راشد خان د ورلډ الیون سیالۍ لپاره انګلستان ته ځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لوبډلې سوکه نوموتی توپ اچونکی د کرېکټ نړیوالې شورا غوره یوولس کسیزې او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ سیالۍ لپاره انګلستان ته ځي.

دغه یوزاینۍ شل اوریزو سیالۍ به د انګلستان په لارډز تاریخي لوبغالي کې د روانۍ مۍ میاشتې په ۳۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره کیږي.

راشد خان به د یوولسو مختلفو هېوادونو غوره لوبغاړو سره په یوه لوبډله کې لوبیږي، چې د پاکستان څخه شاهد افریدي او شعیب ملک، د هندوستان څخه دینیش کارتیک، محمد شامي (د هارډیک پانډیا)، نیوزېلنډ لوبغاړي لویک رونکي، میچل میکلینګن، بنګلدیشي لوبغاړي تمیم اقبال، او شکیب الحسن، سریلنکایي لوبغاړی تیسارا پریرا، نیپالی لوبغاړی سندیپ لامیچاني او انګلستاني لوبغاړي ایون مورګن ګډون کوي.

د ویسټ انډیز لخوا به د خپلې لوبډلې مشري کارلوس براتویټ او د غوره یوولس کسیزې لوبډلې مشري به انګلستاني لوبغاړی ایون مورګن ترسره کوي.

د ویسټ انډیز لخوا هم ددغې سیالۍ لپاره د سترو لوبغاړو نومونه اعلان شوي چې کریس ګېل، انډري رسل او نور لوبغاړي شامل دي، چې لوبډلمشري به یې تکړه آلراونډر کارلوس براتویټ ترسره کوي.

دغه سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا د خیریه سیالۍ په نوم ترسره کیږي، چې تېر کال د ویسټ انډیز کارابین په جزیرو کې د طوفان راتلو له کبله څو کرېکټ لوبغالي او روزنیز مرکزونه له منځه تللي وو، چې د جوړولو لپاره د مرستې راټولولو په موخه دغه سیالۍ په انګلستان کې ترسره کیږي.

راشد خان په دغه سیالۍ کې ګډون د ځان او افغانستان لپاره د فخر مقام بللی، او زیاته کړې یې ده چې، نه یوازې ده ته بلکې د ټول افغانستان لپاره ښه خبر دی، چې یو افغان لوبغاړی د نړۍ په غوره لوبډله کې د لوبیدو موقع ترلاسه کوي او په دغه سیالۍ کې، چې موخه یې ترې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنیز مرکزونو د بیرته رغولو لپاره مرسته راټولول دي، په لیوالتیا سره پکې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده چې راشد خان به له دغه سیالۍ ترسره کولو وروسته هندوستان ته راستنیږي، چې هلته به د بنګلدیش پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو کې د ګډون په موخه له خپلې لوبډلې سره یوځای کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د