څه ډول او څه وخت باید نه ووایو؟

لیکوال

ژباړن: زین الله زرین

که مو (هو ) ویل یو همېشنی عادت وي، هر څه ته مثبت ځواب ورکوئ او د (نه) ویل درته سخت وي، خو بیا هم باید د (نه) ویلو چل زده کړئ. ځکه ددې مهارت په یادولو سره به مو په ژوند کې پرځان د فشارونو کنټرول او اسانتاوې پیدا کړي وي.

نه ویل زده کړئ:

شاید هر څه ته د مثبت ځواب په ورکولو سره یو څه خوښ او ډاډمن واوسئ، خو په څه ډول او څنګه هر څه ته په اسانۍ سره د هو ځواب ورکوئ؟ تر اوسه مو فکر کړی چې ستاسو منفي ځواب هم ډېری وخت چې ستاسو لپاره له فشارونو نه د خلاصون یو لامل شوی وي؟ دا احساس درته شوی چې د هغو وعدو او هغه زیاتې دندې چې پر غاړه یې لرئ، د نور د اخیستو توانایي مو پوره شوې ده؟ ددې هڅه کوئ چې زیات کارنه مو په کم وخت کې سرته ورسوئ؟ که دا ټول غواړئ نو له بهرینو فشارنونه د خلاصون لپاره بس یواځې یوه لار تاسو ته درپاتې ده او هغه دا چې د (نه) ویل چې زده کړئ او له خپلې هغې توانایۍ چې یې درلودنکي یاست نورو پوښتنو او غوښتنو ته مثبت ځواب مه ورکوئ.

ولې باید نه ووایو؟

که په همدې توګه هر څه ته د هو ځواب ور کړئ، نو لرې نه ده چې له تاسو نه به زیات شمېر غوښتنې او هلیې زیاتې شي. په داسې حال کې چې تاسې به یې په هېڅ وجه د پوره کولو وړتیا و نه لرئ. په همدې ډول که د نه ویلو مهارت زده نه کړئ. نو مجبور یاست چې دداسې مسولیتونو د بار لاندې خپل ژوند تېر او تل له یو ډول فشارونو سره لاس او ګرېوان پاتې شئ.

کېدای شي (نه) ویل یو شمېر کسانو ته دومره اسانه نه وي، خو په زده کړه یې یوازې له بهرنیو فشارنو څخه خلاصون موندلی شو. که چېرې ستاسو ملګري پر ځان زیات مسولیتونه اخلي، په یو مهال ډېر کارونه سرته رسوي او له هر ډول پېښو سره مبارزه او کومه ځانګړې ستونزه ورسره نه پیدا کوي. دا په دې مانا نه ده چې چې تاسو هم باید همدې ته ورته ټولو پېښو، غوښتنو او هیلو ته مثبت ځواب ورکړئ. کېدای شي ستاسو ملګری چې کومې کړنې ترسره کوي یوازې په ښکاره داسې هر څه ته مثبت ځواب ورکوي او ډېر مسولیتونه پر غاړه اخلي. په باطن کې به دی هم له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ وي او د بهرنیو فشارنو له امله به دی دا ډول کړنې تر سره کوي. خو دا یوازې تاسو یاست او یوازې تاسو پر دې پوهېږئ چې درته څومره مسولیتونه کافي دي، د څومره مسولیتونو له اودې وتلی شئ او له وس او توان نه باید پر ځان ډېر مسولیتونه و نه منئ.

یو شمېر کسان د نورو د خوښ ساتلو لپاره تل ددې هڅه کوي، چې (هو) ووایې خو بل خوا یې دېته فکر نه وي، چې همدا هر څه ته په روین تندي د (هو) ده ته په راتلونکي کې ګڼې ستونزې راپیدا کولای شي او هغه بارو چې یې پیدا کړی و، اوس به یې حتماً تمه ددې کوي چې نور یې له لاسه ورکړي.علت یې دادی چې یوه ډله کسان پرته له دې چې خپلې وړتیاوې په نظر کې ونیسې هر چا او هرڅه ته مثبت ځواب ورکوي. هغه شېبه مقابل لوری بس په همدې خوښ کړي چې ده یې پر وړاندې د هو کلمه کارولې ده.

د هو پر ځای د نه ویلو دلیلونه:

د نه ویل په دې مانا نه ده، چې موږ په اصطلاح کلانکاره، یا ځانغښتونکي یو. بلکې کومه دنده اومسولیتونه چې اوس زموږ پر غاړه دي نه غواړو چې په هغوی کې خپل ځان کم راولو، همدا دندې د اوس لپاره راته ډېر اهمیت لري او په هېڅ وجه نه غواړم پکې پاتې راشم.

د نه ویل موږ ته ددې لاره هواروي چې په خپل ژوند کې نوي او داسې کارونه سرته ورسوو، چې تر دې مهاله مو نه وي تجربه کړي. تر اوسه مو چې کوم کارونه ترسره کړي دا په دې مانا نه دي چې تل به همدا ډول کارونه کوئ بلکې د نه په ویلو سره موږ کولای شو نوي او خلاق کارونه تر سره کړو.

