سلګونه سیاسي پاسپورټونه ناقانونه وېشل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د بهرنیو چارو وزارت سلګونه سیاسي پاسپورټونه ناقانونه وېشلي او داسې چاته ورکړل شوي چې قانوني شرایط يې نه درلودل.
 
د «هشت صبح» ورځپاڼې د راپور پر اساس سلګونه جلده پاسپورټونه عادي وګړو ته د وزارتونو د کارکوونکو او چارواکو په نامه وېشل شوي دي.
 
د سرچینې په وینا له سیاسي کارپوهانو نیولې د مارشال محمد قسیم فهم، احمد شاه مسعود او نورو مړو او ژوندیو چارواکو تر کورنیو او خپلوانو پورې دغه پاسپورټونه ویشل شوي دي.
 
ورځپاڼه وړاندې زیاتوي چې تر اوسه پوري ۴۸۴۰ جلده سیاسي پاسپورټونه توزیع شوي، چې له منځه يې سلګونه غیر قانوني ورکړل شوي دي.
 
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې ان یوه سفیر خپل اشپز ته هم د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکي په نوم سیاسي پاسپورټ اخیستی دی.
 
د شنونکو له قوله د ګډ حکومت په راتګ سره ادارو خپل ارزښت او ان صلاحیت له لاسه ورکړی او له یو ډول ګډوډۍ سره مخ دي.
 
د دوی په باور د سیاسي پاسپورټونو په برخه کې په دې اندازه بې غوري د دې علت کېدلی شي، چې په نورو هېوادونو کې زموږ سیاسي پاسپورټ خپل ارزښت له لاسه ورکړي.
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د