۍ، دویمې او درېیمي طبقې ځای نه لري.

د ده په وینا محمد اشرف غني له غربه په تقلید دا هڅه وکړه چې خپلې مېرمنې ته دغه لقب ورکړي، په داسې حال کې چې دا لقب اوس له کاره لوېدلی دی.

په دیني چارو کې د محمد اشرف غني مشاور او د ساداتو قوم یو مشر سید محمد علي جاوید وايي، دی پوهېږي چې رولا غني نه د افغانستان د وضعیت، نه اړیکو او نه هم قومونو او دود – دستور اړوند معلومات لري.

د ضیا موسوي په نوم فرهنګي فعال وايي، د رولا غني څرګندونې استخباراتي اړخ لري، د د په وینا دلته پر نورو ستونزو سربېره د هغې نادرې یو بله ستونزه زېږوونکې موضوع ده.

د زرغون بدلون؛ په نوم فکري بهیر پر محمد اشرف غني غږ کړی چې مېرمن دې کنټرول او له ساداتو قوم څخه بښنې ته اړ کړي.

دې بهیر په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې رولا غني د افغانستان د قومونو په اړه اصلاً پوهېږي نه؛ خو څرګندونې يې متعصبانه دي.

لبنان الاصله عیسوۍ رولا غني، په خپلو خبرو کې د محمد اشرف غني لویه غلطي د اجراییه ریاست رامنځته کول بولي، هغې ویلي راتلونکو ټاکنو کې د خپل خاوند د نوماندۍ په اړه هغه ته د هو یا نه مشوره نه ورکوي.

رولا غني، چې محمد اشرف غني يې «بې بې ګل» بولي، د افغان مېرمنو لپاره د کار په پلمه د «پروموټ» په نوم یوه پروژه هم لري، چې پکې د استخدامېدونکو مېرمنو عمر باید تر ۲۵ کاله ښکته او تر ۳۵ لوړ نه وي.

ګډ حکومت وړاندې تر دې هم څو ځلې پر دې تورن شوی، چې د قومونو تر منځ بې اتفاقۍ ته لمن وهي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zadran
میلمه
Zadran

دا چه د رولا غنی په تذکره کی اسلام لیکل شوی،نو هغی اسلام مقدس دین قبول کړی او مسلمانه ده.کتابونه لیکی چه هر هغه څوک دباطل دین څخه اسلام مقدس دین ته رجوع وکړی د هغه ټول د تیر وخت ګناهونه معاف کیږی،نو د رولا غنی به هم ټول ګناهونه معاف شوی وی.اسلام د چا شخصی دین نه دی ،

د چرخ آغاصاحب
میلمه
د چرخ آغاصاحب

به تذکره گرفتن کسی مسلمان گفته نمیشود
کافر که مسلمان میشود ، باید به زبان کلمه بخواند و از دین قبلی اش صرف نظر و تو به کند

طاهر.
میلمه
طاهر.

طاهر=‏ZADRANصاب موږ ده اشرف غنې فر اسلام شک لرو =

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم. اشرف غنی یو انسان دی او یو افغان دی او رولا ئې ناموس دی، بناً د انسانیت او افغانیت پخاطر هم چه وی ځانته اجازه نه ورکوم چه د کوم انسان او افغان ناموس ته توهین وکم البته د موضوع شاربنه په هیڅ ډول د رولا غنی توهین نه باید وګڼل شی. و امّا یو څو ټکی: ۱- زموږ په تاریخ کی اولین ځل دی چه یو سیاسی مشر د خارجی مېرمنی څښتن وی چه داخپله یو ډول کابو شکنی او زموږ د فرهنګ خلاف کار دی. ۲- د هر هیواد وګړی خصوصاً چه ځان یو څه بولی… نور لوستل »