دا سمه ده چې ځینو پوښتنو ته د هو ځواب ورکول هم موږ او هم نورو ته خوښې ورکوي هغه هم په هغه صورت کې چې پر ځان اخیستی مسولیت ادا کړو. له دې پرته هر ډول پوښتنو ته د هو ځواب ورکول هغومره هم ښه کار نه دی لکه څومره یې چې موږ فکر کوو. کله چې له حده زیات مسولیتونه او هر ډول پوښتنو ته د هو ځواب ورکړئ، نو خامخا به تر یو ډول فشار لاندې راځئ، چې له دې سره به همېشه د خستګۍ او ستړیا احساس وکړئ.

په ځینو کارونو کې کله چې تاسې د هو ځواب ورکوئ او مسولیت یې پر غاړه اخلئ ددې پر ځای چې مقابل لوري ته مو ګټه رسولي وي، دی به تاسې له سستۍ او ټمبلۍ سره په لوی لاس مخ کړئ، ځکه هغه کار او مسولیت چې باید دی یې پر خپله ادا کړي. هغه کار تاسې د یوه زړخوږي له امله سرته رسوئ، چې په پایله کې به یاد کس تل د خپلو نورو راتلونکو کارونو په برخه کې سستي کوي او نه یوازې دا چې پکې به وروسته پاتې وي بلکې تل به د نورو لاس اومرستې ته سترګې په لاره وي. نو باید له دې وروسته د نورو له ټمبلۍ او لټۍ نه د ژغورلو لپاره هم په اسانۍ سره د هو ځواب و نه کارو.

څه وخت (نه) ووایو؟

کله کله یو څوک په خپلو کارونو کې دومره دوه زړی شي، چې بیخي ددې پرېکړه نه شي کولای چې اوس کوم کار پیل کړم. له همدې امله ډېری وخت زموږ کارونه پس پاتې وي او خبره رانه ورانه شوي وي. نو ښه به دا وي څو د خپلو کړنو پر وخت سرته رسولو کې لومړی موږ باید د خپلو چارو پرمخ بیولو کې یوه ارزیابي وکړو، څو کوم کارونه راته ډېر مهم دي او کوم لږ، کوم باید همدا نن سرته ورسوم او کوم بلې ورځې ته پرېږدم؟

خپل کارونه باید د لومړیتوبونو له مخې تر سره کړو. مخکې له دې چې موږ یو بل نوی کار یا مسولیت پر غاړه واخلو، نو باید د خپلو چارو او دندو لومړیتوبونه وپېژنو چې کوم باید اول ترسره کړو؟ همدارنګه یوه نوي مسولیت ته چې یې پر غاړه اخلو له ځانه وپوښتو چې څومره راته مهم او ارزښتمن دی؟ نو که چېرې درته مهم وبرېښېد هماغه شېبه یې د منلو تر څنګ عملي کولو ته هم مټې رابډوهئ او کنه هسې اضافي مسولیتونه پر ځان مه قبولئ.

هغې پوښتنې او غوښتنې ته چې د هو ځواب ورکوی، اول مو پر ځان ددې کار د سرته رسولو فشار او اغېز مالوم کړئ چې له دې هو ځواب او مسولیت سره به څومره تر فشار لاندې راشئ. همدارنګه دا هم ځانته واضح کړئ چې ددې مسولیت دادا کول به څومره وخت وغواړي، ایا ژر به یې تر سره کړئ او که وروسته؟ مثلاً د یوه ښوونځي په جوړلو کې که تاسې مرسته کوئ، نو په رغولو کې یې تاسې ته دا غوره ده چې سملاسي ورسره مالي مرسته وکړئ، نه دا چې له پیل نه تر پای پورې ورسره ګام پرګام هم مرسته وکړئ او هم یې چارې وڅارئ. ددې خبرې نه مو هدف دا دی چې اوږد مهاله مسولیتونه مو تر فشار لاندې راولي، نو ښه به دا وي چې تل داسې مسولیتونه پر خپله غاړه واخلئ چې تاسو یې ژر تر سره کړئ. کنه نو هر ډول غوښتنو او پوښتنو ته د هو ځواب ورکول هغه هم اوږدمهاله، هغه ستاسو ذهني توازن ګډوډ کولی شي. غوره به دا وي چې یوه بل ښه کار ته مخه کړئ.

خپل ځان په دې مه ګرموئ، چې ما د نور غوښتنو او پوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړئ او کواکې چې زه بدې کار سره ګناهګار شوم. ګناه داده چې هر ډول پوښتنو او مسولیتونو ته چې تاسې د یواځې د هو ځواب ورکوئ.

