راشد خان: لوبډله کې د مجیب په راتلو سره پر ما فشار کم شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د ملي لوبډلې غوره سوکه توپ اچونکی راشد خان وایي چې په ملي لوبډله کې د مجیب الرحمن راتګ او د هغه ځلیدل پر ما فشار کم کړی دی.

د شل اوریزو سیالیو په نړیوال رینکینګ کې لومړی مقام لرونکی سوکه توپ اچونکي د هند په سوداګریزو سیالیو کې یو شمېر لاسته راوړنې لري، چې لوبډله یې دده پر مټ پایلوبې ته ورسېدله.

سربېره پر دې مجیب الرحمن د هند په سوداګریزو سیالیو کې په لومړي ځل ګډون وکړ چې د خپلې لوبډلې (پنجاب) لپاره ښه وځلېد، او د ویرات کوهلي په څېر غوره لوبغاړي يې وسوځول.

نوموړي په غوره توپ اچونه ځانګړی نوم وموند، او دده تاوونکو توپونو نړیوال توپوهونکي، مبصرین او کرېکټ چارواکي ستایلو ته اړ کړل، نوموړي په ۱۱ سیالیو کې په ښه اوسط ۱۴ ویکټې ترلاسه کړې.

د ګوګلي ماسټر راشد خان د هندي رسنۍ سره په یوه مرکه کې د مجیب په اړه وایي چې، هغه ځوان لوبغاړی دی، او په د آی پي ایل په څېر ستر لیګ کې ښه ځلیدل دده لپاره د فخر ځای دی.

نوموړي زیاته کړه چې په لوبډله کې د مجیب راتګ پر ما فشار کم کړی.

د یادونې وړ ده چې د بنګلدیش او هند پر وړاندې سیالیو کې دواړه لوبغاړي د لوبډلې برخه دي، چې وار له مخه یې د بنګلدیش لوبغاړي له ویرې سره مخ دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د