fbpx

سپي حق غواړي! طنز

د یوې جلسې راپور

وفی الله روفي

غونډه هغه وخت پیل شوه، چې په تلویزون کې د دوی د لسګونو ملګرو د کباب شویو غوښو خبر تازه خپرېده، مشر سپي وټوخل، د ریموټ ښۍ تڼۍ يې کېکاږله، پر تلویزون دریشې کړی خېټور ښکارېده: زموږ ځواکونو ته پوره لس کاله د سپیو غوښې ورکړل شوې، دا خیانت دی، پر دوی مردارې خوړل شوې..

بټن يې کېکاږه، تلویزون غلی شو، خپلو ملګرو ته يې مخ کړ: بلا مو پرې وګرځه، دوی زموږ غوښو ته مردارې وايي!

د غونډې کونج کې یو ځوان سپي جرئت وکړ:

ـ ښاغلی مشره! ښه نه ده چې د غونډې اجنډا ته ور شو، ځينې ملګري به کارونه لري!

مشر وغورید:

ـ مهرباني!

د څنګ سپي يې دواړه خپړې پر ځمکه کېښودې، غوږونه يې څک کړل:

ـ د دروند مشر او ټولو ملګرو په اجازه، د غونډې اجنډا واضح ده، پر دریو موضوعاتو لنډې خبرې کېږي، لومړی دا چې پوره یوه لسیزه زموږ پاکې غوښې دې چټلو خېټو ته څنګه لاړې او زموږ په منځ کې خاین څوک دی؟ دویم دا چې د قرباني شویو ملګرو له کورنیو سره باید غمرازي او تر خپله وسه مرسته وشي، درېیمه خبره دا ده، چې زموږ له خوړونکو سره باید قانوني چلند وشي، اوس نو که هر څوک د دې دریو موضوعاتو اړوند څه وايي مهرباني!

یوه ډنګر تازي غوږونه څک کړل:

ـ صیب! که اجازه وي!

د انانسر پر ځای مشر سپي ځواب ورکړ: مهرباني!

زموږ په منځ کې د خاینانو داسې ګونګ اظهار بې باوري پيدا کولی شي، دا بې باوري به زموږ په دفاعي ځواکونو کې داسې روحیه وځپي، لکه زموږ په خوړونکو کې چې ځپل شوې، ځکه خو د شف شف پر ځای باید واضح وویل شي، چې زموږ په منځ کې خاینین هغوی دي چې زموږ له خوړونکو سره ګرځي، د دوی لپاره خښ شوي بمونه معلوموي او دا ذهنیت ورکوي چې که دوی هم زموږ غوښي وخوري نو بمونه به په بوی معلوموي!

مجلس انګولاو پر سر واخیست، ټولو د ډنګر تازي خبره تایید کړه، خو مشر سپي ځان سره ور ټول کړل:

ـ زما هم پر دوی شک دی، شک څه؛ بلکې باوری یم، خو خبره داده چې له دوی سره زموږ د ځايي حکومت په وس کې نشته، ځکه دوی بهرني ملاتړي لري، په یوه ورځ مو ټول کبابولی شي، ځکه خو ښه ده چې پردې خبره تېږه کېږدو.

یو زوړ سپي غاړې تازه کړې:

ـ د قرباني شویو ملګرو له کورنیو سره، که زموږ په وس کې وي باید زموږ د خوړونکو ورنونه د جرمانې او زیانمننې په توګه ورکړو، پر دې سربېره هغوی ته روحي ډاډ باید ورکړل شي، باید پوی شي چې قریبان يې په یوه پاکه لار تللي دي، دوی داسې داسې نه و، لکه د دوی خوړونکي چې پخپل ناموس هم بند نه و او د پردیو په مزدورۍ کې يې ان زموږ پر ملګرو هم رحم رانه غی.

مشر سپی وټوخېد:

ـ دا سمه ده، په دې برخه کې مالي برخه کې هم څه پېشوګانې، له ځینو ورانو شویو پوستو په پتلونونو کې راوړې غوښې شته، هغه به هم ورکړو، خو ټولو ته نه رسېږي، ځکه له موږ سره د قربانیانو لیست بېخې اوږد دی، پوره لس کاله دې وحشیانو پرې خولې ښورولې، قربانیان ډېر دي، ځکه خو باید یوازې هغوی کورنیو ته سر ور ښکاره کړو چې په دې نږدې وختو کې يې د دوی د دوستانو غوښې د دې وحشیانو خېټو ته کوزې شوې وې!

ادامه يې ورکړه:

ـ پر درېیمه موضوع څوک څه وايي؟

د مجلس کونج کې یوه سپۍ وکوړنچېده، مشر د غږېدو اجازه ورکړه، هغې وویل:

ـ زموږ له خوړونکو سره قانوني چلند د کوم قانون پر اساس کېږي، دا خلک چې د قانون په نوم څه لري، دروغ وايي، دوی د خپلو همنوعو پر مړو متیازې کوي، سوځوي يې، موټرو يې پسې کشوي، نو موږ خو د دوی په قانون کې بېخې استثنا یو او که زموږ په قانو چلېږو موږ يې نو د محاکمې زور لرو؟

مجلس کې غوغا جوړه شوه، مشر سپي سر ځړولی و، غونډه کې دوه دوه سپي سره په خبرو و، اخر مشر وغورېد:

ـ یوه لار لري، ما تازه واورېدل چې زموږ د خوړونکو د مشر خوړونکي، مېرمن تازه د مسلمانۍ دعوه کړې، ور به شو، عریضه به ورته وکړو، هغې په تذکره کې تازه اسلام لیکلی، ښايي د حیواناتو په اړه د اسلام لارښوونې ور معلومې وي او غږ مو واوري…

د مشر خبرې لا روانې وې، چې د رینجر د هارن په اورېدو غونډه ګډوډه شوه، حالات اضطراري اعلان شول، مشر امر وکړ، چې د دې هارن په اورېدو باید تل ځانونه ګوښې ته کړئ، خپل تنکي کونګري بېخې پټ وساتئ، کنه د دې موټرو د خاوندانو خېټې زموږ د غوښو په تمه دي!

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ahmadwaheed
میلمه
ahmadwaheed

haahhahahhahahhaha
hahhahahahahhahahah
hhahahhahahhaha
it was very intersting and meaningful thank you for your good web site

رحیم الله نعیمی
میلمه
رحیم الله نعیمی

#### چه دی روژی مبارکه میاشت کی انسان باندی د سپی نوم ږدی او انسان له سپی سره مقایسه کوی تاسو اصلاْ انسانی کرامت ته هیڅ درناوی نلری/ الله د تاسو غوندی ## ###انسانانو ته د نیکو هدایت وکړی