جان کیلي د ټرمپ په ملتیا په افغانستان کي د خپل وژل سوي زوی د قبر زیارت وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د سپیني ماڼۍ د اداري هیات مشر جنرال جان کیلي د جګړې د شهیدانو د درناوي ورځي په مناسبت د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یو ځای د ارلینګټن ملي هدیرې ته ولاړل تر څو هلته د خپلي ضایعې په اړه ولس ته معلومات ورکړي.

کیلي د خپلي مېرمني کارن هرنیسټ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یو ځای په ارلینګټن کي د دوشنبي په ورځ د خپل زوی د قبر زیارت وکړ.

د ټرمپ انځورونه ښیې چي کیلي او ټرمپ د ارلینګټن هغه هدیرې ته ورغلي په کومه کي چي د کیلي زوی رابرټ میشیل کیلي ښخ دی، هغه په افغانستان کي په ۲۰۱۰ م کال کي هغه وخت ووژل سو کله چي ۲۹ کلن ځوان و.

رابرټ میشیل د ۲۰۱۰م کال د نومبر میاشتي پر ۹ نېټه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي په ګزمه بوخت و چي ناڅاپه د ځمکني ماین سره مخامخ سو، هغه ۲۹ کلن و کله چي د طالبانو له لوري ووژل سو.

جنرال جان کیلي د ا مریکا په پوځ کي لومړۍ تر ټولو جګ پوړی قومندان دی چي په افغانستان کي یې زوی د طالبانو له لوري ووژل سوی دی، په عراق او افغانستان کي تر نوموړي وړاندي د بل کوم لوړ پوړي امریکایي قومندان زوی په جګړه کي نه دی وژل سوی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جهادمل غزنوي
میلمه
جهادمل غزنوي

د جګړې د شهیدانو د درناوي ورځي په مناسبت

د ا توري نه دی مناسب دا شهیدان نه دي ، مردار دي تاسو باید کم ترکمه د وژل شویو ویلي وای نه د شهیدانو ددرناوي د ورځي مناسبت ، ځکه شهید یواځي تر مسلمان پوري خاص دی هر دیګ ته شهید نه ویل کیږي

غوربندی
میلمه
غوربندی

د دوی په شناختو یادګاري خدای خبر څه به لیکي
چې دا د کوم ملت په لاس دغه انجام ته رسي