پداسې حال چې بیا یې نه پوره کولی شئ او هم مو خبره نوره له وس وتلې وي، نو دا ګناه ده. له دا ډول په خپل لاس ځانته له ګناع اخیستو ډډه وکړئ. همدا چې یوه کار یا مسولیت ته د هو ځواب ورکړئ او بیا یې پوره نه شئ کړای ددې کار دوه لوی زیانونه به مو تل ورځوروي. یو دا چې له هغه تن سره به بیا په هېڅ وخت په اسانۍ د مخ کېدو وس ونه لرئ او دوهم تل به ځان او وجدان درته فریب کاره وایسي. دا خبرې به خپل ضمیر ته په بار بار وکړې چې پر وس دې نه وره نو ولې بیا د هو هو، زه یې کوم، دا کار به زه درته وکړم…… او خبرې کوئ؟ (ژباړن)

مخکې له دې نه چې یوه پرېکړه وکړئ، ښه به دا وي چې لومړی یې په اړه فکر وکړئ بیا وروسته پرېکړه. ان تر دې چې که مو کوم ملګری او دوست تاسو یوې مېلمستا یا نور ځانګړو مراسمو ته دعوت درکويو نو سمدلاسه د هو ځواب مه ورکوئ. لومړی خپل کارونه او پلان وګورئ چې تر تګ مخکې باید کوم کارونه ترسره کړم یا هم تر مېلمستا درته مهم وي، نو که کوم داسې کار یا مسولیت چې تر دعوته درته مهم واېسېد، هغه تر سره کړئ بیا مو خپل ملګري ته په ښه فکر کولو سره ځواب ورکړئ.

څه ډول د هو پر ځای نه ووایو؟

کوم کارونه چې تاسو یې نه شئ ترسره کولای بس په همدومره ساده ګۍ سره ورته ځواب ورکړئ چې (نه، نه شم یې کولای، دا کار نه کوم) خو کله کله بیا همدا د نه ویل دومره هم اسانه نه وي چې سړی دې دومره ژر ووایي. دلته به درته هغه لارښوونې چې د نه ویلو پر مهال درسره مرسته کوي شریکې کړو څو د ټولو هغو مسولیتو او کارونو پر وړاندې یې به اسانۍ سره ووایئ چې تاسو یې همدا مهال منلو او اخیستلو ته نه یاست چمتو:

نه، ووايئ. ددې کلمې له کارونې نه په هېڅ وجه وېره مه لرئ. دا به هم ښه وي چې غوښتنو او مسولیتونو په زغرده د هو ځواب پر ځای چې د (نه ) کلمه نه شئ کارولئ نو دا عبارتونه که چېرې مقابل لوري ته ووایاست نو هغوی ته به مو هم د نه پر ځای یو هیله ورکونکی ځواب ورکړئ وي، او ممکن هغوی داسې فکر وکړې چې ستاسې ځواب به د هغوی د کار یا غوښتنې په مقابل کې مثبت شي. نو ددې عبارتو کارونه هم درسره تر حده د منفي ځواب پر ځای مرسته کولی شي: ډاډه نه یم، ممکن داسې و نه شي، فکر نه کوم چې زه دې وکولای شم. په پروتنیو ځوابونو کې یو ډول دوه زړیتوب ښکاري، چې کېدای شي په وروسته کې مو ځواب د هو شي.

تل ریښتیني واوسئ. د یوه مسولیت نه منلو لپاره لارې او بهانې مه لټوئ. تل رښتیا ویل ستاسو ملګرو او دوستانو ته همدا د نه مسولیت اخیستو په مانا ده.

په کراره او نرمۍ سره چلند وکړئ. کېدای شي مقابل لوری ستاسو پر وړاندې ډېر داسې دلایل وړاندې کړي څو تاسو دهغوی غوښتنه ومنئ. بیا که چېرې تاسې دوی ته منفي ځواب په ډېرې ارامۍ او کرارۍ سره ورکړئ، نو مقابل لوری خپل ستاسو له لوري چې خپل احترام ته وګوري ستاسو د ځواب پر وړاندې رضایت ښیي.

خپل ځان مو د بیا ځلي غوښتنو پر وړاندې تیار کړئ. کېدای شي چې له تاسو نه د یوه کار د درسپارلو به برخه کې به څو څو ځله غوښتنه وشي، خو د لومړي ځل په څېر مو چې ورته منفي ځواب ورکړی، همداسې په بیا بیا هم ورته، ورته ځواب ورکړئ تر څو یې نور پرغاړه واخلي.

که چېر تل مو د هو ځواب ورکول یو عادت ګرځېدلي وي او نه ویل درته یو ستونزمن کار برېښي، خو د نه ویلو مهارت مو په ژوند کې اسانتیاوې راوستلای شي او هم ستاسو پر ژوند د فشارونو په کمښت کې درسره مرسته کولای شي. له همدې شېبې که د نه ویلو چل تمرین کړئ نو په راتلونکې کې به درته ډېر اسانه شي. د پښتو یو متل دی چې ( له سلو هو نه یوه نه ښه ده) دا خبره به ښه ثبوت شي او هم به په خپلو سترګو ووینئ چې څومره بدلون مو په ژوند کې راځي ( ژباړن)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د